
د جګړې لپاره لومړی او اساسي اصل د جګړې لپاره د هدف ټاکل او په جګړه کې د زيان په مقابل کې د ګټو سنجول دي. هره هغه جګړه چې زيان يي له ګټې زيات وي هغه جګړه د ځان وژنې مانا لري او هميش دغه جګړې احمقان او يا ليونيان مخ ته وړي. د بشريت په تاريخ کې هيڅ پوه او عالم رهبر جګړه د بايللو لپاره نه ده کړي. د رسول الله صلی الله عليه وسلم ټولې جګړې وار د مخه ارزول کيدلې او د ګټې په مقابل کې تاوان سنجول کيدو اوبیا يي پريکړه کوله. ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو شمير خاصو وختونو کې چې جګړه کې يي بریا شونې نه وه او يا جګړه د مسلمانانو په زيان وه د کفارو او قریشو سره د سولې معاهدې لاسليک کړي دي.
که د جګړو تاريخ ته و ګورو، ډیرې کمې جګړې به پيداشې چې بې هدفه او يا د کومې ځانګړې ايډيالوژۍ پرته ترسره شوې او که ترسره شوي هم وي نو پرته له ځان وژني بل هيڅ نه دي ترلاسه کړي. د طالبانو جګړه هيڅ وخت هم ايډيالوژيکه (اسلام) نه وه، بلکې د ظلم او بې عدالتيو قرباني ولس يي د خپلو سياسي، اقتصادي او نظامي ګټو لپاره په نويمه لسيزه کې د مجاهدينو او له ۲۰۰۱ ز کال راپديخوا يي د نوي حکومت پرضد و جنګوو او همدغه د ظلم او بې عدالتيو قرباني ځوانانو تر څنګ يي د پاکستان د استخباراتو په مرسته پاکستاني مدارسو کې ميشت افغانان هم په يوه بې هدفه او ناسمه جګړه کې ووژل.
که څه هم دا ښکاره خبر ده چې د طالبانو جګړه هيڅ کومه اسلامي جنبه او توجيه نه لري، څه موده مخکې د مکی مکرمې ملام امام هم د طالبانو اوداعش جګړه جهاد نه بلکې فساد و ګڼله او داسې ډير نورو علماوو د طالبانو جګړه يوه استخباراتي او داسلام پرضد جګړه بللې وه. د طالبانو د جګړې د مشروع دلايل نه خپله طالبان ورکولای شي او نه د نړۍ کوم بل داسې مفتي پيداشوی دی چې دغه جګړه د حق او باطل ترمنځ جګړه و ګڼي.
د دې لپاره چې موضوع ډيره اوږده نشي رازم اصلي هدف ده هغه داچې په دې وروستيو کې يو شمير حوادث د دې لامل ګرځيدلي و چې د طالبانو صفوف او جګړه قوي کړي او دغه ګروپ چې د پاکستان استخبارات يي په ښکاره او په پټ ملاتړ کوي له ډيری پيښو څخه ښه استفاده وکړي. دوي د يوې قوې او منظمي جګړه ماري ډلې په توګه پيژندل شوي و. په تيره لسيزه کې دوي په سياسي او نظامي ډګرونو کې زيات شمير لاس ته راوړنې درلودلې چې ښه بېلګه يي په قطر کې د طالبانو لپاره سياسي دفتر پرانيستلو ترڅنګ په ډير شمير اروپايي او اسيايي مهمو هيوادونو کې دوی سره دوه اړخيزه، درې اړخيزه پټې او ښکاره غونډې وي.
د اسلام اباد د مري غونډې د پيل پرمهال د طالبانو پر سياسي استقلال هغه شکونه چې پخوا موجود وو بيخي ثابت شول، خو د ملاعمر تر مرموزې وژنې چې پړه يي پر پاکستاني استخباراتو اچول کيږي او ملامنصور چې د ایران سره يي اړيکې رسوا شوي او ووژل شو طالبان نور بيخي د سیاسي ډګر څخه په شا کړل. د ملاعمر او بیا د ملامنصور د مرګ د افشا وروسته طالبان سره په ډلو وويشل شول، د جګړې مديريت او رهبري يي ګډه وډه شوه او د سياسي ډګر ترڅنګ د جنګ په ميدان کې يي ډير تلفات وليدل
خو په دې ورستيو کې طالبانو د پاکستان په وساطت روسيه سره اړيکې ټينګې کړي، طالبان فکر کوي چې روسيه سره يي اړيکې به دوی ته د شمال ټلوالې په شان سياسي امتیازاتو لار برابره کړي، خو په اصل کې د روسانو سره د طالبانو اړيکې د دغه ډلې لپاره سياسي او اسلامي انتحار و چې ويی کړو
ولې طالبان مجبور شول چې روسيه سره اړيکې ټينګې کړي؟ .
لومړی: د طالبانو پرضد افغان حکومت قوي تګلاره:
افغان حکومت په خپل هغه پلان کې چې له طالبانو سياسي او نظامي مشروعيت واخلي تر ډيره بریده بریالی دی. طالبان يي نړيوالو ته د سولې خلک نه بلکې د پرديو د ګټو لپاره انتحاريان معرفي کړل، او دغه ډلې سره يي د سولې هر راز دروازې و تړلې. يو شی باید په ذهن کې ولرو چې اوس نو د افغان حکومت پرته بل هيڅوګ طالبانو سره د سولې مستقيمو خبرو حق نه لري او طالبانو لپاره يي د سولې مقابل لوری محدودی شوی دی.
همدارنګه افغان حکومت په ډيره ځيرکتيا سره وکولای شول چې په جګړه کې بل مهم اړخ حزب اسلامي (حکمتيار ډله) چې تر يو بريده يي د طالب جګړې ته مشروعيت وربخښلی و او د هيواد په ختيځ کې يي د دولت او بهرنيو ځواکونو پرضد جګړې مسؤليت درلود سوله وکړي. د مذاکراتو له لارې د جګړې له ډګره داسې يو غښتلی سياسي او نظامي رهبر راوستل د طالبانو پر سياسي مشروعيت هم ستر ګوزار و.
دويم: په جګړه کې د طالبان ناکامي
پاکستان نه غواړي چې طالب هم د سياسي جريان برخه شي، ځکه د طالب يواځې جنګيالی د پاکستان په ګټه دی. پاکستان څو ځل کوښښ وکړو طالب سولې ته کينوي او بیرته يي داسې يو عمل ترسره کړي چې پر ټول جريان اغيز ولري. ښه بېلګه يي د ملاعمر د مرګ افشاء وه، بله بېلګه يي د ملامنصور په اړه امريکا سره معلومات شريکول و. ملا برادر اخوند او نور پر سوله باور لرونکي طالبانو ترور او يا زنداني کول و.
پاکستان پوهيږي چې سياسي طالب او يا پر سوله باوري طالب د افغان حکومت په ګټه دی، او يو سياسي طالب او يا پر سوله باوري طالب د طالبانو ټوله جګړه له ګواښ سره مخ کولای شي. افغان حکومت ټول هغه طالبان چې په سوله باور لري له هغو رابېل کړل چې هدف يي يواځې انتحار او د پرديو په جګړه کې د ځان ښکیلول دي. هغه طالبان چې سوله يي غوښتله یا په ترکيه او يا قطر کې دي، او پر جنګ پلوو طالبانو دومره اغيز نه لري. دغه بهر ميشتې طالبان د کويټې شورا د ټاکنو، جګړې او هلو ځلو سره هيڅ راز همغږي نه لري.
همدارنګه په دې وروستيو کې پاکستان هڅه کوله چې د طالب له سر دردۍ ځان خلاص کړي او دغه پروژه پر يو داسې چا وپلورې چې ګټه يي پنجاب ته زیاته وي، روسيه چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د امريکا شتون ته د شک په سترګه ګوري د طالب لپاره ښه خريدار شو. پاکستان عملا طالب پر روسيه و پلورلو او په دې سره هم پنچاب ګټې خوندې پاتې شوي او هم روسيه هغه تشويش چې د طالبانو اېنده ته يي لرلو يو څه رفع شو، په دغه معامله کې يواځې طالب تاوان وکړو. د طالب څخه د پاکستان ملاتړ يو څه مشروع ګڼل کيدلای شو خو د روسانو او طالبانو اړيکې هغه څه دي چې طالب ورته هيڅ توجيه نشي موندلای.
همدارنګه افغان ولسمشر وکولای شول چې د عربي نړۍ سره د ښو اړيکو له لارې په دغه هيوادونو کې طالبانو ته کيدونکي چنده او خواخوږي کچه تر ډيره بريده راکمه کړي. د عربي شيخانو او هلته ميشت افغانانو هغه چنده چې د امارات په نوم د طالبانو ډلې سره کيدله هم په دې وروستيو کې د پام وړ کمښت په کې راغلی دی. .
ولسمشر غني سولې ته لومړيتوب هم طالبانو ته سياسي او نظامی مشروعيت ورکړی و، خو کله چې ولسمشر دغه ډلې سره د هر راز سولې کولو ناهيلې شوی دی دغه ناهيلي خپله د دغه ډلې سياسي ګوزار دی. ولسمشر غني لپاره اوس سوله د طالب سره لومړيتوب نه دی، بلکې د ترهګرۍ پرضد نړیوال او سېمه ييز بلاک او يا ايئتلاف رامنځ ته کول يي لومړیتوب ګرځيدلی دی. او ولسمشر غني تر ډيره بريده په دغه پاليسۍ کې بریالی شوی دی.
پر پاکستان نړیوال او سېمه ييز فشار بل لامل دی چې دا به پر طالبانو او دطالبانو دجګړې په راتلونکې ډير بد اغيز وکړي.
پايله:
طالب چې اسلاميت يي د جګړې لپاره مشروعيت ورکړی و خو په دې وروستیو کې د روسانو سره د دوي ائتلاف او ملګرتيا طالب د تل لپاره له سياسي صحنې څخه طالب جدا کړو. او د کويټې په شورا کې د روسانو سره د اړيکو پر سر اختلافات به ضرور طالبان يو خپلمنځي جګړې ته و هڅوي. اوس هم د سراج الدين حقاني او ملایعقوب ترمنځ اړيکې د پخوا په پرتله ډيرې خرابې شوي دي.
همدا اوس هم د طالبانو يو مهم چارواکی قطر ته تللی و چې قطر ميشتي طالبان سراج الدين حقاني رضا کړي چې د روسانو سره اړيکې به د دوي ترمنځ لارې جلا کړي.
له سرخط څخه په مننې