ولسمشر غني او نړيوالې ټولنه

 
اسما حکيمي
د پخواني ولسمشرکرزي او نړیوالو اړيکې په وروستيو کلونو کې خراب شوي وو،هغه مرستې چې توکيو کې يې ژمنه شوې وه لکه څرنګه چې لازمه وه کابل ته رانغلې او افغانانو ته يې غټې ستونزې جوړې کړې. په ټولنه کې وېره موجوده وه چې دوزره څوارلسم کال نه وروسته به هيواد کې حالات کړکېچن شي،او دغه اندېښنې بېځايه هم نه وې. له يوې خو نړۍ والې ټولنې دا پړيکړه کړې وه چې افغانستان به نور پخپل حال پرېږدي او له بلې خوا په نظام کې دننه دولسمشر کرزي له خوا نازول شوي سياسي او مافيايي کړۍ د نظام د تضعيف لاملونه وو.
دوى په دې هڅه کې شول چې په منفي تبليغاتو سره پر ولسمشر فشار راوړي.
هيواد وال مو چې د بهرنيو څوکلنو مرستو په هوسا ژوند روږدي کړي وو، د مرستو په کمېدو سره دلته په افغانستان کې ژوند ورته ناشونى ښکارېده نو نا قانونه مهاجرتونو ته یې مخه کړه.
ولسمشر غني په دغو دوو کلونو کې وکولاى شول چې د نړۍ والو اعتماد بېرته ترلاسه کړي، د هيواد بيا رغونې لپاره يې په بنسټيزو پروژو کار پيل کړ.
هندوستان سره يې دوستانه اړيکې په داسې حال کې چې پاکستان سياسي انزوا کې واقع شوى د سياسي فهم ښکارندویې دي.
دادې اوس بيا په بروکسل کې نړۍ وال راټول شوي او ژمنه کوي چې افغانستان ته د کال درې نيم ميليارده ډالره مرسته وکړي که افغانان دا پيسې په سمه لاره ولګوي پرته له شکه چې د افغانستان اقتصاد لپاره به يو نوى فصل پرانستل شي.
په دغه درې ورځنى سفر کې به ولسمشر د د يادو شوو هيوادو نو له مشرانو او مخورو شخصيتونو سره ګوري، په ترهګريزو ستونزو به ورسره مشورې کوي او همدا راز ولسمشر به په د افغانستان په چارو کې د پاکستان لاسوهنو په اړه نړۍ والو سره خبرې کوي
افغانانو ته په کار ده چې له دغه لاس ته راغلې فرصت څخه ګټه پورته کړي ، له نفاق نه لاس په سر شي، د خپل نظام او ولسمشر ملاتړوکړي،  دخپلو ژونديو مشرانو په ارزښت ځان پوه کړي. هسې نه چې د فرصتونو د له لاسه ورکولو په نتیجه کې خپلو راتلونکي نسلونو ته ملامته او تاريخ ته شرمساره شو.
ديو پرمختللي اوهوسا هيواد لپاره ويښ ملت ته اړتيا شته نو راځئ خپل راتلونکى پخپله وټاکو.