شربت ګله او پاکستان!

 
دیوه موثق اطلاع له مخې چې نهغواړي نوم يې افشا شي،میرمن شربت ګله د پاکستان د مرکزی تحقیقاتی ادارې لخوا( د پاکستان فدرالی تحقیقاتی اداره)  د راحل شریف په امر او د نواز شریف په توافق د قانون خلاف اسیره شوې.
 د پاکستان حکومت ټولو هغه افغانانو ته چې په مقبوظه افغانستان کې د پاکستانی شناخت کارت ترلاسه کړای وه د راتلونکي کال د مارچ تر میاشتی موقع ورکړې وه چې په دغو راتلونکو 5 میاشتو کې که چیرې پاکستانی شناخت کارت لري په خپله خوښه واپس کړي که نه قانوني چلند به ورسره وشي،  خو د پاکستان مرکزی تحقیقاتی ادارې د نواز شریف او راحیل شریف په امر د افغان ولس ته د توهین په موخې او د لر او بر افغان ولس ترمېنځ د تنفر د ایجاد او توسعې په هدف او د جناب ‌‌‌‌‌‌ډاکتر اشرف غني د مجبورولو په خاطر ترڅو پاکستانیانو ته ( راحیل شریف ته بیا  تیلفون وکړي او خواهش وکړي چې دغه افغانه میرمن خوشې کړي ، په دغه ننګین د قانون خلاف عمل لاس پورې کړای دی.
هو دا هغه پاکستان دی چې د جنرال مشرف په حواله او اقرار د خپلو عربو مجاهدو او د مشرف د قهرمانانو ښځې د پيسو په مقابل کې بربن‌‌‌‌‌‌ډې په بوجیو کې واچولې او د5 نه تر لسو زرو ‌‌‌‌‌‌ډالرو مقابل کې بهرنیو ته په پاکستاني پوځي هوایی دګرو  کې ور تسلیم کړې. نو یو وارې بیا تاکید کول پکار دی چې د پاکستان ستابلشمنټ او اصلي حاکمیت د افغان ولس، افغانستان او سولې ذلیل دشمن وه، دی او زمان ثابته کړه او ثابته به کړي چې همداسې دشمن به پاتې شي.
طالبه د زړه په غوږو واوره او وېښ شه!
افغان ملته كه لر يې او که بر خپل یو اصلي دښمن خو وپيژنه!
پښتونه که تر پرونه دې که د مجبوربت او ترور تر ‌‌‌‌‌‌ډارې لاندې زنده باد. قاقستان  ویلې نو اوس خپلو شهیدانو او د چاینا پنجاب اقتصادي کوریدور ته ځير شه او پنجابي دښمن چې د پاکستان پر چارو مسلط دی و پيژنه او لاس په کار شه!
طالبه د ملا محمد عمر اخوندزاده او ملا برجان او ملا برادر او.... انتقام واخله او په افغانستان کې د رور وژنې لاس واخله!
وطنوالو، ورنو او خويندو دغه دي حقايق او دا زمونږ اسلامي او انساني مسووليت دی چې دغه حقایق عام کړو. دا حقایق په یقین نور اړخونه هم لري اما باید هغه لار ونیسو چې په لږو قربانیو او لږ وخت له ټولو مظالمو دغه ملت ته نجات ورکړو.
حسبنالله الله نعم المولی و نعم الوکیل. امین