
لیکوال: څېړنیار لطف الله صابر
۱۹ / ۶ / ۱۳۹۵
زموږ هېواد ګران افغانستان، چې له کلتوري او تاریخي پلوه د لرغونو هېوادونو په کتار کې راځي، پېړۍ پېړۍ د ناخوالو ښکار شوی او وران شوی دی.
همدې ناخوالو، تاوتریخوالي او وران کاریو په افغان مېرمنو د تاریخ په اوږدو کې داسې کرغېړنې اغېزې وکړې، چې تر اوسه یې د دوی ټولنیز ژوند ته ګواښونه تر سترګو کیږي؛ خو بیا هم لکه؛ څنګه چې نارینه افغانانو د خپل هېواد په بېلابېلو برخو کې زیار ګاللی او د خپلې ټولنې سمسورتیا ته یې لاسونه را بډ وهلي، افغان مېرمنو هم په خورا زیار او هلو ځلو د خپل ټاټوبي په رغاونه، د اولاد په سالمه روزنه او کورنۍ پالنه کې د شعمې په شان ځانونه ویلې کړي دي او په دې برخه کې یې هر اړخیز ګامونه اوچت کړي دي.
زموږ د ټولنې د پرمختګ، بنسټيز جوړښت، د نارینه و او ښځینه و ګډ محصول دی، څرنګه، چې نارینه و زحمت ګاللی، مېرمنو هم خپل اولادونه د وطن پالنې په مینه روزلي او ددې تر څنګ یې په بزګړۍ، مالدارۍ او د لاسي صنعتونو په رامنځ ته کولو او پرمختګ کې هم رغنده ونډه لرلې او له همدې لارې یې د خپل ژوندانه اقتصادي ستونزو سره مبارزه کړې او د افغاني ټولنې اروا یې ژوندۍ ساتلې.
څرنګه، چې زموږ د هېواد د ټولو نظامونو ټولنیز، سیاسي، علمي، فرهنګي او اقتصادي اړخونو ته په بېلابېلو تاریخي زمانو کې زیانونه اوښتي، ټولنه او ولسونه یې زیانمن کړي، دې زیانونو تر بل هر چا د مېرمنو په روحي، جسمي او رواني حالتونو باندې هم بدې اغېزې کړې دي، چې دوی یې د ژوندانه له نعمتونو د محرومیت په زولنو کې ایسارې کړې دي.
افغان مېرمنو په خپل چاپیریالي ژوند کې سترې حماسې زېږولې دي، په هر ډګر کې یې سرښندنې او د سوکاله ژوند له پاره یې مبارزې کړې دي.
هر نارینه د یوې مور زوی دی، که هر څومره باتور وي، توره یې مور کړې ده، میندې هغه نومیالۍ مېرمنې دي، چې باتوران زېږوي او زېږولي یې دي.
په چاپیریالي ژوند کې د افغاني مېرمنو تر ټولو ستر مسؤلیت اولاد روزنې ته ځانګړی شوی، چې له وقفې پرته هر کال اولاد راوړل ورته زیانمن او روغتیايي ستونزې را ولاړې کړې دي. د مېرمنو روغتیا ته نه پاملرنه په ټولنه کې ددې سبب ګرځېدلې ده، چې ماشومان یې ناسالم پیدا او وده وکړي، که موږ د خپلو مېرمنو چاپیریالي ارامتیا را منځ ته کړو او د هغو له پاره په ټولنه کې اسانتیاوې را منځ ته کړو، د هېواد په پراختیا او پرمختګ کې به له رغنده رول څخه پټ نه وي، که فکر وکړو د ځمکې په سر اصلي بشرپالونکي مېرمنې دي، چې یو ماشوم له کوچني والي تر اخیري سلګیو په بېلابېلو برخو کې روزي، د مېرمنو روزنه که نه وي، نو ټولنه او چاپیریال به لکه؛ څرنګه، چې تېرو تاریخونو کې روښانه شوې له ګواښونو او ناخوالو سره لاس او ګرېوان وي.
زموږ د هېواد په اوسني چاپیریال کې د مېرمنو ژوند لکه؛ څنګه چې بویه هغه شان نه دی تنظیم شوی، هغه اسانتیاوې، چې په چاپیریالي وده کې ښځې ورته اړتیا لري موجود نه دي او نه په دې برخه کې د نظامونو له خوا ګامونه اوچت شوي دي.
څنګه، چې مېرمنې په اولاد روزنه کې ژور رول لري همدا شان د دوی اولادونه د ټولنې په روزنه کې د راتلونکي له پاره مسؤلیت لري، چې هغوی هم په خپل وار سره په تسلسلي ډول راتلونکی نسل وروزي.
د افغاني ټولنې مېرمنې تر اوسه په دې نه دي توانېدلې، چې د اسانتیاوو په چوکاټ کې خپل ژوند تنظیم او د هغه تر سیوري لاندې ژوند وکړي، ناخوالو او موجودو ناامنیو د مېرمنو په ژوندانه ترخه زهر شیندلي، کله اولاد ته اندېښنې کوي او کله د کورنۍ نورو غړو، ولسونو او هېوادوالو ته، روانې جګړې ددوی په ذهني، روحي او رواني شخصیت بدې اغېزې ښيندلې دي او له بله پلوه د کورنیو ستونزو له کبله دوی له ګڼ شمېر ګواښونو سره مخ دي.
په چاپیریالي ژوند کې تر ټوله بده بلا چې د مېرمنو ژوند یې له ګواښونو سره مخ کړی، هغه اندېښنې دي، چې دوی یې د کورني ژوند له پاره کوي او تل یې زوروي.
په ټولنه او چاپیریال کې د ښځو د ژوند د خونديتوب د پورتنیو ستونزو د مخنیوي بنسټیزه لار داده، چې مېرمنو ته په کور، کلي، ښار او بانډو کې که نور نه وي د حرفوي (مسلکي) زده کړو اسانتیاوې را منځ ته او هغوی تشویق کړای شي، چې په دې برخه کې خپلې زده کړې نورو هغو مېرمنو ته ولېږدوي، چې هغوی ورته لاس رسی نه لري، همدا ښوونیز – روزنیز لېږد را لېږد په ټولنه او چاپیریال کې د مثبت بدلون تر څنګ اقتصادي ستونزې هم له منځه وړي او مېرمنې په اسانۍ کولی شي، چې د خپل ژوند د سختیو مخه ونیسي، همدا زده کړې دوی دې ته هڅوي چې ځانو ته په خپله اسانتیاوې برابرې کړي، کورنۍ ژوند تنظیم او په پوره خوشحالۍ د کورنۍ له غړیو سره پرته له ګڼو روغتیايي او ټولنیزو ستونزو ژوند وکړي او بریاوې په مخ کې ولري.
د چا لور ده د چا خور او د چا مور ده مېرمن
روزونکې د اولاد، هر چا په کور ده مېرمن
هر درد هره سختي زغمي آه نه کوي له ډاره
د کوم ظالم له لاسه په سره اور ده مېرمن
(څېړنیار لطف الله صابر)