
زه د نجیب دحکومت پرمهال ماشوم وم ، لکه نور افغانان کډوال وم ، د پښتونخوا په دښتو مارانو لړمانو کې مې ژوند وو ،
زه هم لکه نور ماشومان او تنکي ځوانان داسې روزل کېدلو د وخت جهادي رهبرانو ته په جوړو شوو لیسو کې زده کوونکي وو
موږ هم ټ ټوپک م مجاهد او ت توره نصاب لوستلو موږ هم په ریاضي کې د محاسبې پرمهال پنځه روسان په یوه او اته په بله جګړه کې وژل.
موږ هم څلور ټوپکه په غنیمت کې نیول دوه مو بل مجاهد ته ورکول چې ماسره دوه پاتې کېدل.
له کله به چې له لیسې کورته روان وو داستادانو له دومره فکري تاثیر لاندې راتللو چې ما به ویل زه باید شهید شم زه باید غازي شم .
خو نن د شهید شوي، وژل شوي ، په دار شوي نجیب د هغه وخت خبرو باندې پوهېږم هغه به هغه وخت په وطن غږ راډیو کې دا سندره هم خپروله چې زموږ تر خیمو به یې غږ راتللو چې
ای زما خفه وروه نه پخلا کېږې ولې ؟
چا درته فریب درکړی ته نه پوهېږې ولې؟
زما پلار به تل د کابل راډیو اورېده بی بی سي هغه مهال نیم ساعته خپرونه په پښتو ژبې لرله چې نړۍ دا وخت په نامه به یې نشرات کول او مازیګر به بیا په پېښور راډیو کې د مولوی صاحب قیام الدین کشاف او ګلا جان وثیق جهادي موعظې هم نشر ته سپارل کېدلې .
دشپې نا وخته به دکوټې راډیو د بولان په سردرو کې سندرو سره د بازمامدخان او هغه بل نوم رانه هېر دی د نجیب د حکومت په اړه تبلیغات کول .
چې په ټوله کې به مو داستادانو، دجمات دملا صاحب ، دمسافرو او زخمي مجاهدینو چې هلته به کمپونو ته راتلل تر تاثیر لاندې راتللو .
نن نجیب په ټوله معنی پېژنم د اوسنې حکومت حالت له هغه وخت سره هېڅ بدل نه ګڼم .
هغه مهال به هم نجیب د سولې او ملي مصالحې خبرې کولې.
اوسنی حکومت هم دسولې نارې وهي .
هلته مجاهدینو نه منله
اوس ېې طالبان نه مني
هغه وخت مو هم تاسیسات ړنګېدل
اوس مو هم نیمه جوړ کړي تاسیسات ړنګیږي
هغه مهال مو هم رهبري د جنګ له موږ سره نه و
اوس هم دجکړې رهبري له موږ سره نه ده
هغه مهال روسان دغرب په مرسته ماتول
اوس هم دروسانو او پاکستانیانو نه دجګړې توکی ترلاسه کوي
د هغه مهال مجاهد اتل شو
او اوسنی طالب قاتل دی .
اوس ګڼو خلقیانو له پرجمیانو او پرچمیانو له خلقیانو ، حزبیانو له جمعیتیانو او جمعیتیانو له شعله یانو کمونیستې نغمې له مجاهد او د مجاهد لور دکمونیست ځوی ته کیناستل اوسره خېښان شول ګڼ داسې هم شته چې پلار به یې دخلقي له امله ښار ته نه شو تللی او خلقي به دمور جنازې ته تر کلی نه شو تللی نو !!!
زما که مني طالب او پخواني جهادي رهبران خلقي او پرچمي مشران له ولسه زما دپلار په شمول بخښنه وغواړي او نور دې دغه ولس نه ژړوي نور موږ هم سولې ته اړیو او سوله مو سالم حق دی.
تېر په هېر او د راتلونکي لپاره یوه نوي فکر راټول او دهېواد شکېدلی ګریوان بیا وګنډو او دیوه متحد او سوله لرونکي سیال او په ځان بسیا افغانستان لپاره مټې بډوهو .