کوږ بار تر منزله نه رسي

 
 
يو نه يو وخت يوه بزګر په کلي کې ژوند کاوو، تل به د کار په لټه کې و او  هڅه يې کوله هغه پیسې یې چې له  شین ګل نه یې اخیستې وي بیرته ورکړي. بزګر یوه ښایسته لور هم درلوده، چې ډېر کسان یې له چارې ایستلي و. شین ګل چې پوه شو بزګر یې پیسې نشې ور کولی، نو ګل مېر اکا ته یې وویل
پیسې خو هسې هم نه لرې، ما ویل که،
مېر ګل اکا په حیرانۍ ور وکتل که، څه؟
شین ګل په ږېره کې لاس تېر کړ ما ویل که د پور په بدل کې خپله لور راکړې
د میر ګل اکا په سترګو تیاره راغله.

شین ګل وویل غواړم یو کار وکړم، زه بايد يوه توره او يوه سپينه شګې په یوه تشه کڅوړه کې واچوم.
وروسته يې میر ګل اکا ته وویل: ستا لور باید په پټو سترګو یوه شګه له دې کڅوړې را وباسې، که چیرې توره شګه دې را پورته کړه، نو هغه به زما ښځه کیږي او بښل کیږي به، او که سپینه تیږه یې پورته کړه لازمه نه ده چې له ماسره واده وکړي، او بښنه به ورته کیږي، خو که بیا هم دې کار ته نه چمتو کیږي، نو نو زندان ته به ځې.


دا خبرې ټولې د میر ګل اکا د کور تر مخه چې له شګو ډکه وه تر سرې شوې، زوړ سړی ځمکې ته ښکته شو او دوې تورې شګې يې په کڅوړه کې واچولې.  جینې چې ډیرې زیرکه او تیز بینه وه د سپين ږيري په دوکه بازۍ پوهه شوه، خو څه یې ونه ویل.
شین ګل له جینۍ وغوښتل چې له کڅوړې یوه شګه راوباسي.

جینی لاس په کڅوړه کې ښکته کړ، او یوه شګه یې را وویسته، مخکې له دې چې شګه وکتل شي جینې په ډیرې چالاکی سره شګه له لاسه لرې کړه، او په ځمکه ولوېده، دهغې شګې پیداکول په نورو کې ستونزمن کار وو او پیدا نه شوه.

په همدې وخت کې جینۍ وویل: اوه!!  زه څومره بې لاسه او بې پښو یم! خو مهمه نه ده، که چیرې هغه شګه چې په کڅوړه کې ده را وباسو خپله به معلومه شي چې کوم رنګ شګه زما له لاسه غورځیدلې ده. په کڅوړه کې پرته شګه توره وه، په دې مانا چې د جينۍ له لاسه لويدلې شګه بايد سپينه وي.  سپين ږيري چې نه يې شو کولای په خپله دوګه بازۍ اعتراف وکړي، نو مجبور شو چې د لوبې پايله ومني. جينۍ هم داسې وښوده چې ګواکي د لوبې پايلې حيرانه کړې ده.