
هلمند کي له تيرو څو مياشتوراهيسي جګړه روانه ده، له دې جګړې هم پوليس ستړي سوي ،هم چارواکي او هم خلګ خو کابل ميشتي چارواکو په واک کي چي څه نه وي نو دلته هرڅه پرولس تپي.
داجګړه له تيرو څو مياشتوراهيسي لمړی د موسي قلعه ورپسي نوزاد،سنګين ،کجکي او ګريشک ولسواليو نه نيولې چي شمالي ولسوالي دي شروع سوې او هلته يي يوشميرسيمي هم ددې جګړو له امله سقوط سوې چي وسلوالو طالبانو ترخپلي ولکي لاندي راويستي.
جګړې دهلمند شمالي ولسواليو نه ددي ولايت جنوبي ولسواليو ته راستنې سوې، دهلمند خانشين درې ځلي سقوط سوه هرځلي ترلسو زيات طالبان او افغان پوليس به پکي ووژل سول يوشميرنور به يي ژوبل سول.
خوددي ولسوالۍ سره سره دجنوبي ولسواليو يو بلې ګرمسير ولسوالي وضيعت ورځ تربلې په خرابيدو سو، په ګرمسيرکي دجګړې د پيل سره سم د ناوي ولسوالۍ ټولې سيمې وسلوالو طالبانو ونيولې او هغوی ځای پرځای سول. ددې ترڅنګ د نادعلي ولسوالۍ امنيتي سيمې ترنيمايي زياتې دافغان دولت له ولکې وووتې خو دولت دزرګونو قواوو سره سره ونه توانيد ترڅو داسيمي په بشپړه توګه ترخپلې ولکې لاندې راولي.
د مارجې وضيعت خو له پخواهم خراب سوی و او ددې ولسوالۍ سيمې هم دافغان دولت له واک وتې وې چي وروسته يي حالت هره ورځ تربلې په خرابيدو وو.
دلښکرګاه ښارڅلورمه امنيتي حوزه وسلوالو طالبانوونيوله هغوی له دې کارسره سره دلښکرګاه نورې سيمې هم تهديد کړلې
خو دلته د ضعف لويه نقطه څه وه ؟
دخيالي پوليسو خبره چې له تيرو څو کلونوراهيسي په هلمند کي خبريالانو او رسنيو به په واروار له قومي مشرانو ،دسيمي اوسيدونکو ،ولسواليو له چارواکو ،پوليسو او نورو نه پلټله هغوی به تل ورته درواغ ويل ريښتني معلوماتو نه ورکړه ،خپلي وظيفي ته نه وفاداري ،چارواکو ته درواغ ويل ،دولايتي مسولينو بي غوري او پخپله دملي امنيت ناسم يابشپړپوهاوي او په ولسواليوکي نالوستي کسانو ځای پرځای کول په لوړو پوستونو کي هغه څه وه چي ورته ستونزي يي ددي ولايت په ټولو برخوکي زيږولي وې.
مرکزي چارواکويوازې دازده کړې وه رسنۍ به يي تيرايستلې.
مهمه خبره داده چي ددې ټولو سره سره هرځلې چي به لوړپوړي چارواکي له مرکزه راتلل هغوی به ويل چي ستونزه لويه ده ،پاکستان هيواد زموږ ترټولو لوی دښمن دی هغوی وسلوال راليږي.
ايران زمو ګاونډي دی نه غواړي چي هيوادکي دې امن راسي سوله او ثوبات ته دې لاره هواره سي هغوی زموږ اوبو ته غله دي زموږ اوبه په پټه له موږڅخه وړي.
ځينو بياددې جګړې پړه پرقاچاق برو ،مافيايي کړيو او دهيوادونودګټو د خونديتوب خبرې کولې خو داهرڅه زماپه اند ترټولو بدفکروو چي هيڅ چاورته پام نه وو اړولی.
هيڅ چاپه دې اړه تشويش نه وو کړی چي جګړه به دهلمند د مرکزلښکرګاه ښاردريمې امنيتي حوزېياهم دويمې امنيتي حوزې ته رارسيږي. وسلوال طالبان به دناوې غوندې ولسوالي په بشپړه توګه ترخپلې ولکې لاندې راولي ،ګرمسيرولسوالۍ به نيسي.
وسلوال طالبان به دافغان پوليسو مهماتو ته لاس رسی پيداکوي ،ټانګونه ،موټرونه او ان تردې چي لوی ډي سي توپونه يي هم له افغان اردو ونيول او هغوی ترخپلې ولکې لاندې سيموکې ځای پرځای کړل.
ماته ترټولو مهمه، جالبه اوزورونکې خبره داوه چي دکورنيو چارو وزارت امنيتي معين جنرال عبدالرحمن رحمن نه مو ديوه خبري کنفرانس له لارې چې په هلمند کي وو وه پوښتل چي ولې په دې ولايت کي جګړه دومره ډيره سوه چي پوليسو خپلې پوستې خپله ورپريښودې جګړه يي ونه کړه او دخيالي پوليسو تشکيلات زيات دي؟
پوهيږئ؟
هغه خپل په ځواب کي وويل: په هلمند کي ۹۹ سلنه پوليس دهلمند اوسيدونکي دي او دوی نه غواړي خپل وطن جوړکړي دلته هرڅه دهلمنديانو دي هغوی زياته قرباني ورکړې او زيات پوليس هم د همدې ولايت شهيدان سوي دي.
خو له هغه نه مو بيا ذپوښتنه وکړه چي رهبري د پوليسو دهلمند ديوه اوسيدونکي په لاس ياواک کي نه وه هرڅه له کابله رهبري کيدل؟
هغه ددې پوښتني په ځواب کي نور څه پيدانه کړل او زياته يي کړه په هلمند کي جګړه سمتي ،ژبني ،قومي او نوره څه ده، نوريي خبرې ونه کړلې او زياته يي کړه خپله هلمنديان نه غواړي چي هلمند کي دې امن راسي امنيتي حالت دي ښه سي.
دلاس په ښورولو سره يي وويل نور د کنفرانس وخت ختم دی بيابه سره وګورو.
دهغه دې خبري زماپرسردتوپ واری وکړ، زه يي ګنګس کړم ماديو خبريال په توګه ټوله ورځ دافکر وکړچي زموږ هلمندکي خو هيڅ يو قوم له بل قوم سره د طالب په نوم جګړه نده پيل کړې.
دلته زموږ هيڅ يوه سمت له بل سمت سره په دې موخه چي تاسو ولي ښه سيمه غوره کړې او پکي اوسيږئياتاسي پرموږ او موږ پرتاسي برتري لروداخبره نسته جګړه يي نده پيل کړې.
هيڅ يو فارسي يادري ژبي ويونکي کس دپښتون او پښتون د دري ژبي ويونکي کس سره جګړه نده پيل کړې داهرڅه بل ځايه دي.
نو وه مې ويل چي اوس مرکزي دولت ددې جګړې په مهارکولو کي پاتې راغلی هرڅه ترېګډ وډ سوي او هرڅه لمنځه تللي، نور ولس نه سي غولولی په دې خاطرچي خپل دسړک دوړې پرموږتاوان کړي دهلمند دې جګړې ته مل پاسوال عبدالرحمن رحمن دقومي ،ژبني ،سمتي او نوررنګ ورکړ او په دې سره يې ځان له خبريالانو خلاص کړ، خو دا ولس ته څرګنده ده چې تاسو خلاص نه ياست، تاسو مسؤل ياست او دا جګړه همدا تاسو مشرانو پيل کړې او نه يې غواړئ چې ختمه سي.
زه وايم دامل پاسوالي دې خاورې سي چي تاسو په هيوادکي ترلاسه کړې ديوې جګړې علت نه سئ څرګندولای چي ولې په ټولنه ،سيمه ،ولسوالي او ولايت کي له موږ نه خلګ خپه دي؟ ولې هغوی له موږ نه واټن خپل کړی او ولې له موږ نه يي اړيکه پرې کړې؟ موږ ولې ديوې سيمې ځوان ،سپين ږيري ،تورسرې او سپين سرېزړه ونه ګاټه.
زماپه اند جنرال صاحبه په دې ولايت کي جګړه د ګټو پرسرده په کابل کي ناست چارواکي دولايت د بشري منابعو يو بست په ۲۵ زره امريکايي ډالره خرڅوي ،دلته په ۵م بست کي مقررسوی مامورهم له خپل اولسه کميس کاږي ريسان مو پرپښو چمپلان نه راپريږدي ځکه تاسو يي په کابل کي ترې اخلئ، له خپلو مېرمنو او اولادونو سره د بهرنيو هېوادونو منظرې کوئ او پيسې له همدې جګړې ترلاسه کوئ.
خو هلمندی ولس او د دې ولايت مېرمنې نه بهرني سفرونه کوي، نه يې منظرو ته هوا کېږي، فقط غواړي په خپلو خټينو کورونو کې په ارامه شپې او ورځې سبا کړي، خپل کښت او کرونده وکړي او ځانته يوه ګوله حلاله ډوډۍ پيدا کړي.
چارواکو زموږ ولسونه هم ړانده او کاڼه دي منتر او جنترموپرويلی هغوی بت غوندې درته ناست وي تاسي سندري ورته واياست نورمو داسندرې پريږدئ له خدايه وويريږئ هرڅه پريږدئ داوطن ياراجوړکړئيايي راته ګورکړئ
ديوه خپلواک افغانستان په هيله!