
دوه کاله وړاندې د امریکا په سفارت کې د افغانستان د اساسي قوانینو خلاف جان کیري د ملي وحدت حکومت په نوم د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې یو داسې پروژه جوړه کړه چې نن يي محصول یوازې او یوازې افغان وژنه، غربت او د قومونو ترمنځ بې اتفاقي دي. حکومت تیرو دوو کلونو کې ولس ته لاسته راوړنه نلري او د تیر په شان راتلونکې کې به هم څه ونلري. د ملي وحدت حکومت د پروژې د ناکامۍ پنځه بنیادي لاملونه په همدې لیکنه کې په لاندې ډول تشریح شوي:
• لومړی
د دواړو مشرانو جالب کرکترونه:
د پروژې ولسمشر اشرف غني چې د نړۍ دوهم متقلب متفکر دی. غني له حد نه زیات بې حوصلې انسان دی او د نړیوالو مقالو پر اساس افغانستان ډيری ستری ستونزی لري چې یو يې خپله غني دی. غني تل احساساتي برخورد کوي، مشوره نه مني، خلک ځای پر ځای له دندو ایسته کوي خو په میاشتو میاشتو بدیل نه سي ورته پيدا کولای، ټول ژوند يې له هیواد نه بهر تیر کړی دی او د افغانستان له ولس، عنعناتو، فرهنګ، حالاتو او جغرافیې څخه کافي شناخت نلري.
د پروژې اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله نومیږي چې تر اوسه يې اصلي ځای او نسب ولس ته معلوم هم نه دی، د کرزي په حکومت کې عبدالله د پينجشیر له تاجکانو څخه و خو د انتخاباتو په دوره کې عبدالله د زابل توخي او پښتون سو. عبدالله یو له هغه اشرارو څخه دی چې د هیواد په کورنيو جګړو کې دخیل و خو اوس د ژوند ټول هدف يي ښه استایل او ښه فیشن ته وقف کړی دی. تر اوسه خپله عبدالله هم نه پوهیږي چې حکومت کې يې دنده او صلاحیتونه څه دي!؟
له یوې خوا اشرف غني د امریکایانو له خوا حمایه کیږي او له بلې خوا عبدالله د اروپایانو له خوا! د دواړو مشرانو کورنۍ بهر کې اوسیږي او تر اوسه دواړو مشرانو هیڅ موضوع باندې هم نظره نه دي پاتې شوي. داسې معلومیږي چې دواړو د افغانستان د تباهۍ لپاره قسم کړي وي.
• دوهم
بی ثباتي او دریځ نه درلودل:
د پروژې دواړو مشرانو څخه لاره ورکه ده او د دوی حکومتداري کې ثبات نه لیدل کیږي. کله له هندوستان نه ډیر لیري سو او پاکستان ته د ورورولي لاس ورکوو، استخباراتي قرارداد ورسره امضا کړو او د هغوي په خوښه خپل امنیتي اتلان له دندو برطرفه کړو یا يي استعفا ته مجبور کړو او کله هم پاکستان څخه لیري سو او هندوستان ته د وروولي لاس ورکوو.
د حشمت خان کرزي په تلین کې اشرف غني وویل چې موږ د کرزي صیب فرمانبرداره یو او کرزی ملي مشر دی خو سبا ته يې اجرائيه ریاست پر کرزي تور ولګول چې د حکومت پر ضد تبلیغات کوي. ولس هم حیران و چې د چا د ومني!؟
•دریم
اداري فساد
د افغانستان د بدبختیو یو ستر لامل اداري فساد دی چې پر ضد يي اشرف غني او عبدالله شعارونه ورکوي اما اصل کې دوی خپله د مفسدینو پلویان دي د کابل بانک، شهرک هوشمند او خلیل الله فیروزي له کیسو به خبر یاست چې د بګرام له محبس نه ایستل کیږي او د خلکو له تند غبرګون نه وروسته بیرته زنداني کيږي، ولسمشر غني وايي چې زه خبر نه وم او خپل حقوقي مشاور له دندې ګوښه کوي اما آیا خبر وئ چې د ضیا مسعود په وساطت خلیل الله فیروزي دوه ځلې اشرف غني سره لیدلي و او غني دا معامله کې شامل و!؟
همدا شان عبدالله هم تر غني فساد کې کم نه دی؛ عبدالله عبدالله خپل خوريی مصطفى مستور چې اوس مهال د ماليې وزارت بر حال مرستيال دى د کار د قوانینو خلاف خپل خاص نماينده او لوي سلا کار په صفت د پخوانى دندی سربيره مقرر كوي. هر کله چې پر یو فاسد قانون لاس اچوي عبدالله يې دفاع ته تل ولاړ وي چې د قانون د تطبیق مخالفت خپله فساد او جرم دی.
•څلورم
امنیتي ستونزی
تیرو دوو کلونو کې افغانان د ډیر بد امنیت شاهدان و او جګړې له موږ نه بې شمار ګلالي ځوانان واخیستل، په زرګونو کورنۍ يې بې ځایه کړې او ملت ته يې سخت اقتصادي تاوانانو ورسول چې پوښتنه يي باید له غني او عبدالله څخه وشي، د امنیتي سکتور قومي او سیاسي کول، پر پاکستان له حد نه زیات باور او هرې غوښتنې ته یې په پټو سترګو لبیک ویل، د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل د دښمن په خوښه استعفا ته مجبورول، ماشومانو ته د جنرالۍ رتبې ورکول، د هیواد استخباراتي ادارو ته غوږ نه نیول، غیر مسلکي اشخاصو ته د امنیتي سکتور سپارل، ضعیف مدیریت، سرتیرو ته د تجهیزاتو او اکمالاتو نه رسول او داسې په لسګونو نورې ستونزې د دې لامل شوې چې کندز دوه ځلې سقوط وکړي، په کابل کې سترې حملې وسي، او د هیواد په دیرشو ولایتونو کې جګړه وي.
غني او عبدالله بحران نه سي مدیریت کولای او دوي ته اولویتونه نه معلومیږي. د کندز دوهم ځل سقوط څخه یوه شپه مخکې عبدالله هند کې خپل کورنۍ سره چکرونه وهل او د سقوط یوه شپه وروسته غني کابل کې ټوله شپه د شفاخانو له نظافت څخه لیدنه کوله چې ولس ته حیرانونکې و. همدا شان د بهرنیانو له خوا په وار وار زموږ ملکي وګړي او سرتیري بمبار کیږي خو له ډبرې ژغ وځي اما له عبدالله او غني څخه نه! د راپورونه پر اساس جان کیري دواړه مشران د امریکې سفیر ته سپارلي دي چې دواړه مشران د ښاغلې سفیر د ځواب هم نه دي.
• پنځم
د ولس او حکومت تر منځ واټن:
کله چې حکومت بې کفایته، دو سره او د قوانینونو خلاف جوړ سوی وي نو حکومتي مشران باید صادقانه کار او خدمت وکړي څو د ولس باور لاسته راوړي اما اشرف غني او عبدالله عبدالله برعکس روان دي . په میلیونو مصرفیږي چې عوام فریبي وکړي او له ولس څخه معاملې پټې وساتي، خو د وخت په تیریدو سره هر څه خلکو ته روښانه سوي دي او نور ولس پر داسې پروژوي حکومت باور نه سي کولاي چې خپله مقامات یې یو بل باندې شاهدي ورکوي؛ غني عبدالله په فساد تورنوي، عبدالله غني په خیانت تورنوي، پارلمان د امنیت شورا د داعش په حمایت تورنوي او جنرال دوستم ټولو ته غلو خطاب کوي.
اوس اصلي خبره دا ده چې دا وضعیت نه باید درې کاله نور دوام وکړي او افغانستان نور هم له پښو وغورځوي. افغانان او نړیواله ټولنه د امریکې د انتخاباتو وروسته باید دی پروژوي حکومت ته د پای ټکې کیږدي.
لیکوال: ادریس ستانکزی