څو پوښتنې او څو ځوابونو ته اړتیا

 
که د افغانستان تیر څلویښت کاله تاریخ ته نظر وکړو نو دلته مختلفو ایدیالوژیو پورې تړلیو ډلو حکومتونه کړي چې د هغوی له جملې کمونستان، مجاهدین، طالبان او اوسنی نظام دي. د اوسني نظام د بنسټ ډبره په بن کې کیښودل شوه او تقریبا مجاهدین، کمونستان، غربګرایان او ډیر لږ محدود طالبان په کې را ټول دي. البته یو شی چې په ټولو دورو کې مشابه دی هغه دا دی چې واک د تاوتریخوالي له لارې لېږدول شوی.
دلته زه نه غواړم په چا قضاوت وکړم بلکې هدف یواځې دا دی چې د قدرت په نشه مست لیوني دې دې ته متوجه شي چې واکمني د چا ابدي میراث نه دی او نه هم زورواکي ټول عمر د زور خاوندان وي.
هغو کړیو چې تیر څوارلس کاله یې دلته د واک مشروع او نامشروع سرچینې په لاس کې وې، ځانونه یې ماړه کړل، دولتي او خصوصي ځمکې یې غصب کړې، د بهرنیانو پروژې يې واخیستې، غټ شول، وپړسول شول او د ملت په ټولو معیارونو یې معاملې وکړې نن سبا ځان د ملت له خوا حاشیې ته شوي ښکاري، او ځان د خلکو په اینه کې ټیټ ویني؛ نو په دې کوشش کې شوي چې د خپل ځان د سیاسي بقا لپاره دا وار په افغانستان کې میشت قومونه سره په جنګ کړي او دوی یې په راس کې پاتې شي او یو ځل بیا د هغو قومونو له ادرسه ځان مطرح کړي چې د سقاو د ځوی د ورستو هډوکو بیا خښول یې ښه نمونه ده. قومي سیاست په درېیمه نړۍ کې عموماً او په افغانستان خصوصاً د سیاستوالو د ډېرو ځانګړو او ناملي ګټو د ساتلو او پاللو ښه لار ده.  
افغانستان یو سنتي اسلامي هیواد دی. دلته اسلامي شعایرو ته تل د احترام په سترګه کتل شوي؛ دلته دین ستیزه ډلې او هغه چا چې په عقایدو حمله کړې د سخت غبرکون سره مخ شوي. پرون کمونیستانو مارکسیزم-لننیزم داسې تفسیر کړ چې ګواکې د مدینه فاضله یوازنۍ لار همدا ده. دوی یو مشروع نظام وننګاوه او یو عادي سیاسي بهیر یې له خنډ سره مخ کړ. د دوی په غبرګون کې ملت د قیام روحیه پیدا کړه او را ولاړ شو، خلک پاکستان او ایران ته مهاجر شول، ټوپک یې را پیداکړل او مسلح قیام وشو، بالاخره يې حکومت چپه کړ او د چارو واګې د جهاد رهبرانو په لاس کې واخیستې؛ مجاهد مشران سره جوړ را نغلل او د قدرت او چوکۍ په خاطر یې ډیر بې ګناه خلک له تیغه تیر کړل.
جهاد د افغانستان ولس وکړ. جهاد او د خپلواکۍ د مبارزې بېلګې زموږ په تېر تاریخ کې ډېرې ثبت دي. تېر شوروي‌ضد جهاد هم دغسې و. خو له دې جهاد نه په استفادې د افغانستان خلک د دغو تش په نامه مجاهدینو د قتل او قتال، غلاوو، غصب، چور، تجاوزونو په تنګ راغلل او د طالب نوي پیل شوی غورځنګ ته یې ښه راغلاست ووایه، ولسوالۍ او بیا ولایتونه تسلیم او ونیول شول او د کابل تر دروازو راورسیدل، کابل یې ونیو او پر کابل واکمن او یو بل سره اخته "مجاهدین" یې تر کولاب او مشهد ورتیر کړل.
 طالب د پیدایښت نه تر اوسه څو مختلف کرکټرونه لري، دشر او فساد، پاټکونو، غلاوو او تجاوزونو په خلاف د طالب ملي پاڅون، راپورته کیدل او بیا تقریبا د ټول هیواد خاوره لاندې کول او ورسره د مطلق اکثریت هیوادولو د ښه راغلاست سره مخ کیدل د دې په خاطر وو چې طالب یو نعم البدل و، تر طالب مخکې داسې یو انارشېزم واکمن و چې اصلاً نظام نه شي باله کېدای. طالب یو نسبي عدل راووست، امنیت یې ټینګ کړ.. دا هم یو حقیقت دی چې طالب د معاصر افغانستان د تجزیې او ویشلو ټولې فرانسوي، روسي، پاکستاني او ایراني توطئې شنډې کړې.
په لنډو کې راګرځم، د سپټمبر یوولسمې پېښې وشوې، امریکا یې تور د طالبانو پر مېلمه، اسامه بن لادن پورې کړ. امریکایانو د افغانستان د نیولو اراده وکړه او د پخوانیو یارانو نه یې کومک وغوښت. "جهادي او مقاومتي یارانو" یې د لبیک تر څنګ د "غټو غټو بمونو" غورځولو وړاندیزونه وکړل او کابل ته د امریکایانو د بي۵۲ تر سیوري لاندې راننوتل.
مونږ هره ورځ د چلینجونو خبرونه اورو خو نن به دا جرات زه وکړم او دا یوه وړه پوښتنه د هغوی نه لرم چې ځان ورته اسلامي سکالر ښکاري:
د پخواني شوروي پر خلاف یا په بله اصطلاح د ترکي، کارمل، امین او نجیب په خلاف جنګ ته جهاد ویلی شي؛ نو بیا د کرزي په خلاف یا په بله اصطلاح د امریکایانو او ناټو په خلاف جنګ ته ولې نه؟؟ 
 ایا په اسلامي شریعت کې د ولا او برا له احکامو خبر یاست؟؟
تاسو چې برادرکشی ته د "مقاومت" نوم ورکوئ او ډیری وخت یې د افغانستان د خلکو تر سپیڅلي جهاد هم پورته ګڼئ، ایا ستاسو مقاومت تر اوسني امریکایي ضد مقاومت ډېر مشروع وو؟؟ د هغه مشروعیت او د اوسني مقاومت د نامشروعیت دلایل کوم دي؟
دا درس هم مونږ ته تاریخ راکړی چې د اقتدار په نشه مستو خلکو تل د یو څو ګمراه دیني عالمانو په واسطه عامو خلکو ته د دین تفسیر د خپلو خواهشاتو مطابق وړاندې کړی او د خپل دریځ د حقانیت لپاره یې د دین له ادرسه کوششونه کړي.
اوس چې په دې خلکو دیني ادرس د بندیدو او ملت نور د دوی په چالاکی د پوهیدو په حال کې دی نو دوی غواړي په راتلونکي کې د خپل ځان د بقا په خاطر د قومي ادرس نه را مخ ته شي او دا ځل د افغانانو ترمنځ د قومي جګړي او تعصباتو اور بل وساتی تر څو د دوی اقتدار پاتي وي او یوه کتله ناپوه خلک ورپسې روان وي، ټوپک پسې وګرځوي او په غونډو کې د "الله اکبر" په سپیڅلې نعره بدرګه شي چې دا چاره په نږدې یو کال کې ډیره په تیزۍ روانه ده او دوی هم یو څه کامیاب ښکاري. د افغانستان په تاریخ د دوی حملې، د مړو بیا خښول، د خراسان او شمال چیغې او داسې نوریې ښه مثالونه دي.
زه مطلق د دې پلوي یم چې د افغانستان د راتلونکې په خاطر باید تیر په هیر وشمیرل شي اما تیر په هیر دا مانا نه لري چې یو ډله دې کامل برات ولري، ازاد دې ګرځي، په خپل کرغیړن تاریخ دې ویاړي خو بلې ته بیا دا اجازه نشته چې حتی مدني فعالیت وکړای شي او د خاین او جاسوس نوم پرې وي.
که د پاکستان او ایس ای سره د ارتباط خبره وي نو دوی خو ډیر پخوا جنرال حمید ګل ته ارشد مشاوریت ورکړی وو، د پل خشتي جومات یې د ضیا الحق په نامه کولو. همدارنګه که د ایران او روسيې جاسوسي شي نو په دوی کې خو ځینو ان له شوروی اتحاد سره پرتوکولونه درلودل او د ایران سپاه پاسدارانو به ورته په هلیکوپترو کې غذايي مواد او جنګي توکي را واردول.
نن که څوک په مطلق حاکمیت کې دي او له پیسو نیولې تر رسنیو او څوکیو ټول د دوی په اختیار کې قرار لري، دا تل نه دي، سبا به دلته بله ډله واک ته رسیږي او هغه به بیا په خلکو خپل تاریخ ته د ښه ویلو ګواښونه کوي.
خو تاریخ نه بدلیدونکی دی او د تاریخ د مسخه کیدو هر کوشش به له ناکامۍ سره مخ کیږي. نن که د کولاب او مشهد شازلمیان ځانونه قهرمانان بولي، غونډی یې په مړو او اوارې ځمکې یې د ژوندیو لپاره غصب کړي، که سبا وار طالب ته رسیږي نو د ګوانتانامو او بګرام تر قهرمانانو یې ونیسه بیا د څلویښتو هیوادونو سره د جنګیدونکو او هغوی ته ماتې ورکوونکو ځوانانو مړو او ژوندیو ته څومره غونډی او ځمکې په کار دي؟ څه فکر کوئ، چې د سقاو زوی ته به د کابل په منځ کې په غونډۍ د بیا ځلې خښیدو اعزاز نصیب کیږي او ملا دادلله او نورو د قبرونو شناختې به بې شناخته پاتې وي؟؟
څه فکر کوئ ډاکتر نجیب الله پلویان نه لري؟
څه فکر کوئ چې د طالب او حزب اسلامي پلویان نشته؟  
د تیر په هیر فارموله که عملي کیږي نو باید له ټولو سره یو شان او مساوي سلوک وشي او که انتقالي عدالت غواړئ نو د ترکي نه یې شروع او تر استاد رباني دې په ټولو عملي شي او د عدالت تطبیق دې په ټولو ترسره شي که هغه مړ وي که ژوندی.