
کله چې به یو طبعی آفت او یا هم په نړی کښې د اسلام او بشریت ضد کوم عمل تر سره کیده نو سمدلاسه به د دې ولایتونو په خاصه توګه د (هلمند) اوسيدونکو نیک اقدام تر سره کاوه مظاهری به یې کولی آن هر کس ترخپله وسه نغدي مرسته ورسره وکړه،چې ښه مثال زموږ د بدخشاني وړونو سره وو.
خو له بده مرغه نن چې د هلمند،ارزګان،کندوز،او فراه ولایتو اوسيدونکې په ستونزه کې دي او د ژوند چاري یې سختي سوی،کاروبار یې پر ټپه دریدلی،ځینی د خپلو کورونو نه بی ځایه سوي او ډیری کسانو د خپلې کورنی غړي د لاسه ورکړې او لاهم هم جریان لري، ولي د هیواد او سيمي په کچه تردې مهاله ډیري لږې سرچينې پيداسوې چې د یادو ولايتونو د اوسیدونکو ږغ واورې او ستونزو ته یې پاملره وکړي.
د هري ورځي جګړې، ټوپونو، ټکانو،توغندیو او مرمیو له امله د دې ولایتونو په ځانګړې توګه د (ښار )د اوسيدونکو روانې حالت سم ندی دکوچنیانو،ماشومانو او د ډیری لویانو ژوند یې د خطره ډک او په کړاوونو کښې تیریږي.
د جنګ دشکیلو غاړو او مسؤلینو څخه احترامانه هیله کوو چې د دې هیواد پر کړیدلي مسلمان ملت رحم وکړي، او د ورور وژني څخه لاس واخلي،د يوموټي، آباد،پرمختللې او آزاد اففانستان په هیله. تل دې وي اسلام تل دې وي افغانستان. زموږ د خلاصون یوازینی لاره دایمي سوله.
لیکنه: انجنیر محمد سلیمان صمیم