په مردسالاره یا نرواکه ټولنه کې د ښځې پرمختګ

 
جمیله ظریف
په مردسالاره یا نرواکې ټولنه کې د ښځو پرمختګ اول ناممکنه وي او که بیا هم یوه ښځه په خپل فکر، زده کړې او پوهې ځان یو ځای ته رسوي نو ډیرې ستونزې به یې هم ګاللې وي.
په وروسته پآتې ټولنو او هیوادونو کې اکثره په کور، ټولنه، سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د ښځو پر وړاندې د نارینه وو د برتری احساس کول د یو نرواکې یا مردسالاره ټولنې ځانګړتیاوې دي. په هغه ټولنه کې چې د مردسالاری فرهنګ دود وي هلته که د یوې ښځې پوهه، زده کړه او فکر هر څومره هم له نارینه نه لوړ وي بیا هم نشي کولی له هغه سره مقابله وکړي ځکه ټولنه یې پر وړاندې ولاړه وي.
د مردسالاری فرهنګ ختمولو لپاره باید په قوانینو کې بدلونونه راوستل شي، د دیموکراتیکو قوانینو د پلي کیدو لپاره هلې ځلې وشي، پدې برخه کې د ښځو خوځښتونه رامنځ ته شي او له نړیوالې ټولنې مرسته وغوښتل شي، پدې برخه کې یو ښه مثال مراکش دی چې د ښځو خوځښت په رامنځ ته کولو او خپلو اعتراضونو له لارې يې په کورني قانون کې ډير بدلونونه راوستل او د مردسالاری فرهنګ پر وړاندې یې کلکه مبارزه وکړه چې ولس یې هم منندوی دی.
په افغانستان کې د دې فرهنګ د له منځه وړلو لپاره تر اوسه هیچا هم کار نه کړی، بلکې یواځینی میرمن چې غوښتل یې د مردسالاری فرهنګ پر وړاندې ودریږي او مبارزه وکړي هغه د پخواني شاه امان الله خان میرمن ملکه ثریا وه چې د لومړي ځل لپاره په سیاسي محفلونو کې راښکاره شوه او له خپل خاوند سره سفر ته ولاړه او د دې ناوړه فرهنګ د له منځه وړلو لپاره ژمنه وه او قوي اراده یې درلوده.
ملکې ثریا او شاه امان الله خان د ښځو د باسواده کولو، په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ډګر کې ښځو ته د ونډې ورکولو لپاره ډیرې هڅې وکړې خو په هغې هم د ټولنې لخوا ډیرې نیوکې وشوې چې وروسته له هغې هیچا هم د ښځو پر وړاندې د مردسالاری فرهنګ او پر ښځې د نارینه وو د برتری احساس ختمولو لپاره نه کار او نه هم جرآت وکړ.
زما نیوکه په هغو بنسټونو او ادارو ده چې د ښځو په نوم جوړې شوي، د ښځو په نوم پروژې اخلي او د ښځو په نوم سوداګري کوي دوی باید په جدي توګه د ښځو لپاره په هغو برخو کې کار وکړي او خپل غږ پورته کړي په کومو کې چې ښځې په رښتیا سره له ستونزو سره مخامخ دي.
زما د خور، مور او یوې هیوادوالې پزه پرې کیږي، غوږونه یې پرې کیږي، په نا کړې او یا وړه ګناه وژل کیږي، وهل کیږي، سوځول کیږي او له کوره ایستل کیږي، پخپله خوښه واده نشي کولی، ځان ته د خپلې خوښې ژوند نشي جوړولی او بالاخره یې په هره برخه کې حق تر پښو لاندې کیږي خو هغه ادارې او بنسټونه چې د دوی په نوم پروژې اخلي یا خو ړندې او ویدې دي او یا یې هم د وجدان په نوم کوم څه په شان کې نشته.
راځی خویندو چې پخپله د ځان لپاره کار وکړو، راځی نور پرینږدو چې هیڅ یوه خور مو نور د دې ډول ناخوالو او تاوتریخوالیو ښکار شي، راځی د نارینه وو تر څنګ ودریږو او هیڅکله دا ونه وایو چې مونږ هم نارینه یو بلکې په یو غږ ووایو چې مونږ ښځې یو او یوه ښځه هم هر هغه څه کولی شي چې یو نارینه یې کوي. راځي پر ځان د نارینه وو د برتری احساس کولو دود نور ختم کړو.