د کویټې برید تر شا پټ راز!


د Oct،25,2016 د پاکستان بلوچستان ایالت د کویټې ښار د پولیسو په روزنتون څلور تنه ترهګرو برید وکړ، چې روزنتون کې یې 200 تر روزنې لاندې عسکر یرغمل کړل.
پایله کې تر 50 پولیس مړ او 145 زخمیان شول وروسته له عملیاتو د پاکستان استخباراتو اعلان وکړ، چې د ترهګرو تعلق له لشکر جهنګوي سره دی او د افغانستان له خاورې پاکستان ته تګ راتګ کوي.
د هندوستان په مرستو غواړي د پاکستان هیواد کې ترهګرۍ ته وده ورکړي!
د دې لوبې اصل څېره لاندې څېړو:
لومړی: لشکر جهنګوي،، جیش محمد، سپاه صحابه؛ هغه ډلې دي، چې د اهل سنت وهابیانو تنګ نظره مسلمانانو څخه تشکیل شوې له پخوا یې د کراچۍ ښار کې فعالیت کولو دا ډلې هغه وخت هم فعالې وې، چې سیمه کې القاعده هم نه وو رامنځته شوی هغه وخت هم پورته ډلو د کشمیر د ازادۍ لپاره لښکرې چمتو کولې او د کراچۍ بندر کې یې د خلیج په لور د تاریاکو او وسلې سوداګري کنترولوله البته دا له حکومتي چوکاټ باندې د ISI هغه څانګې وې چې د عربستان په مالي تمویل رامنځته شوې!
نو څنګه امکان لري هغې جینایتکارې ډلې، چې د کارګل له جګړې تر نن د هندوستان خلاف دي او هلته یې تل ترهګریز بریدونه ترسره کړي او د افغانستان هیواد ته یې ترهګر رالېږلي او له هغوی یې تل ملاتړ کړئ! یا زموږ د حکومت ملګرتیا وکړي یا د هندوستان د حکومت؟
اصل موضوع دا ده پورته ډلې نړیوال سازمان تورلیست کې شاملې کړې اوس پاکستان غواړي په افغانستان یې تاوان کړي او د کراچۍ ښار د ترهګرو ضد عملیاتو له پیلېدو وژغوري!!
دویم: کوم روزنتون باندې، چې برید شوی هلته اکثریت بلوڅ ځوانان روزل کېدل او هغه هم له مکتبونو په زور وړل شوي او د پولیسو لیکو کې یې سوق کول.
همدې لوبه کې د یو قربان شوي بلوچ ځوان، چې همدې روزنتون کې تر روزنې لاندې وو له فیسبوک ایډي د چټ له ډیټا داسې مالومات په لاس راغلي، چې هغه خپل ملګري سره چټ کړئ او هلته یې ویلي، چې نه پوهېږم ولې یې له ښار بیا نن اکاډمۍ ته راوړو موږ خو فارغ شوي یو باید دندو ته مو ولېږي!
کوم ځوانان، چې ترهګرو یرغمل کړي ول څو ورځې مخکې له اکاډمۍ فارغ؛ ځینې یې ښار ته وړي وو، چې په دندو یې وګوماري او تعینات یې وکړي نور زیات کورنو ته په رخصتۍ تللي وو مګر، له برید څو ساعته مخکې ټول اکاډمۍ ته راوړل شوي او هیڅ دلیل هم نه دی ورسره شریک شوی!!
یعنې په لوی لاس یې ترهګرو ته را ټول او تسلیم کړي!
دا لوبه چا وکړه او څه غواړي؟
دا لوبه د پاکستان د استخباراتو د ستګاه ISI په لاره واچوله.
یو خوا یې بلوڅ ځوان، چې لومړی یې پولیسو کې سوق کړي وو تر څو د بلوڅانو ملاتړ له حکومت زیات کړي اوس یې ووژل او تور یې پورې کړ، چې ترهګر له افغانستان راغلي په دې سره غواړي د افغانانو او بلوڅانو تر منځ د نفرت کرښې وکاږي!.
د برید په ترسره کولو او د لشکر جهنګوي په تورنولو یې امریکا ته دا ثابته کړه، چې لشکرجهنګوي کراچې کې نه بلکې بلوچستان کې دی باید هلته عملیات تر سره کړې!.
د برید په ترسره کولو سره یې هڅه وکړه د بلوڅ وګړو او د هندوستان دولت تر منځ روابط کړکېچن کړي او د بلوچستان د ازادۍ حرکت ته زیان ورسوي!.
هم یې هندوستان تورن کړ، هم افغانستان، مړه یې بلوڅان کړل، عملیات به بلوچستان کې پیل کړي د بلوڅو نسل وژنې ته یې نوی جواز تر لاسه کړ او کراچۍ یې وژغورله.
دا ډول کارونه بل څوک نه ISI کوي.
زموږ حکومت دې هم زما دا لیکنه د پاکستان حکومت ته ولېږي!!
له ملګرو سره یې شریکول هېر نه کړئ دا لوبه باید افشا کړو!!
ليکوال:شفيق کره