د مطالعې ارزښت

 
> > > > مطالعه یو مهارت او وړتیا ده او د مینې له لارې په انسانانو کې پیداکیږي.
> > > > مطالعه د انسان ذهن پیاوړی کوي.
> > > > د نړۍ ټولو پوهانو او لیکوالو،نوښتګرانو او نورو د خپلې ژورې مطالعې له لارې ناپیژندل شوي او تر ځمکې لاندې پټې خزانې او سرچینې د بشر د خدمت لپاره چمتو کړي دي.
> > > > په ورځپاڼو، مجلو او نورو خپرونو کې ګډون او د هغو لوستل سړی په هیواد کې دننه او له هیواده بهر له ورځنیو پیښو څخه خبروي.
> > > > د ناولونو،کیسو او داستانونو لوستل د انسان فکري ځواک غیښتلی کوي.
> > > > د دیني او مذهبي کتابونو لوستل او مطالعه سړی له دینې موضوعاتو سره اشنا کوي.
> > > > د انټرنیټ،راډیو او ټلویزون د روزنیزو او علمي خپرونو اوریدل او لیدل سړی په فکري لحاظ بډایوي.
> > > > د تفریحي فلمونو ننداره د سړي دماغ پیاوړی کوي او ستړیا یې له مینځه وړي.
> > > > مطالعه او لوست د ژوند د مهمو موضوعګانو په څیر ټینګ هوډ او عزم ته اړتیا لري.
> > > > د دې کار لپاره باید خپل کارونه ښه پلان کړو او مطالعې ته زیات وخت ورکړو.
> > > > دا یو حقیقت دی،موږ هغه کارونه ښه سرته رسولای شو چې مینه ورسره ولرو.
> > > > مطالعه ټاکلی ځای او وخت نه لري.
> > > > په هر وخت او هر ځای کې کولای شو،چې کتاب ولولو،د خپل شاوخوا په هکله فکر وکړو.
> > > > یوازې هغه مهال چې له انسان سره پاتې کیږي، هغه د مطالعې مهال دی او بس.