طالب پلاوی ولې پاکستان ته ولاړ( د پردې تر شا پټ راز):

 
په تيرو دریو ورځو کې په رسنیو کې پاکستان ته د طالب پلاوي د تګ خبرې چې مشري يي مولوي شهاب الدين دلاور کوي ډيرې کښته پورته کيږي او ويل کيږي چې درې واړه تلي کسان د قطر د دفتر په مشوره پاکستان ته تلي دي، خو بل لوري ته پرون شپه د پاکستان د  لومړي وزیر د بهرنیو اړيکو سلاکار سرتاج عزیز بیا دې هیوادته د طالب پلاوي په ورتګ بې خبرې ښودلې ځکه که دوی داسې ونکړي نو اسلام اباد ته د داسې کسانو ورتګ چې د ملګرو ملتونو د سفرونو له بندیز سره مخ دي له نړیوالو اصولو د پاکستان يوه بله سرغړونه نندارې ته وړاندې کوي.
خو اصلي پوښتنه داده چې دا پلاوی ولې پاکستان ته تلی دی؟ دا هغه پوښتنه ده چې ډير يي ځواب يوازې د رسنیو په خبرونو يا شننو کې لټوي خو يوازې خبر یا شننه نه بلکه د دې سفر تر شا ډيرې خبرې شته دي، چې باید افغان ولس پرې پوی شي او په همدې  خاطر په دې سفر لنډ مکث کوم:
الف: دا سفر ددې لپاره شوی دی څو روسيې ته د تلي ملاهبت الله او مولوي سراج الدين حقاني راپور واوري،له روسيي سره د شوې معاملې په اړه باید طالبان او د پاکستان استخبارات په خاص ډول په پوره همغږۍ مخکې ولاړ شي نو دا چې په مسکو کې د کي جي بي او طالب مشرانو تر منځ کومې هوکړې شوي  دي پاکستان باید ترې خبر وي.
ب: د طالبانو په منځ کې له روسيې سره تر پټې معاملې او له ایران سره د صدر ابراهيم د اړیکو تر افشا کيدو وروسته اوس پاکستان کوښښ کوي له هرې شونې لارې طالب مشران دې له شرمه ډکې معاملې ته اړباسي او هغه چې مخالف دي د قطر دفتر يا پاکستان ميشتو طالب مشرانو په شتون کې دوی قانع کړي چې دې معاملې ته باید غاړه کيږدي دلته له ایران سره د صدرابراهیم نيږدې کيدل او پر ځای د منصور د کسانو راټولول يو ډول په شته طالبي جوړښت کې د څلورم جوړښت را منځ ته کيدل دي او پاکستان ډاريږي داسې نه چې یو وخت يی همدا شته جوړښت پر ضد غږ پورته کړي بیا به يي د کوټې شورا او حقاني شبکه په مخنيوي کې پاتې راشي.
ج: په پاکستان کې د احمدالله ناني، عبدالصمد ثاني او څو تنو نورو طالب مشرانو نيول کيدل او له کوره د طالبانو د وخت د يو وزیر امیرخان متقی تيښته هم د طالبانو په منځ کې د انګیزې د وژنې بل لامل دی چې قطر ميشتي طالب مشران کوښښ کوي له هرې شونې لارې د پاکستان قناعت حاصل کړي او يو ډول په استخباراتي افسانو ياد کسان خوشې کړي او که رښتيا د دوی موخو ته ګواښ وي بیا يي په هدفي ډول له منځه يوسي.
د: روسيي ته په ورکړي پروپوزل له سره کتنه: دا چې طالبان په روسانو څنګه وپلورل شول درې پړاوونه يي لرل چې يو پړاو يي د پردې تر شاه د طالبانو استخباراتي هنډلچيانو طی کړ،بل پړاو يي مولانا فضل الرحمن ته وسپارل شو څو طالب مشران چې د پردې مخې ته دي قانع کړي اودریم پړاو يي مسکو ته د کولاب له لارې د طالب مشرانو سفر او بیرته راتګ وو. تر اوسه پاکستان دا درې پړاوونه طی کړي دي خو درې واړه پړاوونه له ايډيولوژیک پلوه له ماتې سره مخ دي ځکه له روسانو سره د طالبانو اړيکې هيڅ ډول ديني صبغه نلري او لا هم د روس په مقابل کې جنګيدلي افغانان په کلیو بانډو، سياست او ان د طالبانو په لیکو کې شته نو دا چې طالب څنګه روس ته ورغی د طالبانو مشرتابه به دا ډيره ستونزمنه تمامه شي چې يوازې د خپلو کسانو قناعت هم حاصل کړي، نو پاکستان ډير کوښښ کوي چې دې اړيکو ته د ديني صبغې په ورکولو سره يو ډول د طالبانو خپل منځي ستونزې را کمې کړي او يا يي د افغان حکومت د وروستیو عملیاتو په لړ کې د دوی د نه بریا له امله وننګوي.
ه: بله تر ټولو مهمه خبره چې پاکستان ته ددې پلاوي په راتګ کې مهمه ده هغه داده چې پاکستان يو لوري ته له نړۍ والې او سیمه ایزې انزوا سره مخ شوی او بل لوري ته لويديځو رسنیو د قطر ميشتو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د پټو خبرو له کيدو پرده پورته کړې نو پاکستان په منزوي حالت کې نه يوازې ددې خبرو د بريا پلوي نه دی بلکه کوښښ کوي دا خبرې يو ډول د قطر د دفتر له لارې سبوتاژ کړي او د يوې بلې لوبې په کولو سره خپل نفوذي کسان د تیر په څير بیا رامخې ته کړي او څو مياشتې په هغو دغو غولول وکړي او باالاخره په روسیه باندې طالب په ګرانه بیه وپلوري.
په روسانو باندې د ګران پلورلو په خاطر پاکستان پر طالبانو په وروستیو کې دومره ډيره پانګونه کړې چې د سرې قطعې په نوم يي د خپل پوځ او استخباراتو افراد طالبانو ته په واک کې ورکړي، ددې لپاره چې د طالبانو زور ډير وښيي دوی ته يي ډرون کامرې په واک کې ورکړي څو د خپلو بریدونو په عکاسي کولو سره يو لوري ته طالبان زورور وښيي او بل لوري ته روسیه قانع کړي چې طالبان په اخیستو ارزي.
ددې کامرو د ورکړې بلا لامل هم دادی چې روحيه بايللي سیمه ایز طالب چارواکي چې نور له بریاوو، نښتو او يا سيمو له نیولو ناهيلي شوي يو ډول ورته خيالي روحيه ورکړي چې طالبان لا هم پیاوړي دي او دوی باید د افغانستان ورانولو او افغان وژنې ته دوام ورکړي.
د طالبانو او روسيي پر معاملې لا هم په افغانستان کې د طالبانو ځايي مسولین چې واليان، دکميسیونونو مسولين او قومندانان پکې دي باور نه کوي ان تر دې چې دوی دا ټول يوازې او يوازې تبلیغات بولي خو ددې کيسې زور به هغه وخت را وزي چې نور د طالب په جوړښت کې هيڅ شی داسې پاتې نه وي چې د اسلاميت او افغانیت دعوه وکړي. پاکستان په دې برخه کې ډيره ښه تجربه لري او د مړ ملاعمر په نشتون کې يی هم درې کاله طالبان رهبري کړل نو اوس هم داسې کوښښ کوي چې درې يا څلور کاله تر ۲۰۲۰ کال پورې چې د نړۍ هوډ به هم معلوم شوی وی طالبان له نامعلومو سرچینو څخه حمايه کړي او بیا به حالاتو ته په کتو سره وګوري چې دوی څه کولای شي.
بل لوري ته په وروستیو کې د طيب آغا سرخلاصی لیک او رسنيو ته يي لیک کيدل هم د طالبانو د فکري انشعاب دريم پړاو طی کوي دا چې طيب آغا په طالبانو کې نفوذ لري، ډيرو ته منلی دی، په ډيرو پټو او ښکاره خبرو خبر دی، د ملاعمر کورنۍ پرې باور لري او په ډير سخت وخت کې يي د طالبانو په خاطر کښته او پورته منډې وکړې د طالبانو لپاره د خطر زنګ دی د قطر د دفتر مسولین ددې لپاره هم را بلل شوي دي څو د طيب آغا په يوازې يوه غوښتنه چې وايي د قطر دفتر مشرتوب باید د ملاعمر زوی مولوي يعقوب ته وسپارل شي غور وکړي.
پاکستان ولې دې کارونو ته مجبور دی:
۱ـ له روسانو سره شوې معامله باید په پوره بریاليتوب سره پای ته ورسوي.
۲ـ د طالبانو له ويشل کيدو باید له هرې شونې لارې مخنیوی وکړي.
۳ـ افغان حکومت باید په روان سياست کې مات کړي.
۴ـ له لاسه وتی مولوي يعقوب چې اوس په قطر کې دی باید هدفي وژنې ته برابر کړي.
۵ـ د خوابدیو په لړ کې باید د داعش يوه افسانوي ډله هم جوړه کړي څو ځينې خوځښتونه ولري.
۶ـ د بندي طالب مشرانو برخلیک هم باید روښانه کړي او شونې ده ځينې په روسانو وپلورل شي.
۷ـ پاکستان کوښښ کوي د کړې معاملې د مشروعیت لارې چارې هم طالب مشران پیدا کړي.
۸ـ پنجاب هڅه کوي چې د طالبانو په اړه د تبلیغاتو پام او ددوی پر کمزورې روحيه روان ګذارونه بل لوري ته واړوي ځکه دوی اوس درک کړي چې نور حقايق نه شي پټيدای او په ډيره لرې سیمه کې له هرڅه بې خبره طالب هم په دې خبريږي چې پر دوی له چا سره معامله روانه ده.
دا چې د قطر دفتر مشران پاکستان تلي دي او له چا سره په کومو موضوعاتو خبرې کول غواړی بل مهم ماموریت يي دادی چې رسنیز او تبلیغاتي چینلونه په یوه بله خبره بوخت وساتي او يو ډول وښيي چې پنجاب هڅې پيل کړي دي څو طالب مشران د سولې خبرو ته وهڅو خو په اصل کې سوله یوازې افسانه ده او د سولې په نوم راغلي قطر ميشتي طالب مشران د روس په شتون کې د افغانستان د تباهۍ يوې بلې پروژې ته تياري نيسي.
برنیو کړنو ته په کتو سره پاکستان نوره دا خبره روښانه کړه چې طالبان بې دوی هيڅ هم نه شي کولای او د سکې بل مخ ته طالبانو هم رسما دا ثابته کړه چې دوی خپلواک نه بلکه د پاکستان د لاس د آلې په توګه به يوازې هغه څه کوي چې پنجاب يي ترې غواړي او که داسې ونکړي نيول شوي طالب مشران نه نيول شویو طالب مشرانو ته يو ښه خبرداری دی.
ومن الله توفیق