ګوره اغاجانه ښه سره پوهيږو!

 
حاجي ملا:
مرحوم مشر ملاصيب د زابل په غرنيوکليوکې د لمر له انرژي نه بې برخي د ټي بي په ناروغي اخته شو او وفات شو، ملاعبيدالله په زندان کې سا ورکړه او ملابرادر د مرګ اوژوند ترمېنځ دي، شهيد منصورصیب په سرحدي ريګستانونوکې په تکې تنها سرهم له امريکايي الوتکو بچ نشو اوته هره ورځ له امريکايانو سره ماليدې خورې؛ دسۍ ای آي نه پنډ اخلي اوپه خپله دي هم ورباندي ارګا برګا جوړه کړې، کورنۍ دي هم په مزوکې ده؛ په قطر اوکابل کې دي هم يوڅو تنخوا خواره چاکران پيداکړي.
 د کندهار اوکابل له چارواکوسره دي دوستانه اويارانه پخه ده اود سنګرله طالبه دي کرکه کيږي. دغه پورته يادو شويو کسانو که هريوه يې ستاپه څېر ځان اشغالګروته سپارلای واي دوي به هم اوس په مزوکې واي. خو هغوي مجاهدين وو. دا شغال په وړاندي جګړه کې يې د دونيا هرې مطاع ته شاکړه. ملاعبیدالله به ښکاره ويل چې دا يو نسل په ځان قربانوو بیابه مقاومت په پښو دريږي. همداسې وشول. خو افسوس ستا په ضمير او وجدان!
زه د مشرانو حوصلې ته سلام کوم، چې دهغوي په وينا چې د قطر په دفترکې دي ۹۸فيصده فيصلې پخپله خوښه کولې . خو هغوي بیاهم درته صبر کاوه.
بياچې د امريکا اوټولې اسلام دښمنې نړۍ استخبارات د طالبانو د بربادې په تمه ناست و اوتحریک له يوه مشر نه بې برخه شوی و، بل مشر يې وټاکه تا د دښمنانو ملا ور وتړله اوپه دې حساس وخت کې دي امارت ته د ضربه ورکولو اراده وکړه، ناوړه الزامات دي ولګول. خوالله امارت عزتمن کړ اوته يې د ټولو طالبانو په زړونوکې منفورکړې.
په دې ته هم پوهيږې اوموږهم پوهيږو: چې نه ستا بيا امارت ته د راتلو تمه ده اونه دي دلته په امارت کې نورڅوک غواړي. خو د سي آی اي کشمش مفت نه دي. هغوي به ضرور درنه کار غواړي اومیاشتني مبلغ دهغوي لخوا حق الزحمه ده. هضميدل غواړي. تاته يې دا وضیفه درکړې چې د امارت نارضيان په پیسو اکمال کړې اودامارت پښې ورباندي ووهي، خو دا به ډیره درته ګرانه شي چې د يوعقيدوي تحريک مشرتابه دي ستا په څير خرڅ شوي خلګ چلينج کړي!
تاته يې دا وظیفه هم درکړې چې امارت له معنوي اړخه کمزوري کړې، د امارت او اميرالمومنين د کلماتو پرضد کار وکړي؛ ترڅو يوه جنګي مليشه ترې جوړه شي اوته يې د اقتصادي لاس ته راوړنو لپاره مارکيټ ته وړاندي کړې. خو دا ارمان به دي انشالله کله هم پوره نشي!
ته د مالي شفافيت خبرې کوي. څومره ګډوډي چې ستاپه لمن کې ده، هم هغه يې سرچينه ده.په دې اړه دي په ګريوان کې وګوره چې  اصلي خيانت چا وکړ!
د جهاد پیسې په کابل کې چا مصرف کړې. چې ځان ته يې پرې ثناخوان پیداکړل؟
ايا تا نه ويل چې موږته ویل شوي چې دا پیسې به په جګړه نه مصرفيږي؟
له کندهاره چې دي ۵ لکه ډالر يوړل دهغو حساب؟؟؟
له کراچې نه دي چې دوسوه لکه پاکساني روپي يوړې د هغو حساب؟؟؟
په قطرکې له څو کالو راهیسي اختصاصي بوديجه!!!
ته وايي کمیسونونه دي ووزي..!
 ته  خوبه په عینو مينه کې د رازق په خوښه اووسي خو د مجاهدينو ټولې ادارې په دښتو کې لا فعلا ممکنې نه دي. مجبورا په پټه به سرحدي سیمې استعمالوي.. په دې کې د پیغور خبره نشته ټول افتخار دي چې د خپل مقاومت د احيا لپاره مو هر کړاو په ځان منلای.
د پول- پلچک او عام المنفع تاسیساتو د نه ورانولو خبره به دي هم ښایي د شهيد منصورصیب له اډيويي پيغام نه زده کړي وي او د امارت نوې تګلاره به دي هم مطالعه کړې وي، کنه ولي دي د خپلو چړچو پر وخت دا د خير خبرې نه کولې؟
که ته غواړي ميډياکې ځان مشهوره کړې او په دې خبره خپه يې چې ولي دخلګو هېرشوم. نوداهم د يومعتقد اوباضمیر مسلمان خواهش نه دي.نور به څه وشي؛ يو نيازی به ته شي! اول به خلګ غوږ درته نیسي اخيربه درپورې خاندي!