خشونت څه شی دی؟

 
خشونت/تاوتریخوالی یوه عربي کلیمه ده، چي په لغت کي توندیدلو، په خروښ کي راتلولو او د نرمۍ ضد ته وایي.
د خشونت تعریف:
نورو ته د ضرر رسول خشونت/تاوتریخوالی ګڼل کیږي هغه که هر ډول او په هره اندازه وي؛ ځکه نو خشونت نه یوازي دا چي د ویري او غضب ښکارندوۍ دی، بلکه پراخه ساحه تر خپل پوښښ لاندي راولي؛ ځکه چي اساس او بنسټ یې انسانانو ته د ضرر رسولو څخه تشکیل شوی دی؛ دلته نو بیا مهمه نه ده چي ضرر مادي دی که معنوي، جسمي دی که رواني او یا یې په بل ډول صورت نیولی دی.
او یا په بل ډول خشونت د هغه ناسالم او زشت برخورد څخه عبارت دی چي د غصې او قهر په سبب را منځ ته کیږي، خو دا یو فردي عمل او عقیده ده چي مقابل جانب ته د جسمي یا رواني صدمې او یا هم د نورو خلګو ارزښتونو ته د زیان سبب ګرځي.
په لنډ ډول یې داسي خلاصه کولی شو، چي خشونت د یو فرد یا ډلي د نا مطلوبي تګلاري او چلند څخه عبارت دی د بل فرد یا ټولني په وړاندي.
د خشونت ډولونه:

  •      مستقیم خشونت (فذیکي تاوتریخوالی)
  •      غیر مستقیم خشونت
  • مستقیم خشونت:
    مستقیم تاوتریخوالی په ښکاره ډول د لیدلو وړ دی؛ لکه جنګ، وهل ټکول، تهدید، تعذیب، شکنجه، قتل او داسي نور.
    جنسي تاوتریخوالی:
    د هر هغه غیر اجتماعي او ټولنیز چلند او رفتار څخه عبارت دی، چي له لمس کولو نیولې بیا تر جنسي تجاوز او تیري پوري؛ دغه ډول تاوتریخوالی تر ډیره د خصوصي او کورني ژوند په احاطه کي تر سره کیږي.
    رواني تاوتریخوالی:
     د خشونت او تحدید امیزه رفتار او چلند څخه عبارت دی، چي د ښځي شرافت، ابرو او د هغې پر ځان اعتماد لکه داره کوي؛ دغه رفتار او چلند د ناروا انتقاد، تحقیر، بد دماغي، تمسخر، توهین، فحاشي، متلک، د طلاق په ورکولو او یا هم بل واده کولو باندي دوامداره تهدید څخه عبارت دی.
    غیر مستقیم خشونت:
    د تاوتریخوالي هغه ډول دی، چي په سترګو نه لیدل کیږي خو اثرات یې احساس کیږي؛ د مثال په ډول کینه، کدورت، بې اعتمادي، غیبت، شیطانت، بې تفاوتي او نه همکاري.
    کلتوري خشونت:
    کلتوري خشونت او تاوتریخوالی په منفي رسم و رواج، د نورو د حقوقو او ارزښتونو پایمالول، د خرافاتي عنعناتو او امثالهم پیروي.
    جوړښتي او سازماندهي تاوتریخوالی:
    په ټولنیزو ګروپونو او محلونو کي د مادي او معنوي منابعو د غیر عادلانه تقسیم څخه عبارت دی.
    مثلا: په روغتیايي خدمتونو، تعلیم او تربیه کي، د ژوند نوري اسانتیا وي او یا هم د فرد او یا کومي ډلي د رشد او انکشاف مخنیوی.
    د مثال په ډول: په یوه کلي کي څو کلینیکونه فعال وي او په بل کلي کي بیا یو کلینیک هم وجود ونه لري؛ نو بیا د دې کلي اوسیدونکي په غیر مستقیم ډول د تاوتریخوالي ښکار دي.
    د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی:
    د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ زوریدلو خویندو، میرمنو او میندو ته د احترام په منظور او هم د جنسي تاوتریخوالي د پیژندني په موخه را منځ ته شوې او سرچینه یې په امریکا کي د هغه ۳ خویندو د وژني څخه اخیستل شوې ده چي د دیکتاتورۍ پر مهال د ۱۹۳۰ څخه بیا تر ۱۹۶۰ زیږدیز کال پوري په خشونت امیزه ډول ووژل شولې.
    له هغه نیټې څخه بیا تر اوسه نړیواله ټولنه هغه ورځ د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالي ورځي په توګه تر پیژندني وروسته لمانځي.