
وزير ځدراڼ/ جرمني مونشن
د جرمني په هامبورگ ، شتوتګارت ښارونو کې او هم د سويډن په استکهلم اونورو ښارونو کي زرګونو افغان کډوالو لاريون وکړ نن د شنبې په ورځ زرګونو افغان کډوالو افغانستان ته د کډوالو د په زور ستنولو په برخه کې د جرمني او افغانستان همده شان د نورو اروپايي هيوادو موافقې پر ضد مظاهره وکړه
د اګست په ۲۹مه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکي چارو وزارت ويلي وو چې له اروپایي هېوادونو سره د کډوالو د بېرته راستنولو په برخه کې په یوه موافقه کار کوي
چي وروسته يي دغه موافقه افغان دولت لاسليک کړه او د دي موافقي له مخي به افغان کډوال شړل کيږي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وړاندیز کړی چې هره اونۍ دې د هغو افغان کډوالو پنځوس تنه کابل ته راستانه شي چې جرمني او نورو اروپايي هيوادو يي د پناه اخیستنې وړاندیزونه رد کړي دي
د مظاهرې ګډونوال د افغانستان د حکومت له خوا د یادې موافقې منل ردوي
دلاريون يو ګډونوال وويل :
نه پوهيږم چي دغه کډوال بيرته غواړي دوی چيرته مقرروي او څه پري کوي پدي نن سبا حالتو کې چي دهيواد په ګوټ ګوت کې جګړه روانه ده او همداسي زور اخلي او خپله په هيواد کي په لکونو کډوال دي هغوی دې سرپناه ځای نلري هغه چي له ګونډيوهيوادو راځي هغه خو هسي هم تباه دي ځای نه ورکوي صحي سيستم ،سرپناه او هيڅ ورته نه راسيږي دوی بيا له دې ځايه ګډوال غواړي چي هلته يي چړي لاندي کړي
چيرته دی امنيت دارګ په په دروازه کې جګړه روانه ده او دوی په زغروالو ګاډيو او زغروالو ديوالونو کي ځانونه ساتي امنيت دي ته وايي چي دي ځان امنيت نشي نيولی بيا به دي کډوالو امنيت چيرته ونيسي
کډوال يي ټول په رواني ناروغی اخته کړي دي ډېر تر فشار لاندي دي .
تر دې مخکې هم د جرمني په مونشن ښار، بوخوم او شتوتګارت ښار او هم نورو اروپا يي هيواد کې افغانستان ته په زوره د کډوالو د را شړلو پر ضد مظاهرې شوي وې چې ګډونوالو یې جګړه ځپلي افغانستان ته چې د زېربناوو په شمول ډېر څه یې له لاسه ورکړي دي بېرته راتګ د نه منلو وړ ښودلي وو.
جرمني او نورو اروپایي هېوادونو ته تللي کډوال افغانان د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې له جرمني او نورو هېوادونو سره دې داسې موافقه لغوه کړي چې افغانان په زوره بېرته جګړه ځپلي افغانستان ته راستانه کړي. هغوی وایي چې که د افغانستان حکومت د افغانانو په هکله ډېره اندېښنه لري له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو او راستنېدونکیو افغانانو له پاره دې د بیامېشتېدنې اسانتیاوې برابرې کړي.
همده شان په کور دننه زيات کډوال دي هغوی د سرپناه ځای نلري
د خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو او داعش وسله والو په شمول یاغیان د ملکي خلکو په وړاندې له پوره وحشت څخه کار اخلي. وسله والو په دې سلسله کې د ګڼو نورو وحشتونو تر څنګ په ننګرهار کې یو دوه ورځنی ماشوم حلال کړ، په غزني کې یې یوه ۹ کلنه نجلۍ ووژله او په کندوز ولایت کې یې د لارې د سر خواوشا ۳۰ تنه مسافر له کومې پوښتنې ګروېږنې پرته په ډله ییز ډول ووژل او کندوز يي د دوهم ځل لپاره ونيو همده اوس په هيواده کي توده جګړه روانه ده ورځ له بلې جګړه زور اخلي .
ویل کیږي چې د افغانستان د پکتیا، هلمند، ننګرهار، غزني، میدان وردک، بغلان، لوګر، او کندوز په شمول ګڼ شمېر ولایتونه مستقیما د وسله والو یاغیانو تر ګواښ لاندې او له امنیت څخه بې برخې دي. له دغو ولایتونو څخه د وروستیو جګړو له امله په لسګونو زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. د دې تر څنګ پخپله په کابل ښار کې په رڼا ورځ وهل، ټکول، تښتول او وژل ترسره کیږي او یوازې زورواکي او د وسله والو مافیاوو غړي کولی شي چې خپل ځانونه خوندي وساتي.