
سرچینه : د البرتا یونیورستي د طبی علومو د پیدیا تریک څانګی له مجلی (پیدیا تریک ) څخه - جولای ۲۰۱۶
---------------------------------------------
دکاناډا د البرتا پوهنتون د پیدیاتریک څانګې سږ خپله لومړۍ افغانه زده کونکې د دوکتورا په کچه فارغه کړه ، دا مرغلره رشید ده چې ددغه پوهنتون دطبی علومو له پوهنځي څخه یې خپله دوکتورا ترلاسه کړه ، طبي علومو پیدیاتریک څانګې مجلې (پید یاتریک ) ددغې لومړنۍ افغانې دفراغت په اړه یو لنډه لیکنه خپره کړې چې دلته یې ژباړه له ګرانو دوستانوسره شریکوم .
دفراغت دموسم شمال خپله لاره د څانګې پرلور را وایسته ،څانګه وال ، زده کوونکي ، او فارغ شوي زده کونکي به د جون پر ۸ باندې وستایل شي ،فارغ زده کونکي به د فارغیدو دخداپاماني په ترڅ کې خپلې دګرۍ د جون په لسمه دځانګړو مراسمو په ترڅ کې له البرتا پوهنتون څخه ترلاسه کړي ، په دغه ډله کی به یوه هم مرغلره رشید وي چې خپله دوکتورا به د طبي علومو pediatrics په برخه کې ترلاسه کړي ، دا به لومړنۍ افغان ـ کاناډآیی آغلې (میرمن ) وي چې دطبی علومو او ډینتټسري له پوهنځي څخه د دوکتورا (PhD) په کچه فارغیږي .
د دوکتورا اخستلو بهیر دلته پیچلی او له ستونزو ډک اوږد بهیردي . اغلې رشید زموږ دوکتورا پرګرام ته په ۲۰۱۲ کال کې دزده کړې پرلامل راننوته ،او دلته یې په خپل اصلی او لومړي لاس اکادیمیک تحقیق باندې لاس پورې کړ، چې دغه ارزښتناک تحقیق یې د معتبرې علمي مجلې له لارې نشرهم شو . دخپلې پی اچ ډې په منځ کې دې وکولای شول چې دباصلا حیته علمي کومیتې په وړاندې خپله کاندیدنسي آزموینه په بریالۍ توګه ترسره کړي چې له دغې بریالۍ ازموینې وروسته داد دوکتورا لپاره کاندیده وبلله شوه او وهڅول شوه چې خپلې جالبې څیړنې ( ریسرچ) ته د پرمختګ پرلور دوام ورکړي ، چې په پای کې یې له اوږودې څیړنې وروسته دتیرکال په دسامبرکې د با صلاحیته اکادمیکې کومیټې په وړاندې له خپل تیسس څخه دفاع وکړه .
Learner crosses the finish line
زده کونکې د کرښې پای ته ورسیده
دآغلی رشید د تیسس پروژه پر یوه انتګرافیکي څیړنه وه ، چې په هغې کې دې دهغو میندواو پلرونو هغه تجربې وآزمویلې ، چې ددوی دماشومانو دمغزي زخمونو لامل شوې وې ، دې ته په دغه ترڅ کې دا خبره په ډاګه شوه چې میندې او پلرونو څنګه له دغې ستونزې سره مقابله کوي . دا په دغه اړه وایې :
« میندې پلرونه له سختو ستونزو او ځورونکو حالاتوسره مخامخ کیږي اوله بیلابیلو لارو دخپلو ماشومانو له دغې ستونزې سره مقابله کوي ، د دوی د ماشومانو دغه زخمونه کرونیک زخمونه بلل کیږي چې له رامنځ ته کیدوسره سم ماشومان لومړي روغتون ته رسول کیږي او بیا دوی هلته د rehabilitation تر اوږ مدتې درملنې لاندې نیول کیږي »
دې له خپلو لارښونکودنرسینګ د پوهنځې له استادې داکترې Dr. Vera Caine او د پیدیتریک دڅانګې داستادې Dr. Mandi Newton په دغه برخه کې ډیرڅه زده کړي دي . دا وایې چې : « دزده کړې په ترڅ کې دیوې پیاوړې لارښودې کومیتې شته والی د کیلۍ ځای او واک لري ، زه مې د خپلو لارښودو او همداسې د لارښودې پیاوړې کومیتې دغړو منندویه یم چې دوی په هروخت کې چې زما اړتیا وه زما مرستې ته را دانګلي دي . »
آغلې رشید دم ګړۍ د پوست دکتورال څیړنکې په توګه دطبی رهبلیټشن په پوهنځي کې د خپلو لارښونکو
Dr. Hodgetts او Dr. Nicholas (University of Calgary) سره په ګډه پریوه پروژه باندې چې هغه
employer capacity development of people with disability and autism ده کار کوي .
اغلې رشید په نظرکې لري چې د ریهبلټشن اوطب په برخه کې د استادۍ په کار باندې زر پیل وکړي .
دا دخپلو زده کړو د بهیرپه اړه وایی چې ددې کورنۍ دې ته دا توان اوپیاوړتیا وربښلې چې باید خپلې لوړې زده کړې د دوکتورا ترکچې پورې په کانادا کې پرمخ بوځې . لکه چې وایې : « زما پلار خپله دوکتورا د ژبواو ادبیاتوپه برخه کې ترلاسه کړې ، هغه زه دې ته وهڅولم چې دده پرپلو باندې خپل پلونه کیږدم ، زمامور هم د افغانستان دمعاصرتاریخ په برخه کې خپله ماسترې په داسې حالاتوکې بشپړه کړې چې هلته ډیرو لږو میرمنو ماستري ډګرۍ درلودې »
سره له دې چې آغلی رشید د زده کړې په دوران کې د زده کونکې په توګه کوم ګرنت نه درلود ، خوددې پروژې بیادخپلې علمي وړتیا له مخې د البرتا د ماشوم ، کورنۍ او کومونیتي څیړنیز مرکز له خوا مرستندوی ګرنټ ترلاسه کړ . دا پردغه ټکي هم ویاړي چې دې دخپلو زده کړو په دوران کې ځانګړي او څواړخیز سکالرشیفونه دخپلو دځان کړي دي .
زده کړه څه ساده بهیرنه دی ، خو آغلی رشید کله هم له دغه دوامدار بهیرڅخه پرشا شوې نه ده ، دا وایي : « باید زغم ولرو ، خوشبین باید و اوسو ، هسې باید میدان خالي نه کړو ، ځکه چې داد بري یوازنی راز دی »
ټولو هغو زده کونکوته چې د جون په لسمه دطبی علومو او پیدیاتریک څانګه کې دفارغیدو سندونه ترلاسه کوي د زړه له مبارکي وایو لکه :
Congratulations to all graduate students who will receive their degrees in medical sciences, pediatrics on June 10 in the Jubilee Auditorium:
Jawad Alzamil, M.Sc. |
Supervisor: Dr. Todd Alexander |
Etienne Fortin-Pellerin, M.Sc. |
Supervisor: Dr. Lisa Hornberger |
Kathleen O Grady, M.Sc. |
Supervisor: Dr. Ming Chan |
Marghalara Rashid, PhD |
Supervisor: Dr. Amanda Newton |
Jenny Yoon, M.Sc. |
Supervisor: Dr. Sujata Persad |
اوږۍ د البرتا پوهنتون د برنس پوهنځي دڅلورم ټولګی محصله