
د ۲۰۱۳ کال په جون کې طالبان هله په قهر په قطر کې له خپلې سیاسي نماینده ګۍ ووتل، چې قطري پولیسو یې پر ودانۍ راځړیدلی بیرغ او لوحه لرې کړل. قطر دا کار د افغان حکومت له اعتراض او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له سپارښتنې وروسته وکړ. د کرزي حکومت د طالبانو سیاسي دفتر د یوه بېل دولت د جوړولو په معنا تعبیر کړی و.
له دې نېټې وروسته د قطر او کابل ترمنځ د ولسمشر غني تر راتګه اړیکې ښې نه وې.
قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې پر طالبانو او حزب اسلامي پاموړ اغیز لرلای شي.
قطر غوښتل پر طالبانو د نفوذ له لارې د افغانستان په لویدیزو ولایتونو (هرات، نیمروز، بادغیس او فراه) کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي. داسې اټکل و، چې که له طالبانو سره خبرې اترې نتیجې ته رسیږی، په دې سیمه کې به د یو شمېر ولایتونو واک هم طالبانو ته سپارل کیږي.
قطر، سعودي عربستان او متحده عرب امارات په افغانستان کې د ایران نفوذ نه خوښوي.
امریکا دمګړۍ په افغانستان کې له ایران سره د مخامخ کیدو سیاست نه لري، خو د ایران د نفوذ په مخنیوي کې یې د عرب مثلث لاس ازاد پرېیښی.
د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ په خبرو اترو کې د قطر رول ټاکونکی دی.
حزب اسلامي په یوه جراتمندانه سیاسی اقدام کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ. د پنجشنبې په ورځ به حکمتیار په ارګ کې یوې زرکسیزې ناستې ته په خپله ثبت شوې ویډیو کې وغږیږي او ولسمشر او دی به هممهاله پر هوکړه لیک لاسلیک وکړي.
هغه هدف، چې قطر او امریکا د طالبانو د قطر دفتر په اډانه کې ونه کړای شو، د حزب اسلامي په وجود کې ممکن دی.
د قطر لپاره د فراه د والي په توګه د حزب اسلامي د یوه پخواني غړي اصف ننګ ټاکل کیدل هم غنیمت دی. د اصف ننګ ورور محمدقاسم همت، چې په میدان وردګو کې د حزب اسلامي پخوانی قوماندان و، په قطر کې د افغانستان سفیر پاتې شوی.
له فراه او هرات سره د قطر راښکون دغو ولایتونو ته د قطري چارواکو او مشهورو سوداګرو له مکررو سفرونو او په ښوونیزه او اقتصادي پرخه کې د هغوی له پانګونې هم ښکاري.
ولسمشر غني، په ځانګړې توګه د ملي امنیت شورا سلاکار او د ملي امنیت رییس له قطر او سعودي عرب سره ځانګړې اړیکې پالي. یو دولتي چارواکی له نومښودنې پرته وايي، چې « له عرب هېوادونو سره اړیکې د حنیف اتمر او معصوم ستانکزي ترمنځ په رقابت بدلې شوې دي»، ځکه سعودي عربستان او قطر هم په خپل منځ کې رقابتونه لري.
قطر غواړي هغه اهداف، چې د طالبانو د قطر دفتر له لارې یې ترسره کول غوښتل، د حزب اسلامي په وجود کې ترسره کړي. په دغو اهدافو کې به حزب اسلامي ته د یو شمېر مشرقي سیمو او فراه، نیمروز او بادغیس په څېر ولایتونو د مهمو حکومتي او امنیتي پوسټونو سپارل شامل وي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له ایران سره شدید سیاسي او مذهبي اختلافات لري.
دوی په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو له جلا شوې ډلې او په ننګرهار او نورستان کې د داعش له جنګیالیو سره هممهاله د ښو اړیکو د ساتلو وړتیا لري.
حزب اسلامي د یوه داسې ګوند په توګه، چې د افغانستان په ختیز، لویدیزه حوزه او شمال کې له نفوذه برخمن دی، په نوي سیاسي چاپیریال کې د رول لوبونې ظرفیت او فرصت دواړه لري.
خو دغه رول او ظرفیت څه کیدای شي؟! د لوبې د سهمدار، که لوبغاړي؟!
دنورو د سیاستونو تر شعاع لاندې، که مستقل؟!
دا انتخاب د حزب اسلامي د مشرتابه په سیاسي ځراکت پورې اړه لري.