
ليکوال: ذبيح الله لېوال
مونږ به ډير ځله اوريدلي وي چې فلانى کار (بد عرف) دى، خو آيا داسې به مو کله اوريدلې وي چې بوره ترخه ده؟ که د دې ترڅنګ ووايو چې (خوږه بوره) نو له يوه اړخه د بورې جوهر خوږوالى دى له بله اړخه مو د هغه پر صفت زياتونه وکړه. دا به ظاهرا نا معقوله نه وي خو معقوله هم ندى..
ژبپوهانو له نظره د يوه نوم لپاره دوه متضاد صفتونه هغه وخت کارول کيږي چې نوموړى نوم په دواړو حالتونو کې شتون ولري. کله چې وايو (خوږه بوره) پرته له ځنډه به د مخاطب ذهن ته داسې ورسوي چې د دې متضاد حالت هم ښايي شتون ولري، حال دا چې داسې نده.
د (ښه عرف) او (خوږې بورې)، (بد عرف) او (ترخې بورې) اړيکه په همدغه ټکي کې ده.
کله چې علم الاصطلاحات يا ټرمينولوژۍ له مخې د عرف، معروف، عرفان، معرفت او عارف ويي وسپړو نو ريښه يې د ع، ر، ف له ترکيب څخه راوځي.
عرف په "پيژندل شوي" او همدارنګه "هر خوښ شوي عمل" ىاندې مانا شوى دى.
په عرف کې هغه څه چې د بحث وړ دى ټوليز يا جمعي عقل دى چې د يو عرف د رامنځ ته کيدو سبب کيږي. دا جمعي عقل ښايي د يوې محدودې سيمې جمعي عقل وي يا هم ښايي له سيمه ييز محدوديت څخه پښه واړوي، دا هماغه څه دي چې اصوليان يې د عام يا حکمي عرف او خاص يا سيمه ييز عرف په نامه يادوي.
عام يا حکمي عرف هغه دى چې بې له سيمه ييز محدوديت څخه جمعي عقل يې پر ښه والي اتفاق کړى وي لکه له کوڅو څخه د ډيران پاکول يو معروف کار دى. د دې تر څنګ خاص عرف سيمه ييز محدوديت لري لکه د عربو عرف چې د ولد لفظ يوازې زوى ته کاروي حال دا چې دا لفظ زوى او لور دواړو ته صدق کوي.
آيا جمعي عقل خطا وځي؟
کارل مارکس ته منسوبه وينا ده چې: که يو احمقانه فکر ټوله نړۍ هم ومني بيا هم يو احمقانه فکر دى.
آيا رښتيا هم همداسې ده؟
راځئ د څو شيبو لپاره يې ومنو چې مارکس سم وايي، نو سوال پيدا کيږي چې، که چيرته جمعي عقل يو (بد) (ښه) وګڼل نو د هغې د بد والي د ټاکلو معيار پرته له عقله بل څه شى دى؟ که چيرته همدا ټوليز يا جمعي عقل د يوې پديدې يا هم فکر د ښه او بد ټاکلو معيار وګڼو بيا نو هغه بده پديده يا فکر نوره (بد)ه يا د مارکس په اصطلاح احمقانه ندی.
د احتمالاتو علم له مخې هم د دې احتمال صفر ته تقرب کوي چې ټوليز عقل دې د يو څه په قضاوت کې خطا وځي. پر همدې بنسټ دى چې پيغمبر (ص) فرمايلي: "ما راه المسلمون حسنا فهو عندالله حسن" - مسلمانان چې څه ښه وګڼي د الله جل جلاله پر وړاندې هغه ښه وي.
د دې حديث پر بنسټ د ټوليز عقل خطا وتلو احتمال نفي کيږي.
لوستونکو ته به سوال پيښ شوى وي چې د (ښه) او (بد) د ټاکلو يوازينى معيار خو عقل ندى او د دوى به خامخا د نقل يا الهي وحې خبر مطرح کوي.
مونږ د يوې پديدې يا د څه د پيژندلو او قضاوت کولو لپاره درې مراجع لرو چې حواس، عقل او وحې دي چې کله د يوه ځواک محدوديږي نو يو پر بل پسې اړتيا پيښيږي. مونږ وڅيړل چې د (ښه) او (بد) د ټاکلو معيار ټوليز عقل و، خو وحې د څه ښي د ټاکلو معيار دى؟
چې کله په قران کې د معروف لفظ وينو نو زياتو ځايونو کې يې تر څنګ د خير لفظ هم را تر سترګو کيږي. لکه په دې آيت کې "ولتکن منکم امة يدعون الى الخير و يامرون بالمعروف و ينهون عن المنکر و اولئک هم المفلحون" آل عمران سورة 104 آيت - ژباړه: او بايد ستاسو له منځ څخه داسې ډله وي چې خلک خير ته دعوت او په نيکيو امر ورته وکړي او له بديو يې منع کړي او همدا ډله بريالۍ ده.
دې ايت کې د خير او معروف تر منځ د عاطفې (واو) کارول شوى دى چې د خير او معروف د مغايرت مقتضي يا ښکارندوى دى. دې ايت کې معروف هماغه څه دي چې مونږ يې د ټاکلو معيار جمعي عقل وګاڼه، خو د خير په هکله علما وايي چې هغه څه دى چې د هغه په هکله د انسان عقل محدوديږي او ضرورت دې ته کيږي چې وحې ته رجوع وشي. هغه څه ته چې وحې جواز ورکوي خير او چې منع ترې کوي شر دى.
که چيرته وحې او ديني امر نه واى نو انساني عقل به پر دې نه و توانيدلى چې د هغه څه پر حسن او قبح وپوهيږي.
دې موضوع موضوع ته په پام سره ځينې علما د عرف په هکله داسې وايي: "....ولې د عرف مفهوم بايد له عرف څخه واخلو، ځکه چې د عرف ويي شرعي اصطلاح نده چې په آياتونو او رواياتو کې وڅيړل شي بلکه هغه څه دي چې د انسان په فطرت او د خلکو په ژوند کې ريښه لري."
ښايي دا تعريف علماوو د دې حديث په استناد کړى وي، روايت دى چې د ابوسفيان ميرمن هند، پيغمبر ص ته راغله او داسې يې شکايت وکړ: ابو سفيان د نفقې له اړخه زما او زما د ماشومانو مصارف له پامه غورځوي، تاسو يې لاره وښايئ. رسول الله (ص) په ځواب کې وفرمايل "خذى ما يکفيک و ولدک بالمعروف" اعلام الموقعين، ابن القيم الجوزية، 4 ج، 335 مخ
ژباړه: د خپل ژوند او ماشومانو لپاره دې له ميړه څخه په متعارفه اندازه مصرف واخله.
دې حديث کې د معروف کلمه په واضح ډول په هغې اندازې اطلاقيږي چې د خلکو تر منځ ښه ګڼل شوې وي، کارونه يې عامه وي او دا اندازه شرعي ريښه ونلري.
دې ته ورته د ابن عابدين حنفي له قوله امام غزالي عرف داسې تعريفوي: "العادة والعرف ما استقر فى النفوس من جهة العقل و تلقته الطبايع بالقبول"
ژباړه: عرف او عادات هغه لارې چارې دي چې د عقل په ملګرتيا په نفسونو کې ځاى نيسي او د سالمو طبيعتونو د منلو وړ ګرځي.
ناخوښه، فاسد، او بد عرف؛ يعنې څه؟
ملګري مې په افغانستان کې د جبري ودونو په عواملو غږيده. يو له دې عواملو څخه يې د (نا خوښه عرفونه) نوم واخيست. د خپلې ادعا لپاره يې (بدو کې د ښځو ورکولو) بيلګه وړاندې کړه.
آي رښتيا هم ناخوښه، فاسد او بد عرف شتون لري؟
د دې ادعا خاوندان استدلال کوي چې ځينې نادودې په ټولنو کې شتون لري چې د انکاړ وړ ندي. د دې ادعا د خاوندانو تمرکز يواځې پر (په ټولنه کې د نادودو شتون) باندې دى، خو د عرف په تعريف کې آيا يوازې شتون د پام وړ دى او که د هغه ښه ګڼل هم؟
زمونږ په ټولنه کې نن ورځ تر بل هر وخت ډيرې غلاوې، قتلونه او بل هر رنګه فساد ښه په اوج کې دى، نو آيا استدلال کولاى شو چې دا عرفونه او بيا ناخوښه عرفونه دي؟ آيا غل پر دې نه پوهيږي چې غلا يو ناخوښهدعمل دى؟ قاتل او بل هر مفسد چې اړونده ناخوښه عمل تر سره کوي د هغه پر قباحت پوهيږي، مګر دا چې عقلي عوارض ولري.
په بدو کې ورکول يې له نوم څخه روښانه دى چې (بد) عمل دى، څوک چې دا عمل تر سره کوي د هغه له ذاتي قبحې ښه پوه وي. سربيره پر دې که د څو شيبو لپاره داسې و انګيرو چې څو کورنيو دا ښه عمل ګڼلى وي بيا هم د عرف اطلاق ځکه پرې نه شو کولاى چې د افغانستان ټول نفوس د هغه پر ښه والي اتفاق ندى کړى. کله چې عرف نه شو، نو د ناخوښه، بد او فاسد زايد صفتونه مفهوم له لاسه ورکوي او بې مصداقه کيږي.
"خذ العفو وأمر بالعرف" اعراف سورة 199 آيت - ژباړه: د عفوې عادت ونيسه او پر نيکو کارونو امر وکړه.
دې آيت کې عرف د معروف پر ځاى او د هغه مترادف کارول شوى دى، يعنې د عرف ذات نيک کار ته اطلاق کيږي چې متضاد حالت يې منکر دى يا هغه څه چې انکار ورڅخه شوى وي او ټوليز عقل خوښ نه وي ګڼلى.
نو کله چې د عرف په برخه کې ووايو [ناخوښه، فاسد او (بد نيک کار)] يا [خوښ، ښه او صحيح (نيک کار)] نو د لوستونکي ذهن ته به خامخا د (ترخې بورې) او (خوږې بورې) بيلګه راځي، هغه څه چې مفهومونه دي، خو بې مصداقه!
----------------------------------
سرچينې
کتابونه
1. الوجيز في اصول الفقه، عبدالکريم زيدان
2. د اسلامي حقوقو اساسات، پوهاند غلام محي الدين دريځ
ټلويزيوني خپرونې
3. واکاوي. موضوع: امر بالمعروف و نهي عن المنکر
انټرنيټي پاڼې
4. http://www.hawzah.net
مرجعیت عرف از دیدگاه مذاهب اسلامی