وطنپال زلمي بنسټ د کتاب راټولونې بهیر پرانیستغونډه وکړه

 
د کتابونو د راټولولو او د پکتیا په دیارلسو ولسوالیو کې د کتابتونونو د جوړولو په پار هيوادوال د وطنپال زلمي بنسټ له دې فعالیت څخه ملاتړ کوي.
کتاب ته د بې وزله زده کوونکو او هغه چا ته چې کتاب ته لاسرسی نه لري، د کتاب راټولونې له بهیر څخه د دې پرانیستغونډې ګډونوال د کتاب د سپارلو په برخه کې همکاري کوي.
په دې اړه پرانیستعونډه چې د روان کال د عقرب میاشتې په پنځمه نېټه، د پکتیا پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې سلګونو تنو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالو ، قومي مشرانو، پېغلو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د یادې غونډې له لارې د یو شمیر کسانو له خوا د کتابونو د سپارلو ژمنې وشوې او همدا ډول یې د وطنپال زلمیو د بنسټ دغه کړنه د پام وړ خدمت یاد کړ.
 
C:UsersRohiDownloadsDSCN7250.JPG
 
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي د وطنپال زلمي بنسټ لخوا د پکتیا په دیارلسو ولسوالیو کې د کتابتونونو جوړول، یو نوښت وباله او د یاد فعالیت ستاینه یې وکړه، همدارنګه نوموړي د دې فعالیت سره خپله همکاري اعلان کړه.
نوموړي د ټولو بډایه کسانو او ملي سوداګرو وغوښتل چې د وطنپال زلمي بنسټ سره هر راز مادي او معنوي مرستې وکړي، تر څو کتاب مو کلي، کلي او کور، کور ته رسولی وي.
غونډه کې لیکوال او ژورنالیست محمد داود تپان له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د وطنپال زلمي بنسټ ملاتړ وکړي او د کتابونو د راټولولو په برخه کې ورسره خپله همکاري وکړي، د هغه چا چې کتابونو ته لاسرسی نه لري او یا د دې توان نه لري چې کتاب رانیسي، نو د وطنپال زلمي بنسټ لخوا ورته د کتابتونونو د جوړولو دغه بهیر په لاره اچول شوی دی.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې په دې برخه کې د وطنپال زلمي بنسټ ملاتړ وکړي.
د وطنپال زلمي بنسټ غړي فدامحمد باران وویل، کتاب لوستنه د وخت اړتیا ده او ددې لپاره چې له کتابه د ولس محرومیت مو پای ته رسولی وي، د پکتیا په ټولو ولسوالیو کې کتابتونونه جوړو، تر څو ځوانان مو له دغو کتابونو نه په وړیا توګه ګټه واخلي.
د پکتیا پوهنتون استاد او د وطنپال زلمي بنسټ غړي ایمل ښمر هم په یادو موضوعګانو خبرې وکړې او د ولسونو د کلک ملاتړ هیله یې څرګنده کړه.
نوموړي د ځدراڼ میشته ولسوالیو یادونه وکړه، چې هلته په یوشمېر سیمو کې لا هم ښوونځي نشته او ماشومان او ځوانان یې له زده کړو محروم پاتې دي؛په دې برخه کې یې د ولایتي ادارې او معارف څخه د همکاري غوښتنه وکړه.
دغه راز ده وویل چې دا یو ملي کمپاین دی؛ ددې کمپاین د بریا لپاره سوال هم په ویاړ کوو.
په وروستیو کې غونډه د ګډونوالو د ملاتړ او له دې بهیر سره د همکارۍ په څرګندولو سره پاس ته ورسېده.
وطنپال زلمي بنسټ په دې وروستیو کې په فعالیت پیل کړی؛ د کتاب راټولونې او په ولسوالیو کې د کتابتونونو جوړولو کمپاین یې لومړی ګام دی چې د افغانستان په کچه یو نوښت ګڼل کیږي.
راپور : سیدالرحمن ویال