
د صبر، زغم، حوصلې، مهربانۍ، بښنې او مینې غر مې ونړېد. موږ یې یوازې پرېښودو او ده د حق لایزال لوري ته مخه کړه.
شهید استاد محمد مرسلین ثاني د معارف خادم او یو غریب پال شخصیت و؛ د صبر، زغم او استقامت بېلګه وه؛ ادب، تربیه، خیر او ښېګڼهیې له خپل پلاره په میراث وړې وه، تل به د نورو په غم کې و، د سرښندونو مخکښو، خو په امتیاز کې به بیا وروستنی شو.
د شهید استاد لهکارنامو څخه یوازې د بېلګې په ډول یادونه کوم.
۱. د ژمي موسم و، په کلي کې به د کوچنیانو شور او ځوږ زیات و؛ ماشومانو به لوبې او جنګونه کول. نه پوهېږم استاد له کومې را پیدا شو. یوه توره تخته او یو قطی تباشیر یې هم له ځانه سره راوړي وو او د ژمي کورس مو په کلي کې پیل شو، ماشومان به چې له مسجد څخه رخصت شول، نو د استاد د کور په لور به په ډېره مینه او علاقه په مڼدو شول، استاد به پیتاوي ته د ناستي ځای چمتو کړی و، توره تخته به اېښې وه او خپلو زده کونکو ته بهپه تمه و. زه هم د دې ټولګي ګډونوال وم، په قرآنکریم کې مې د الرحمن سورت ۱۸ لومړني آیتونه یاد کړل چې تر اوسه مې هم یاد دي. په حساب کې مې څلور لومړنۍ عملیې زده کړې، په دنیاتو کې مې د اوداسه اولمانځه فرایض او دنکیر او منکر پوښتنې او ځوابونه زده کړل او په پښتو کې مو لیک لوست زده کړي وو.استاد په ژمي کې ډېره خواري راسره وکړه او پسرلي ته مو خپل ښوونځي ته ځانونه چمتو کړل. چې کله مو څلورنیم میاشتنۍ او کلنۍ ازموینې پای ته ورسېدې، زه درېیم ټولګي ته په دویمه درجه بریالی شوم.
۲. ښه مې په یاد دي، هغه کال سخته وچکالي وه، له خویندو او وروڼو سره به مې یو ځای له ډېرې لرې اوبه راوړلې، په چینه به ګڼه ګوڼه زیاته وه، چینې ته به بوشکې او سطلونه قطار و او هر چا به د خپل نوبت انتظار کاوه، د خلکو زړونه خولې ته راغلی و. شهید استاد ته چې د خلکو دغه حالت د زغم نه و، نو خپله برمه یې له کابله را بار کړه. د ده د کور ګوزاره د همدې برمې په کار کېده، خو اوس یې د خپلې کورنۍ ګوزاره هېره او د ولس غم ورسره و. برمه یې د کلي د جومات ترڅنګ د پاکو او رڼو اوبو په کوهي کېنوله او لاسي پمپ(بمبه) یې هم په خپل لګښت پرې نصب کړه، تر څو کلی او جومات دواړه پرې آباد شي.
خلکو د آرام ساه واخیسته، تر ننه دا کوهی ولاړ دی او اوبه ورکوي،حتا د خدای بښلي د جنازې ګډونوالو هم ترې کوزې ډکې کړې، اودسونه یې تازه کړل او دده په جنازه ودرېدل.
۳. په ولس کې د کلیو بیارغونې او پراختیا یاNSP پروژې پیل شوې، ولس دا مسوولیت د شهید استاد په اوږه ورواچولو او استاد هم نه ونه ویل، بلکې مټې یې را ونغښتې خو په دې برخه کې یې خپلې کورنۍ ورسره مخالفت وکړ او ورته یې وویل په دې کې بدنامیږې، له دې مسوولیت تېر شه.
شهید استاد به په تبسم او پراخه حوصله وویل، خلک د هرڅه وايي خو زه یې له خپل خدایه پوره اجر غواړم. استاد د خپل ولس پروژې ته یو څه تم شو، تر څو د نيژدې کلیو پروژې څه نتیجه ورکوي خو له دوه میاشتو دوام وروسته یې پروژې سقوط شوې. پیسې یې مصرف او نتیجه بیا هم د پخوا په څېر هېڅ وه. استاد د انتظار په موده کې ډیرې خبرې واوریدې خو غوږونه یې پرې کاڼه کړل. له ښه تفکر، تدبیر او سلا وروسته له ولس سره دې هوکړې ته ورسېد چې هرې کورنۍ ته د برېښنا تولیدونکې لمریزه تخته واخلي. تختې واخستل شوې او هرې کورنۍ ته ورکړل شوې؛ نن یې څوارلس کاله پوره شول چې له همغه تختو نه په کلیو او باڼدو کې کار اخستل کیږي او خونې مو رڼا دي.
۴. کلونه وروسته د شهید انجنیر عبدالمتین لومړني ښوونځي بنسټ یې د خپل پلار او تره په مټ کېښود، ښوونځی د پوهنې وزارت په پلان کې شامل شو او د آبادۍ چارې یې باید پیل شوې وای خو دې مسوولیت ته هېڅوک حاضر نه شول او خبره به له یوه کاله بل کال ته ځڼدیده، په پای کې استاد بیا ملا وتړله او دې درانه مسوولیت ته یې هم اوږه ورکړه. دا ځل یې کورنۍ شدید مخالفت وکړ او له دې کاره یې منع کړ خو استاد بیا هم په پوره ډاډ او اطمینان ویل چې خلک نن نه پوهیږي خو سبا به پوه شي او بیا به دعا کوي، زموږ بچي تعلیم او پوهې ته اړتیا لري، دوی باید یوه ښه او روښانه راتلونکی ولري او همدا بچي که نن پوه شي نو سبا به د ښه کار مخالفت نه کوي. کار یې پیل کړ خو د مکتب له تهدابه را نیولې تر پرونه چې استاد په همدې لاره کې سر قربان کړ، له کړاو او تکلیفه خالي نه وه. د طالب صیب او مجاهد صیب اجازې ته ضرورت وو، خو د دوی په قانون کې لکه چې معارف او زده کړې ته اجازه نشته، نو په همدې خاطر په کراتو د شهید استاد لاس تر شا وتړل شول، سترګې یې بندې او خولۍ به ور په سر شوې، د لیندۍ او مرغومې یخې شپې یې په لوږه او تشه خیټه په سړو او زړو جوماتو کې چې اوس جماعت او ملا نلري تیرې کړې، په دې لاره کې ورټل شو، وربړول شو، وځورول شو او حتی له کابل څخه کابل میشتو د استاد له پاره رنګارنګ خڼدونه جوړ کړل، د یوې مقدسې ارادې مخنیوی یې کاوه خو استاد لکه غر له خپل کړي هوډ نه شاته نه شو، د قوي ارادې او متین عزم تنابونه یې سست نه شول، هر څه به یې په سړه سینه زغمل، آن د مغرضینو او مخربینو سره به په ورین تندي مخ کیدو، د مینې او خلوص نه به یې ډکه غیږ ورته خلاصه کړه او روغبړ به یې ورسره وکړ، د هغوی سره یې د روابطو د قطع کولو فکر هم و نکړ او حتی د هغوی څخه یې شکایت نه درلود او د هدایت دعا به یې ورته کوله.
د مکتب چارې په بشپړیدو وې خو ټیکدار غوسه وکړه او د مکتب کار یې په نیمایې کې پریښود او آخري قسط پیسې دولت هغه وخت ورکولې چې کار سل فیصده بشپړ شي. دا چې د استاد په لاس کې څه نه وو نو چا کار ته زړه نه ښه کولو او دلته په ساختماني چارو کې وقفه راغله نو دولت هم د ښوونکو معاشونه بند کړل، ښوونکي چې یوه غریبه او فقیره طبقه خلک دي د استاد په دروازه کې ودریدل او تنخواه به یې غوښته، استاد بله چاره نلرله نو د روژې په مبارکه میاشت کې یې د ۷ بجو څخه تر ۱۰:۳۰ بجو تدریس کولو او په ۱۰:۳۰ بجو به د زده کونکو او ښوونکو په مرسته د ټولګیو کانګریټ کولو او په ۴:۰۰ بجو به وچې شونډې چې له تندې به سپینې تښیې وې، وچه خوله چې له تندې به یې ژبه په خوله کې سریښ وه د کور په طرف زنګیدو.
د مکتب کار بشپړ شوو، ښيښې او کړکۍ نصب شول او رنګ یې وشو. استاد، زده کوونکي او ټول ښوونکي د خوشحالیو په جامو کې نه ځایېدل.شهید استاد د شپې ټول اسناد سره را جمع کړل، د سهار د لمانځه په مهال یې ۸۰۰۰ افغانۍ د کور د اړتیاوو د رانیولو له پاره قرض کړې، له لمرختو سره دخپلې سپیڅلې دندې په لور روان شوو، خپل تدریس یې وکړ، له زده کوونکو څخه یې د مرستې په خاطر مننه وکړه، دوی یې ډیر تشویق کړل تر څو د خپل مکتب د نظافت او پاکوالي خیال وساتي، دوی ته یې ډاډ ورکړ چې نور به له ګرمۍ او یخنۍ څخه په امن وي او د نوي ودان شوي تعمیر مبارکي یې ورته وویله، له دوی څخه یې په ټکنده غرمه کې د میدان د پوهنې د ریاست په لور رخصت را واخیست، دا چې د کلي موټر سهار وختي حرکت کوي، نو استاد په پښو د موټر په هیله پر سرک روان شوو او ځان یې د سیدآباد ولسوالۍ ته راورسولو او بیا میدان ته د پوهنې د ریاست په لور وخوځید. له رسیدو سره سمدستي مأمورین، ملازمین او صفاکاران په استاد راټول شول او د پخوا په څیر یې له استاد سره مینه او روغبړ وکړ.
استاد چې کله خپل کار څه ناڅه تمام کړ د خوږمنې او بوډۍ مور د احوال اخیستو په نیت د کابل په لور را وخوځېد، له مفلېسۍ په هغه بس کې کېناست چې د میرویس میدان (کوټه سنګي) څخه تر میدان ښاره چلیږي. د پنځوسو افغانیو نوټ یې را ویست او ۲۰ افغانۍ کرایه یې ورکړه او پاتې دېرش یې د جامو په مخکني جیب کې کېښودې.
بس د کابل په لوري حرکت وکړ خو کله چې د قلعه حیدر خان سیمې ته رسیږي، بس موټر داسې خونړۍ ترافیکي حادثه کوي چې د استاد په شمول ۶ تنه نور هم په کې ټوټه ټوټه شول، په بدن کې یې هیڅ ځای روغ نه و، تر ماښامه یې کورنۍ نه ده خبره خو چې کله د استاد دشهادت خبر ورکول کیږي نو د استاد د جنازې د تسلیمۍ په خاطر عدلي طب ته مراجعه کوي او کله چې جنازه تسلیم شي نو د عدلي طب د مسؤلینو لخوا دیرش افغانۍ هم ورته نیول کیږي چې دا یې په جیب کې وې. د استاد واسکټ، تلیفون او د مکتب ټول اسناد ترننه سخت زړي او وحشي صفته غله له ځان سره یوړل.
شهید استاد محمد مرسلین ثاني د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۵ کال، وږي د میاشتې په ۳۰ نېټه د ۵۲ کالو په عمر خپل روح حق تعالی ته وسپاره او په خپله پلرنۍ هدیره کې د شهید انجنیر عبدالمتین لومړني ښوونځي ته مخامخ خاورو ته وسپارل شو.
انالله و انا الیه راجعون
روح یې د ښاد او یاد یې د تل وي
چې دستار تړي هزار دي/ د دستار سړي په شمار دي