
دا څو روځي وړاندی دافغانستان اسلامی جمیعت ګوند دپخوانی مشربرهان الدین ربانی د وژل کیدو دپنځم تلین وو اوپدی مناسبت د نوموړی ګوند لخوا د لویی جرګی په کیږدۍ کی لمانځغونډه جوړه شوی وه چی د نورو میلمنوتر څنګ د افغانستان پخوانۍ ولسمشرښاغلۍ حامد کرزۍ هم ورغلۍ وو.کله چی پخوانی ولسمشرد وینا لپاره دریځ ته وخوت او خپله وینا یی پیل کړه نو د حاضرینوله منځه د مرګ بر کرزۍ! اودی ته ورته شعارونه (دخبرو دسپیڅلتیا اوعزت نفس د درنښت څخه لیری دی او یوازی د جمیعت ګوند او شمالي ټلوالی د بدماشانوپه شان کی دی) ښاغلی کرزی په پته ورولیږل شول،اوپدی توګه سره شمالی ټلوالی د خپل ولینعمت (ښاغلی حامد کرزی) درناوۍ وکړاوبیا کرزی په نهایت بیوسۍاومظلومیت کی د هغه لنډه غر خواته ورغۍ او هغه لنډه غریی په غیږکی ونیواو دریځ ته یی ورسره راووست چی د ښاغلی کرزی دغه کړنه او ژست د پوهی خاوندانو په اند د نوموړی لویتوب وارزول شو،مګر د شمالی ټلوالی داروا پوهني ( ذهنیت) په نظر کی نیولوسره هغوی میړانه کړی اونور هم له خپلی دی کړنی خوند اخلی او دی ته ورته کړنو ته هڅیږی .هسی خو هم شمالی ټلوالي هيڅکله هم د ملی ارزښتونواو ویاړونودرناوۍ ندۍ کړۍ اوټول عمر یی په افغان دوښمنۍ یی کی تیر شویدی، دوی دومره کمزورۍ یاد لری چی میر مسجدی خان یی له یاده وتلۍ او د سقاو زوی (چی د ټولی نړۍ د تاریخونو په حواله غل ،لاری وهونکۍ (قطاع الطریق)او شوکمار وو) د خپل قومی ویاړاوسیمبول په توګه پیژنی ،دا ځکه چی نوموړی غله د افغانستان قانونی حکومت دنړیوالو ښکیلاکګروپه ملاتړاو اشاره را وپرځاوه. لدی پیښي وروسته چی د ګڼوافغانانوله غوسي ډک غبرګونونه یی پځان پسي لرل او شمالی ټلوالي ته یی د هغوی د کړنو هنداره ورښکاره کړه.اوس د جمیعت ګوند اجرایی رییس (عطا نور) او د بهرنیو چارو وزیر (صلاح الدی ربانی) ویلی چی ګویا نوموړی غونډی ته کرزۍ نه ووبلل شوۍ!نو ځکه یی سپکاوۍ وشو. د جمیعت ګوند د پورته ذکر شویو جګپوړو چارواکوله څرګندونو له ښکاری چی دوی اصلاُ افغانان نه دی. دا ځکه چی افغانان د نړۍ په کچه د پیړیو راهیسی په میلمه پالنه مشهور دی.او د میلمه دومره خیال ساتی چی غټي غټي دوښمنۍ په میلمستیاوو او د دسترخوان په سرحل کوی. کچیری یو څوک د چا د وینو پوروړۍ وی او بیا د وژل شوی کس کورته ورشی او د هغه په دسترخوان کښینی اوپه ډوډۍ لاس کښیږدی اوهمداسی لاس په ډوډۍ ونیسی هغه د وژل شوی کس وارث حتی همدی قاتل ته بښنه کوی اوزارۍ ورته کوی چی ډوډۍ وخوره.دغه دافغانانو میلمه پالني بیلګه ده،بله دا چی پخوانۍ ولسمشرکوم نا پیژندل شوۍ کس نه وو.اوکچیری بی بلنی هم ورغلۍ وی باید چی درنښت یو په لسه شوۍ وۍمګر دوی پخپل غولی خلک داړی او دغه بیا د افغانی ارزښتونو او باورونوڅخه ډیر واټن لری . د دوی لدی کړني یوازی یوه پایله راوزی او هغه داچی نورباید د داسی خلکو په مړی او ژوندی کی د عزت خاوندان ګډون ونه کړی او دا ځکه چی دلته هغه پښتو متل چی وایی: زه د پلار در سره ژاړم او ته می ړندو سترګوپوری خاندي.او یا داسي لکه :
نصیحت په سنګین دلو اثر نکړی««»» بیهوده پیر محمد دُر وایی په سنګ.
په درنښت