د صبرجنګ

 
 په لوی اختر کې خوست تللی وم، د اختر په دوهمه ورځ مومند زنګ راته وواهه چې عيسى خان تسل زنګ وهلی تر څو یې دیدن ته ورشو، همدارنګه به د اختر مبارکي هم شي. ما سملاسي ور سره اوکې کړه لنډه دا چې دواړه ورغلو د تسل د کور زموږ له كلي لرې دی آن د ځدارڼو د غرو په لمنو کې پروت دى. په ډیر خوارۍ مو د دوی کور پیدا کړ د اختر مبارکۍ نه ورسته مو خوږ بنډار وکړ.
 ماته تسل په کابل کې ویلي وو چې زما سره د ساقي صیب کتاب د صبر جنګ شته دی، د بنډار په منځ کې زما په زړه هغه کتاب وریدو نو په چل کې مې ورته وویل چې هغه د صبر جنګ کتاب خو دی را کړى واى، خدای ج دې خیر ورکړي سملاسي یې هلك ولیږه او کتاب یې راوړ. زه دلته د خوست سفر نامه نه لیکم خو هسې مې د کتاب د پیدا کولو کیسه کوله.
چې کابل ته راغلم کتاب مې ولوست رښتیا چې ډیر ښکلی او ورسره دردوونکی هم و،  زه یې دلته څو کیسې تاسو ته را اخلم ساقي صیب لیکي:
 موږ خدایي خدمتګارو ته یومرکز جوړ کړی وو، یوه ورځ مو په مرکز کې منګور(مار) مړ کړ نو چې باچا خان رح مړ مار ولید ډیر خفه شو او موږ ته وویل چې ولې مو مړ کړی دى، تاسو ته يې څه تاوان رسولى و؟  ما څو واره ولید ځکه مې غرض پرې ونه واهه چې بې ضرره کرځیده.
 بل ځای ليكي چې باچا خان رح په دومره مبارزه او امکاناتو کې هیڅ تیره پڅه ( وسله) د ځان ساتلو لپاره نه ګرځوله باچا خان یوازې په خدای تکیه کړي وه او په دې عقیده ؤ چې خدای ساتونکی دی.
 ساقي صیب لیکي چې هیڅوك به دا ګواهي ورنه کړي چې باچا خان رح چا ته په ټول عمر کې سوك یا لغته ور کړي وي حتی بابا دومره عدم تشدد ته قایل و چې  د مار وژنې ته یې هم زړه نه ښه کاوه.  بل ځای یې د بابا کراماتو ته اشاره کړي ده، دی لیکي چې په یو کلی کې کلیوالو په شریکه کوهى وهلی  وو چې کله اوبه پکې راووتلې ټول په دې اند وو چې باید نیک سړی اوله بوکه اوبه ترېنه راپورته کړي، په دې وخت کې تصادف باچا خان رح  راغلی و،  ټولو په دې فیصله کړي وه چي اوبه دی باچا خان ترې را جګې کړي، همداسې شوي وو کله يې چې اوبه راجګې کړي وې یو داسې هلک مخ پرې مينځلی و چې مخ یې له دانو نه ډک و،  یو ورځ وروسته یې دانې وچې شوې وېاو ښه شوی ؤ، دا خبره په کلیو کې خپره شوه چې په دې کوهي کې د شفا اوبه دي، ساقي صیب لیکي: دا کوهى دومره مشهور شو چې آن دې بنو، مروتو نه به هم خلک ورته راتلل.
په کتاب کې ډیرې خوږ کیسې نورې هم شته او رښتیا یوه بله خوبي یې  دغه ده چې د هغه وخت ځینې مشهور خدایي خدمتګاران یې معرفي کړي دي. د هر یو نوم کلي قوم یې یاد کړى دى. که تاسو دا کتاب ولولى د ډیرو خدایي خدمتګارانو نومونه به زده کړی.
 او  د هغه باتور د صبر جنګ کیسې به هم پکې ولولى  چې دوی په څومره وحشي حالت کې د صبر جنګ کړی دی او څومره تکليفونه یې په خپلو نفسونه او صورتونو  تیر کړي دي، او په دې به پوه شی چې په څنګه او په څه ډول حالاتو کې یې سرې جامې په غاړه کړي دي، او څنګه یې  د حق نارې پورته کړي دي.
 لنډه دا چې یو لوي د زغم درس پکې پروت دى. دا به درته په ډاکه شي چې باچا خان رح اوملګرو یې  څومره په سړه سینه مبارزه کړي ده او دا لویه خبره به ترې زده کړى چې مبارزه په زغم او سړه سینه  کیږي نه په بیړه.
 که تاسو چیرته د باچاخان رح کتاب (زما ژوند او جدوجهد) ولولى هم دغه خبرې ته به مو  متوجه کړي،  چې مبارزه د سړې سینې کار دی.