
۱.ښه غوږ نیول:په مکمله توجو سره غوږ ونیسی او هر لغات چی اوری خپل حافظی ته یی وسپاری.
۲.په مینه سره مطالعه وکړی:مطالعه خپل د یوه شوقی کار په ډول تر سره کړی او خپل یو منظم عادت یی وګرځوی.
۳.منطقی ډول فکر وکړی:د مختلفو نظریاتو شریکول ،پلټنه کول او ژور فکر کول تاسو تر حقیقته رسوی او حقیقت اسانه زده کیږی او هم په دماغ کی د زیات وخت لپآره پاتیږي.
۴.په پوښتنه مه شرمیږی:هیڅ کله په سوال مه شرمیږی ،پوښتنی کول تاسو تر حقیقته رسوی او همداشان پر خپل ځان د اعتماد زیاتیدلو سبب ګرځی.
۵.همیشه نوټ اخلی:هر نوی شی چی وینی نوټ اخلی دا به ستاسو سره د موادو په پیادولو او د معلوماتو په زیاتولو کی مرسته وکړې.
۶.دماغ کی نقشه کښل: د هر څه زده کولو مخکی د هغه په اړه فکر وکړی او په دماغ د هغه په اړه یو تصویر جوړ کړي.
۷.په منظم ډول یی پیادکړي:خپل هر څه چی مو زده کوی په منظم ډول سره هره ورځ څه برخه یاد ته سپاری ځکه دماغ چی هر څومره ډیر شي چټک پیاد کړی هغومره ژر یی له لاسه هم ورکوي.
۹.په ژبه سره یی تمرین کړی:هغه څه چی مو زده کړی دی په ژبه سره یو چاته ووایاست او یا خپل له ځان سره یی تمرین کړی.
۱۰. تړاو ورکړی:هغه څه چی تاسو زده کړی دی د هغه په اړه فکر وکړی او وګوری چی څومره ستاسو له کاربار او یا ورځنی ژوند سره اړیکه لری.