
وروسته له هغې چې د جولای په میاشت کې پاکستان او روسيه یو نظامي هوکړه لیک لاسلیک کړو چې له مخې به يي روسيه په اسلام اباد او پيښور کې يو شمير دفترونه د طالبانو د اکمالاتو او روزنې لپاره کاروي پرانيستي. دغه دفترونه چې پاکستان اي ايس ای او د روسيه کی جی بي يي په ګډه چارې مخ ته وړي په قبایلي سيمو او په ځانګړې ډول د پيښور شورا، د حقانې شبکې او د کويټې شورا يو شمير غړو سره مستقيما په تماس کې دي چې طالبان چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ماتې سره مخ شوي و یو ځل بیا منظم، تجهیز او و وروزي.
اطلاعاتو له مخې په افغانستان کې د داعش تروريستي ډلې جنګي عمليات ورځ تر بلې کميږي، دوي تقريبا په جګړه کې خپله ماتې منلې. خو داعش وسله والې ډلې په جګړه کې له ماتې وروستې اوس خپل ټول پام ټولنیزو شبکو ته اړولی. په وروستيو دوه اونيو کې داعش په ټولنيزو
خو طالبانو ته نږدې سرچينې وايي چې د روسانو مثلث برخه ټول طالبان نه دي بلکې يو شمير لوړپوړې طالبان دي چې د پاکستان د منافعو لپاره جګړه کوي او يا د روسانو او پاکستان لخوا غولول شوي دي. د ملایعقوب په مشرۍ يو شمير طالب چارواکي د حقاني له دغې پريکړې سره چې د روسيه او پاکستان د ملګرتيا مثلث جوړوي سخت مخالفت ښودلی. قطر ته د ملایعقوب سفر هم د همدې موخې لپاره و چې قطر ميشتې طالبان د حقاني او ملاهثبت الله د دغه پرېکړې څخه خبر کړي او د هغوي نظر ترلاسه کړي. خو قطر میشتي طالبانو د منځنګړتوب ژمنه کړې چې موضوع باید پټه حل شي. خو د وروستي اطلاعاتو له مخې قطر ميشتې طالبان هم نه دي توانيدلی چې دغه مثلث څخه طالبان بیرون کړي. .
د اکتوبر په ۲۹ نېټه به د طالبانو يو پلاوی چې مشري به يي د هلمند لپاره د طالبانو والي کوي روسيه ته لاړشي او هلته به روسانو سره پر دوو مهمو موضوعاتو چې يو په هلمند کې د مخدره موادو کرکيلې مخينوی دی او بل يي طالبانو ته د اړتيا وړ غوښتنليک و سپاري. طالبان به په روسيه کې په یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وکړي. ټاکل شوې وه چې دغه سفر کې حقاني هم لاړشي خو په طالبانو کې د وروستيو اختلافاتو له امله حقانې غواړي چې خپل يو استازی و ليږي
له کله راهيستې چې پاکستان په سېمه ییزه او نړيواله کچه منزوي شوی و پاکستانه هڅې پيل کړې وي چې طالبان نور و پلوري، د طالب لپاره په سېمه کې يواځينی خریدار روسيه وه چې پاکستان و کولای شو په ډيره ماهرانه ډول طالبان پر روسيه داسې و پلوري چې واګي يي لاهم پنجاب سره وي.
د روسانو سره د تودو اړيکو غوښتونکي حقاني، پيښور شورا، کويټې شورا او يو شمير نور پاکستانۍ ترهګرۍ ډلې دي. د طالبانو مهم مشران لکه اغاجان معتصم او مولو متوکل د روسيه سره د اړيکو سخت مخالف دي.