ﺣﺰﺏ ﺍﺳﻼﻣي ﺳﻮﻟﻪ ﺍﻭ ﺩ کډوالو ﺭﺍستنيدل

 
يمه مهاجر خو وړم به مشالونه د وطن په لور
بلى به ډيــــــــــــــــــــوى کـړم لــــــــــــــــــــــرې به تيـارى کړمــــــــــــــــــــــــــــه!
پدې کې هيڅ شک نشته چې سوله د يو  هيواد لپاره دومره ارزښت لري لکه د يو ژوي لپاره چې د وينې هومره ضرورت وي، که دا ووايو مبالغه به نه وي چې سوله د يو هيواد حياتي عنصر دی، زموږ د تيرو څلورو لسيزو ناخوالو، جګړو او غميزو وښودله چې جګړه د مشکلاتو حل نده، جنګ او جګړه د زورورو لخوا پر مخ وړل کيږي، په جنګ او جګړه کې د پرديو شوم اهداف نغښتي دي، افغانان يې يواځې ددغه بل شوي اور ښاشاک دي. ﺩ ﺣﺰﺏ ﺍﺳﻼﻣي ﺳﻮﻟﻪ ﻟﻪ ﺍﻓﻐﺎﻥ دولت ﺳﺮﻩ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ کډوالو راستنيدل ﺧﭙﻞ هيواد ﺗﻪ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺍﻭ ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ د خوښۍ ﺯﯾﺮى ﺩه، د ﺩﻭﺍړﻩ خواوو  داسې مثبت ګام اخيستلو سره به ﻫﯿﻮﺍﺩ ﮐﯥ ډيرى ﺗﻐیﯿﺮﺍﺕ ﺭﺍمنځته شي،سوکالى، زده کړی، ﺍﻗﺘﺼﺎﺩ، ﺗﺠﺎﺭﺕ ﺍﻭ په ډيرو خواوو کې د مثبت بدلون ګراف په لوړيدو ده.
ﺩ ﺣﺰﺏ ﺍﺳﻼﻣي ﺳﻮﻟﻪ ﭘﺪﯼ ﺩﻻﻟﺖ ﮐﻮى ﭼﯥ ﻭﻃﻦ ﮐﯥ ﻧﻮﺭ ﺟﻨګ ﻧﺪه ﭘﮑﺎﺭ ﺍﻭ ﺟﻨګ ﯾﻮﺍځې ﺩ ﺣﻞ ﻻﺭﻩ ﻧﺪﻩ، سياسي پياوړتيا او شعوري ځواکمنتيا سره کولاى شو چې ډير مشکلات حل او فصل کړو، شعوري بيداري او عقلاني قوت سره کولاى  شو چې د ډيرو ناخوالو مخه ټپ کړو، نن افغانانو د بين الافغاني تفاهم  په نتيجه کې سره يوځاى شول ﺩ ﺍﺗﻔﺎﻕ ﺍﻭ ﺍﺗﺤﺎﺩ ﻻﺳﻮﻧﻪ يې ﻭﺭﮐړل، ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﻧﻮي کهول ﺗﻪ ﺩ زده کړې زمينه مساعده ﮐړﻭ، جنګونو ﺍﻭ ويرونو ته ﺩ پاى ټکې کيږدو، د سوکالى ﻓﻀﺎ ﺭﺍمينځ ته  ﮐړﻭ تر څو افغانان په ارامه فضا کې  د ژوند ساه  واخلي، د حزب ﺳﻮﻟﻪ نورو  ﻣﺮﻭﺭو ﻭﺭﻭڼو ته هم د ﭘﺨﻼينې پيغام ورکوي چې د هيواد سياسي بهير سره يوځاې شي ﺍﻭ خپل پاتي ژوند د هيواد په رغيدا کې او د خپل ولس په چوپړکې تير کړي؛ ﺩ ﺣﺰﺏ ﺍﺳﻼﻣي ﺳﻮﻟﻪ ﺩﺍﺳﯥ لوي ﺍﻭ ﻣﺜﺒﺖ ګﺎﻡ ﺩې ﭼﯥ افغان ولس پرې وياړي او د افغان تاريخ زرين باب جوړوي.
ﭘﻪ دې کې  هم شک نشته چې  ﻫﯿﻮﺍﺩ په تيرو څو لسيزو کې هر مشر او رهبر نه کوتاهيانې شوي،  خو نن حزب اسلامي د  تير په هيره او د نوي عزم سره د ولس په چوپړ کې ولاړ دی، د کلک هوډ سره د هيواد د پرمختګ لپاره ملاتړلې ده، ﺩ ﺣﺰﺏ سره سولې وروسته د کډوالو د ستنيدو کچه لوړه شوې ده، که دا بهير همداسې په چټکى سره روان وي  ښايي  ډير کم وخت کې به ډير کډوال د خپل هيواد کوربانه شي، کډوال علمي او تخنيكي کدرونه  لري، چې په مسلکي برخو کې فوق العاده کار ترې اخيستلاى شو، کډوال سوداګر او پانګوال لري چې د هيواد په بيا رغونه کې رغنده رول لوبولى شي، د کډوالو ډيره برخه  نالوستي ځوانان تشكيلوي چې د کاري ځواک په توګه ترې کار اخيستلاى شو، ﭼﯥ ﻫﻐﻮﯼ ﭘﻪ ﻟﻮړﻭ ﻟﻮړﻭ ﭘﻮﻫﻨﺘﻮﻧﻮﻧﻮ ﮐﯥ زده کړې کړي وى ﺧﻮ خپل هيواد ﮐﯥ کار کولو ته زړه نه ښه کولو، ﭘﻪ ﮐﻤﭙﻮﻧﻮ ﮐﯥ ځان ﺗﻪ عادي دکانونه خلاص کړي وو، ﺍﻭ ډﯾﺮﻭ يې ځاﻥ ﺗﻪ عادي کاروبارونو ﺯﻣﯿﻨﻪ ﺑﺮﺍﺑﺮﻩ ﮐړﯼ ﻭﻩ، ځينو ﭘﮑﯥ ﺩ ﺍﻧګلش  او ﮐﻤﭙﯿﻮټر  ﮐﻮﺭﺳﻮﻧﻪ ﺧﻼﺹ ﮐړﯼ ﺅ ﺩ ﻫﺠﺮﺕ ﭘﻪ ﺷﭙﻮ ﮐﯥ ﻫﻢ ﺧﭙﻠﻮ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻧﻮ ﺗﻪ ﯾﯽ ﺯړﻩ ﻟﻪ ﺧﻼﺻﻪ ﺧﺪﻣﺘﻮﻧﻪ ﻭﮐړﻝ ﺍﻓﻐﺎﻧﺎﻥ ﭘرې ګﺮﺍﻥ ﺅ ﺧﻮ ﻭﻃﻦ ﮐﯥ کار ﮐﻮﻝ ﻭﺭﺗﻪ ﺿﻤﯿﺮ ﺍﺟﺎﺯﻩ ﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﻟﻪ ﺩ ﯾﻮ څو ﻣﺸﮑﻼﺗﻮ ﻟﻪ ﻭﺟﯽ؛ د کډوالو په  راستنېدلو ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻣﺨﺘﻠﻔﻮ منطقو ﮐﯥ ﺩ ﺍﻣﻦ ﺍﻭ ﺳﻮﻟې څراغونه  بل دي، ﭘﻪ ځېنو  ﻭﻟﺴﻮﺍﻟﯿﻮ ﮐﯥ ﭼﯥ ﺟﻨګ ﻧﻪ بغير ﺑﻞ څه ﻧﻪ ﺅ، ﺩ کلارتيا ﭘﻪ ﻟﻮﺭ ﺭﻭﺍﻥ ﺩﻱ  ولس مو  ﻟﻪ ﺟﻨګﻪ ﺳﺘړﯼ ﺷﻮې ﺩه ﺳﻮﻟې ﺗﻪ ﺯﻣﯿﻨﻪ ﺑﺮﺍﺑﺮﻩ ﻭي .
کډوالو ته هم پکار دي چې  ﻫﯿﻮﺍﺩ ﺗﻪ ځاﻥ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺍﻣﻦ ﭘﯿﻐﺎﻡ ﺭﺍﻭړﻱ، ﻫﯿﻮﺍﺩ او ولس ته ژمن ثابت شي،  ﺍﯾﻤﺎﻧﺪﺍﺭي ﺍﻭ وفادارۍ  ﺳﺮﻩ ﮐﺎﺭ وکړي. ﺭﺍځئ ﺩﺍﺳﯥ ﻣﺜﺒﺖ ګﺎﻣﻮﻧﻪ ﻭﺍﺧﻠﻮ چې ﻫﯿﻮﺍﺩ ﭘر ﻣﻮږ ﻭوﯾﺎړئ، هيواد تاسو ته سترګې په لار ده، ﺍﻭ تاسو ته  ﯾﯽ ﺧﭙﻠﻪ ﺳﯿﻨﻪ پرانستې ده، ستاسو راستنېدل ستاسو وياړ ده، خپل وطن ګل وطن!
د سرلوړي، خپلواك، پرمختللى، او ودان افغانستان په لور!