
لغمان په علمي ډګر کې يو ګام وړاندې ولاړ.
په لغمان ولایت کې د نږدې اتلس میلیونه افغانیو په ارزښت د عامه کتابتون لپاره د ودانۍ جوړلو چارې د دغه ولایت د والي عبدالجبار نعیمي چې په ولسي جرګه کې دلغمان دخلکو استازې آغلې زیفنون صافۍ، ګڼ شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او ژورنالیستان يې ملتیا کوله د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره پيل شوې.
د اطلاعات او فرهنګ رئیس فیضان الله پټان د عامه کتابتونو لپاره پر جوړېدنکي ودانۍ د خوښۍ ښودلو ترڅنګ په هر اړخیزه برخو کې د ولایتي ادارې د هڅو او تلاشونو ستاینه وکړه نوموړي وویل؛ څرنګه چې روان کال په لغمان کې د پرمختګ او سمسورتیا په کال نومول شوی، ورسره سم په دغه ولایت کې پرمختیايي بهیر چټکتیا موندلې او د بېلابېلو سکتورونو په چوکاټ کې ګڼې پرمختیايي پروژې پلي او لسګونه نورې تر کار لاندې دي.
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازي آغلې زیفنون صافۍ ددغه کتابتون جوړېدل په لغمان کې د ځوانانو د علمي ودې او پراختیا په برخه کې ګټور یاد کړ .
لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې دعامه کتابتون لپاره جوړیدونکې ودانۍ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپراختیايي بودجې لخوا يې مصارف ورکول کیږي د نږدې ۱۸ ملیونه افغانیوپه لګښت به دیو کال په موده کې جوړه او د مطالعې ټولې اسانتیاوې، کمپيوټر او د انټرنیټ سهولتونه به ولري.
نعیمي وویل دلغمان دخلکو ټولې غوښتنې،ستونزې او وړاندیزونه يې اوریدلي او په مسلسل ډول يې د اړوند وزارتونو سره شریکې او تعقیب کړي دي، نوموړي وویل تلاش کوي چې په هر سکتورکې لومړیتوبونو ته په کتو اړینې پرمختیايي او اصلاحي چارې ترسره کړي..
یاده دې وي چې په لغمان کې تر دې دمه ددانش کتابتون پرته بل داسې کتابتون نشته چې هلته دې دعلم،ادب او تحقیق مینوالو ته دمطالعې او تحقیق ټول سهولتونه برابر وي،چې ددې کتابتون په جوړیدو سره به دغه تشه هم ډکه شي.