د CPEC  پروژې د استراتیژيک سقوط امکان...

 
د چین او پاکستان ترمینځ اقتصادي راهداري یا China Pakistan Economic Corridor  یو اقتصادي پروژه نده بلکې دا یوه ډيره ستر سیاسي پروژه ده چې دپاکستان اوچین د استراتیژیکو موخو د رسیدو لپاره یوه ډير حیاتي ارزښت لري.
چین د پاکستان سره د یو اوږد مهالې اقتصادي راهدارۍ لپاره تیارۍ نیسي پاکستان غواړي چې دبلوچشتان کنترول دچین هیواد ته د ځينو شرایطو په مقابل کې ډالۍ کړي. د پاکستان حکومت دوه ستر مهیم ستراتیژيک اهداف لري یو نیشنل اکشن پلان National Action Plan  یعنې ملي عملیاتي پلان او  بلNational Security Plan  ملي امنیتي پلان دواړه پلانونه د یوې خاصې اجنډا په بنیاد په مخ وړل کیږي پدي دواړو کې د چین او پاکستان اقتصادي رهدارۍ لپاره یو ځانګړۍ مقام ورکړل شوي.
په National Action Plan   کې ددي پروژې لپاره د وسایلو د برابرلو او دموانع له مینځه وړلو مسایل مطرح شوي او پهNational Security Plan  کې ددې پروژې د امنیت لپاره قانون سازۍ شوي.
په بلوچستان کې دپاکستان لخوا د یادې پروژې دامینت لپاره په ملیونونو اوعربونو روپۍ مصرف کړي ترڅو دیادې پروژې د امینت چارې برابرې کړي او پانګوانې ته ذمینه برابره کړي، مګر سره له دي چې ملیونونو او عربونو روپیو مصرف بې ځایه دی بلکې ددې پروژې هغه ابتدايي چارې هم له سقوط سره مخ دي.
د پاکستان ملکي حکومت او ایسټېبلېشمنټ چې فوجي قیادت دی د چین – پاکستان اقتصادي رهدارۍ ستراتیژيک ارزښت په یو متفق نظر درک کړي دواړه قیادتونه په همغږۍ سره غواړي چې دیادې پروژې په مقابل کې هیڅ سیاسي او اقتصادي مشکل را مینځ ته نشي.
مګر ددي دواړو قیادتونو د اجنډا او نظریاتو ترمینځ یو کشمکش دجمهوریت او آمریت موضوع ده، پاکستان کې ملکي قیادت همیشه لپاره دفوځ لخوا دپاکستان په ستراتیژیو کې مداخله یوه ستره مسلې په توګه احساسوي، دپاکستان سیاسي قیادت یا ملکي قیادت دفوځ یا ایېسټبلېشمنټ لخوا په بهرني سیاست او ملي عملیاتي پلان کې مداخله دیو ستر چلینج په توګه حسابوي.
که څه هم د پاکستان فوځي اسټېبلېشمنټ دملکي حکومت په پرتله ډيره قوي دی او اکثره سیاسي قیادتونه دفوځ لخوا له نژدي څارل کیږي او حتې ځینې ملکي قیادتونه دملکي او یا هم سیاسي ګوند په شکل فوځ ته مستقیمه لوبیی کوي او غواړي فوځ د قدرت انحصار په لاس کې ولري.
که دپاکستان ملکي قیادت وهم غواړي چې په خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي نو فوځ لخوا د سخت چلینج سره مخ کیږي په همدې دلیل د پاکستان د ایسټېبلېشمنټ لخوا د CPEC پروژې په هکله انحصاري سیاست دا پروژه له سقوط سره مخ کړي ده .
پاکستان ددي پروژې له لارې غواړي څو اهدافه ترلاسه کړي له یوې پلوه د بلوچستان د سیاسي جغرافیې نه د نورو هیوادنو په مقابل کې یوه ستره ګټه پورته کول دي د بل پلوه پاکستان د هندوستان په مقابل کې یو ستر سیاسي او اقتصادي بلاک جوړول غواړي، د ګوادر دسیاسي جغرافيې په هکله چې څومره هم خبرې وشي کمې دي. ګودار د بهر هند او بهر عرب په مقابل کې هم تر دواړو ډير جیو پولیټکل ارزښت لري د ګودار بندر دتجارت له لحاظه هم په دواړو بندرنو برتري لري.
د CPEC  پروژې په مقابل کې ستر چلینجونه :

  • یاده پروژه د چین لخوا طرحه شوي وه او نقشه ېې هم په ابتدايي قراردادنو کې د پښتونخوا له لارې ده مګر اوس پاکستان غواړي یاده پروژه د پنجاب له لارې تیره کړي چې دې مسلې ددې پروژې په عملي کیدو کې ستر چلینجونه او مشکلات را ولاړ کړي. پښتانه ملتپاله او یو تعداد بلوچ ملتپاله غواړي چې ددې پروژې لار دې دخیبر پښتونخوا له لارې وي ځکه ددوي په باور که چیرې هغه لاره چې ددې پروژې په طرحه کې بحث شوي وو په پنجاب بدله شي نو به دپښتنو او بلوچو بنیادي حقوق به وخوړل شي، دوي پدې باور دي چې امکانات به د بلوچانو او پښتنو وي مګر منفعت او ګټه به ېې پنجاب ته وي.
  • یو تعداد بلوچ بیلتون پاله  غواړي چې د CPEC پروژه سبوتاژ کړي ددوي په باور د بلوچستان خاوره چنیانو ته ورکول دبلوچستان د ازادۍ په مقابل کې ستر خنډونه پیدا کول دي، بلوچ ملتپالان دبلوچستان ازادي غواړي او دوي هیڅکله نه غواړي بلوچستان دوه لاسه غلامه شي او دوي ددي په مقابل کې ستر مقاومت کوي ترڅو دا پروژه له ناکامۍ سره مخ کړي.
 
  • د CPEC  په شان سترو پروژو دعملي کیدو لپاره ضروري ده چې دافغانستان امینت برقراره شي که چیرې دافغانستان امینت ښه نشي پاکستان نشي کولئ چې سترې او دا ډول سیاسي پروژې عملي کړي ځکه پاکستان له یوخوا د China Pakistan Economic Corridor   لپاره پروګرام جوړنه کوي مګر دبلې خوا په بهرني سیاست کې دمداخلو سیاست ته دوام ورکوي د ترهګرۍ ملاتړ او په افغانستان کې دمداخلو سلسله یاده پروژه دسقوط سره مخ کړي.
 
  • پاکستان د CPEC  پروژه یوازي داقتصادي موخو لپاره نه استعمالوي بلکې ددې پروژې له لارې غواړي دیو اقتصادي بلاک په توګه استفاده وکړي او هم ددې پروژې له اقتصادي اړخ نه دسیاسي موخو لپاره هم استفاده وکړي، چې دې مسلې ددې پروژې په مقابل کې ځينې حساسیتونه را پیدا کړي لکه دهندوستان لخوا ددې پروژې په هکله اندیښنې..
 
راټولونه
افغان حکومت باید د یادې پروژې په هکله خپل تحفظات هم نړیوالۍ ټولنې ته او هم پاکستان ته مخې ته وړاندي کړي افغانستان هیڅکله هم دچا داقتصادي پروژو په مقابل کې خنډ ندئ واقع شوئ نو پاکستان هم حق نلري چې دچابهار بندر په مقابل کې سیاسي او امینتي مشکلات پیدا کړي. پاکستان که غواړي چې اقتصادي پروژې ېې عملي شکل غوره کړي نو باید په خپله بهرني سیاست کې بدلون راولي.