
افغانستان لپاره د بهرنيو هيوادونو مرستې د مرستندويه هيوادونو په خوښه مصرفېدلې. هغه بهرني دونران چې افغاني لوري ته يې پروژې ورکولې کومې ځانګړې څارنې لاندې نه وو نيول شوي او دلته هيواد کې هم د شفافيت د نشتون له امله دا مرستې د مفسدينو شخصي جيبونو ته تللې.
د کرزي حکومت پرمهال،ښاغلى حامد کرزى او وزيرانو يې تل دا شکايت درلود چې نړۍ وال مونږ ته اجازه نه راکوي چې په توليدې سکتور کې پانګونه وکړو. دا خبره به تر يوه حده رښتيا وه،خو حقيقت دادى چې د کرزي حکومت هېڅکله دا هڅه هم نده کړې چې خپلو نړۍوالو پارتنرانو ته قناعت ورکړي تر څو په توليدي سکتور کې پانګونه وشي.
د افغانستان د تولیدي تصدیو د منحلولو هڅه او بیا یې په ټپه درول د هغه وخت د حکومت د روحیې ښه ترجماني کوي.
نا سالم او په فساد لړلى اقتصادي مديريت،دقانوني څارنې نشتوالې، د سياسي،اقتصادي او بشري زېربناوو کموالى،پر مختګ لپاره د اوږدمهاله پلانونو نه لرل د مرستو د ضايع کېدو لاملونه ول.
دويمې نړۍ والې جګړې نه وروسته آلمان ، متحده ايالاتو څخه 29ميليارده ډالره مرسته تر لاسه کړه چې د هغو 98ميليارده ډالرو په پرتله چې افغانستان ته د 2001کال نه وروسته د امريکې متحده ايالاتو له خوا ورکړل شوي ډېره کمه ده. که افغانانو هم د آلمان په څېر دا پيسې پر ځاي لګولې وای اوس به مو هيواد پر خپلو پښو ولاړ هيواد واى،
د افغانستان روانې اوبه بېځايه بهېږي او ګاونډي ملکونو ورڅخه ګټه پورته کوي. پکار خو دا وو چې بندونه پرې ورغول شي او د ټول هېواد د برق ستونزې هوارې شي. څېړنو ښودلي چې ټول هيواد کې 39سلنه کورنۍ د برق انرژۍ څخه ګټه پورته کوي.
ښاغلي کرزي او دهغه دبرېښنا وزير اسمعيل خان په ميليونونو ډالره دې ته پيدا کولاى شول چې زاړه ايراني جنريترونه د کندهار او نورو ښارونو د برېښنا لپاره واخلي خو د کجکي توربين څو کاله کېږي چې باد او باران ته پروت دى هر څه آماده دي خو دسياسي ارادې نه شتونکندهار لاهم له برقه محروم ساتلى.
ولسمشر غني د کجکي پر بند د کار لپاره لازم اقدامات وکړل او په نږدې راتلونکي کې به د هغه بند د توليد ظرفيت 115ميګا واټو ته ورسييانې څه دپاسه دوه چنده به شي
دسروبي دويم بند هم دکلونو راهيسې دکاغذ پر مخ جوړ شوى او عملي شوى ندى. دادې په همدې شپو ورځو کې يې قرار داد وشو .دشبرغان د ګازو برق هم همداسې کلونه کلونه بې سرنوشته و اوس په کې کورني پانګوال ،پانګه اچوي او رغوي به يې.
دولسمشر دوه کلنو هڅو دا جوته کړه چې يو ښه مدبر شخصيت دى ،د مرستو د جذبولو تر څنګ يې د دهغې پر ځاي لګولو لپاره هم اقدامات تر سره کړل.
د بهرني مرسته کونکي بڼسټونو مسئولينو سره يې وکتل او د دشفافيت او حسابدهۍغوښتونکى شو
دSIGARادارې د خپلو څېړنو پايله کې ويلي چې ولسمشر غني کلک هوډ لري چې په راتلونکو کلونو کې مرسته شوي پيسې به په توليدي سکتورونو او زېربنا وو مصرفوي. نو دا هيله به بې ځايه نه وي چې که په بروکسل کې د مرستو ژمنه کېږي د غني د منطقي او معقول مديريت به دې ته زمينه مساعده کړي چې په زيربنايي پروژو کې هم کاروشي او د هيواد وګړو ته د ښه ژوند لپاره نوي کاري فرصتونه ايجاد شي.