
بې کاري ، ناامني او فساد هغه دري لوي عوامل دي چې په اوسنیو وختونو کې يې ځوانان دې ته مجبور کړي چې خپل هیواد پریږدي اونوري نړۍ ته ځان ورسوي
دوي په همدې طمعه خپل هیواد پریږدي چې په نوره نړۍ کې چې هدف مې تر ډیره اروپا دي یو ارام ژوند ولري در حال کې چې داسې نه ده دوي که په دې هیله خپل وطن پریږدي چې خوشالي او ابادي به يې په نصیب شي خو دا دخوب لیدل دي ځکه مونږ په تیر کې ولیدل چې هغه خوانان چې غوښتل يې تر اروپا ځان ورسوي دوي په لار کې له ډول ډول ستونزو سره مخ شول چې ډیری خواږه ځوانان د مرګ تر کومې هم ورسیدل او هغوي چې تر اروپا روغ رسیدلي په ددې پوي شي چې پردۍ کټ تر نیمي شپي دی نو ښه ده چې بیرته تر خپله هیواده راشي او دلته داروپا د خوندونو په کور دننه نیمه ډوډۍ قبوله کړي منو چې ددوي په وړاندې به ستونزي وي خو همدا ځوانان دې چې شته ستونزو ته به د پای ټکی ږدي که خدای مه کړه له هیواده د ځوانانو د غیري قنوني تګ همداسې دوام وکړي نو مونږ به دهیواد په حق کې یوه لویه جفا او ضایع کړي وي او هیواد به مو دراتلونکي لپاره له یوه لوي ناورین سره مخ کړی وي ځوانانو ته په کار ده چې له شته ناخوالو سره مبارزه وکړي او هغه ستونزي چې ددوي په وړاندې دي په شته قوت يې له منخه يوسي
نو ددې لپاره چې ځوانان مو په کور دننه پاتي شي دولت مکلف بولم چې ټولو هغو ستونزو ته ځواب ووايي چې په اوسنیو وختونو کې ورڅخه زمونږ ځوانان کړیږي او د دوي د مخته تګ مخه يې نیولي که حکومت شته ستونزي له منځه یوسي بې کاره ځوانانو ته دکار زمینه برابره کړي له شحصي ګټو ورتیر او هیوادنۍ ګټي په نظر کې ونیسي تور ته تور او سپین ته سپین ووايي لري نه ده چې ځوانان به مو په خپل ګران هیواد کې بسیه او مصروف شي چې په اساس به يې ځوانان بیا دا زړه ښه نه کړي چې د خپل هیواد څخه په تیښته کې ووسي.