انجینیر محمد خان او ولسي جرګه د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اختلافاتو د حل  په لټه کې

 
په دې وروستیو کې دافغان حکومت  دلوړ پوړو چارواکو ترمنځ خپلمنځي ناندریو زور اخیستی، تازه بیلګه ېې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم څرګندونې دي چې بیلابیل غبرګونونه ېې وپارول .
خو تردې وړاندې دحکومت یو بل لوړپوړي چارواکي ډاکتر عبدالله عبدالله هم رسنیو ته په ښکاره توګه له ولسمشر څخه سروټاکاوه او د واک انحصار ېې اصلي ستونزه یاده کړه، دوستم بیا  ولسمشراو اجرائیه رئیس دواړه  په قومپالنه تورن کړل.
د عبدالله عبدالله او ولسمشر ترمنځ لا کړکیچ نه و حل شوی چې د ولسمشر لومړي مرستیال دوستم خوله پرانیستله او ځان یی په حکومت کې ګوښه او بې برخې وباله دوستم چې په تیرو دو کلونو کې یواځې شمال ته جنګي سفرونه کړي بله داسې کومه ملي لاسته راوړنه نه لري چې ولس ته ېې د بیلګې په توګه یاده کړي.
د ولس لپاره جالبه دا ده چې حکومت پرحکومت انتقاد کوي، حکومت له حکومت څخه سرټکوي او ګیلې ورنه کوي. راپورونه وايي چې ولس مشر د دوستم په خبرو غصه او د هغه د جنګي جنایتونو پردوسې کار کوي ترڅو دخپلو نا سنجول شویو خبرو لویه بیه پریکړي،
 ډاکتر عبدالله عبدالله که څه هم له ولسمشر سره دواک دویش په برخه کې جنجالونه لري خو د دوستم له خبرو سره هم موافق نه بریښي د چارواکو ترمنځ دغو اختلافاتو ګڼې اندیښنې او دولس غبرګونونه راپارولي دی ، همدا ډول د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش بیا ولسمشرله هر ډول قوم پالنۍ پاک وباله . او په یو ډول ېې د دوستم خبرې رد کړې .
خواوس ویل کیږي چې د اجرایه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمدخان چې دواړو اړخونو ته دمنلو وړ کس بلل کیږی او په حکومت کې ېې د باور ځای خپل کړی ددغه جوړ جاړي لپاره رامخ ته شوی نوموړي هڅه کوي چې د غو اختلافاتو ته دحلا لاره ومومي ، انجنیر محمد خان هم د ډاکتر عبدالله او هم  دولس مشر د باور کس بلل کیږی چې په حکومت کې ېې د یو نوي فعال رنګ اخیستی.
انجنیر محمد خان هڅه کوي چې د ولسمشر ، ډاکترعبدالله او د دوستم ترمنځ داختلافاتو دحلا لپاره یو نوی فصل پرانیزي ،ترڅو دهیواد موجوده حالت ته په کتوسره دغه ستونزې هواري او دیوه بل بحران مخه ونیول شي ، دغو اختلافاتو دحکومت په ټولو چارو اغیز کړی ان دجګړې په ډکرونو کې ېې هم نښې لیدلی شو . سیمه ایزه حکومت ولي یې هم اغیزمنه کړې ددې ترڅنګ دغه حالت دعام ولس هم غبرګونونه هم  را پارولي او د افغان حکومت چارواکي ېې په خپلو اصلي مسؤلیتونو کې پاتې بللي دي ، دولسي جرګې په تازه اقدام کې هم د دغه جوړ جاړي یادونه شوي ویل کیږي ولسي جرګه هم له انجنیر محمد خان سره په همغږۍ غواړي د غه کړکیچ ته د پای ټکی کیږي دی . دغو اختلافاتو نه یواځې په کور دننه غبرګونو نه وپارول بلکې په نړیواله کچه ېې هم غبرګونونه درلودل ، دامهال نړیوال هم په ډیر دقت سره دافغانستان روان حالات څاري د جګړې له ډګرونو نیولې او دحکومت تر داخلي اختلافاتو پورې  ټول کړه وړه ارزوي دوي په ترینګلو حالاتو کې یواځې  د ډاډ غږونه کړي خو په عملي ډګر کې کمرنګه لیدل کیږي
افغان حکومت په داسې حال کې شپې او ورځې سبا کوي چې دهیواد په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې جګړه روانه ده او افغان ځواکونه شپه او ورځ ددغې جګړې په کابو کولوبوخت دی دسیګار تازه را پور ښه يي چې په وروستیو څو میاشتوکې څه باندې ۵۰۰۰ افغان سرتیري وژل شوياو په لږ ترلږه ۱۰ زره ټپيا ن شوي دی  دغو تلفاتو ته په کتوسره څرګندیږي چې په هیواد کې د جګړې شدت څومره او او روان حالت څه ډول دی ؟ نو په داسې یو کړکیچن حالت کې چې ټول افغانان ورسره مخ دی دهیواد مشرانو اودحکومت واکدارانو ته پکا رنه دی چې د خپلو شخصي غوښتونواو فرمایشونو له مخې اختلافاتو ته لمن ووهي او یو بل بحران رامنځ ته کړي.