د ښځو سیاسي حق

 
 لینا شینواری
پوښتنه دا ده،چې ښځه سیاسي حق لري یا نه آیا په دې برخه کېمحدودیت شته؟
ښځه د اسلام په ټولنه کې د یو فرد حیثیت لری ټول هغه مکلفیتونه چې اسلام فرد ته ورکړي دي ښځه هم پکې شاملهده.اسلام دین هغه جامع دین دی،چې د هر وګړيحقونه پکې خوندې دي په سیاسي چارو کې ونډه اخیستنه،سیاسي چاری تر سره کول، د دین لپاره خدمت کول د هر نارینه او ښځینه دنده ده.
په سیاسي چارو کې ونډه اخیستنه که مسؤلیت وي او یا حق وي ښځې په سیاسې  چارو کې د ونډه اخیستنې پوره حق لري؛اسلام پدې اړه کوم ممانعت ندی وضع کړیچې ښځه له سیاسي چارو څخه منع کړي او نه یې خاص بندویزونه وضع کړي دي،کوم بندیزونه چې د ښځو د سیاسې حق په مقابل کې ګورو هغه یا ټولنیزیا کلتوري بندیزونه وي او یا هم د نصوصو څخه د علماوو برداشتونه دي.
په اسلام کې مونږ د ښځو سیاسي حقونو بیلکې لرو او اسلام تاریخ دا مونږ ته په ډاګه کړي ده لکهد رهبر سره د مرستې او تړون خبره،چې رسول الله (ص) په زمانه کې د بیعیت په واسطه تر سره کیده او د سیاسي فعالیت بنسټ یې جوړاوه.د رسول الله (ص) په ژوندکې د ښځو لخوا د رسول الله په حضور کې ښځو خپل دغه سیاسي حق وکارولواو بیعت یې تر سره  کړ.
قرآنې آیتونه د ښځو د بیعت حکایت کړي،د رسول الله له هجرت ځخه وړاندې او وروسته له ښځو څخه بیعت اخیستیدی،له همدی کبله علماؤ د ښځو ګډون په ټاکنو کې جایز ګڼي.
ټولوقرآنی آیتونه چېد نارینه سیاسيحقونه او مکلفیتونه  یې بیان کړي،په هغه کې ښځې هم هرو مرو شاملېدي،په دی کې شک نشته چې د مکلفیتون ثقلت له لحاظه نارینه ډیر مسؤله بلل شوی ولی دا په دېمانانشې کیدلای،چې ښځه دېمحرومه وي.د ښځو مکلفیت د ټولنې په اصلاح او د اولاد په تربیه کې ډیر زیاتدیاو د نارینه په پرتله مکلفیت یې ډیر دی.