
د وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې سلګونه کندهاري، زابلي،... او نور طالبان را حشر شوي...ولسوالۍ یې محاصره کړې... د ځینو لنډو کورونو څخه یې د ولسوالۍ په لوري لغمونه کیندل پیل کړي... د ولسوالۍ شا او خوا کورونه یې خالي کړي. ووايي موږ دا ولسوالي له بېخه وکاږو. .. دروازي ټکوي. په زور ډوډۍ غواړي... په زور د خلکو په کورونو کې شپې کوي... طالبان وايي ددې ولسوالۍ نقشې مو پاکستان ته هم یوړې.. هلته مو د مشرانو او مسلکی خلکو په مشوره پلانونه جوړ کړل... خو ددې ولسوالۍ تسلیمول یو څه سخت دي خو بیا هم موږ جهاد کوو...
په ولسوالۍ کې مو د عید محمد په نامه د یو شخص د زړه حال را اخیستی چه ښايي له دې څخه لوستونکی د جغتو ولسوالۍ حالت د زړه په سترګو وویني.... عید محمد وايي.
"یا الله که زموږ په دې حالت ستا رضا وي. که زموږ په دې حالت ستا کلیمه لوړېږي، که زموږ په دې حالت ستا د دښمنانو ارمانونه خاورې کېږي. نو بیا هم خیر دی. زه، زما نهه سره کورنۍ، زما کلی، زما ولس او زما ټول هېواد دې په همدې ناورین او غمیزه کې غرق وي... موږ د ټول ستا له دین څخه قربان شو... مګر یا الله که دا د اسلام په نامه د جاهلانو لوبه وي. د اسلام په نامه د پردیو شخصی او شیطاني اغراض وي. یا الله ته مو نور له دې حالته خلاص کړې!! دا پر موږ څه روان دي؟ نوم د اسلام اخیستل کېږي، خو عمل د کافر روان دی. نوم د جهاد اخیستل کېږ خو عملا ظلم روان دی،... نوم د مجاهد اخیستل کېږی خو عملا غل، فاسق او جاهل لاسبری دی. هر هغه څه کوي چه زړه یې غواړي...."
هغه وايي: " په کور کې یوه خونه کوچني ماشومان را دې غاړي دي... ځمکه خو له ۴۰ منه زیات غنم نه شي را کولی. په کال کې یو یا دوه ځله کلي په کلي ګرځم ترڅو کوم پیدا کړم او د ژمني غله وګټم... څلور ورځې مخکې مې له یو دوکاندار څخه ۵۰۰ کلدارې قرض کړې او غزني ته راغلم او له دې ځایه مې له دریو نورو کلیوالو سره کلي په کلي د کار پلټل پیل کړل، چه که چهرې خټې، د کاریزه کار او یا بل څخه مزدوري پیدا کړم. کلیوال ته مې له کوره زنګ راغی مېرمن مې د هغوی کور ته ورغلې وه او احوال یې راکړ چه په سلګونو طالبان راغلي او ولسوالي یې محاصره کړې.. او موږ ته یې ویل چه له کوره ووځئ موږ په ولسوالي جګړه کوو... که تاسې ولګېدئ ګیله مو له ځانه وکړئ.
له ځان سره مې ویل چه زموږ په ولسوالۍ کې کوم کفر شته. پولیس مو والله بالله ثم تالله له طالب څخه شرفداره دي... د همدې افغانستان بېوزله خلک دي. همداسې موږ غوندې غریبې او بېوزله کورنۍ لري. همداسې یې ماشومان پرېښې او موږ غوندې مسافر دي. طالبه که تاسې جګړه کوئ نو ولي نیغ په نیغه بګرام، ګمبیري، د کندهار هوايي ډګر ته نه ورځئ؟
د ولسوالۍ شا او خوا ۲۰۰۰ کورنۍ د جګړې له وېرې څوک کښته او څوک پورته منډې وهي. ټول هک پک دې چه کومې خوا ته لاړ شي... خپل مالونه څنګه کړي... خپل کورونه څنګه کړي... څوک چه د کرایې وس او یا په غزني او کابل کې خپل او خپلوان لري هغوی خو به هلته لاړ شي مګر دا موږ چه په اسمان ستوری او په ځمکه سیوری نه لرو کومې خوا ته لاړ شو....
موږ هک پک یو چه طالب له دې جګړې څه غواړي.! ددې ۲۰۰۰ کورنیو په بې ځایه کېدو... او ځورېدو سره به سپینه ماڼۍ رنګه شي او که به د اسلام دایره اروپا ته وغځېږي..؟ طالب خو لومړی دا ولسوالي نه شي نیولی. که یې وهم نیسي نو ساتلی یې نه شي، نو ولې د خلکو ځورول او د کورونو ړنګول .. څه مانا لري!؟؟
طالبه په تېرو پنځلسو کلونو کې تاسې موږ ته څه خدمت وکړ... زموږ کوم جومات... مدرسه مو را جوړ کړل... زموږ کوم زوی مو را ته ملا او مولوي کړ.... طالبه زه خو دې ښه پېژنم چه څنګه پاکستان ته ځې او خپله را ته کیسې کوې چه آي اس آي څنګه روزنه او اسلحې درکوي... نو ولې د اسلام په نامه د پاکستانیانو خدمت کوي. ولې خپل کلی کور د پردیو لپاره ورانوې. ولې موږ بېوزلان کړوې!؟؟!
طالبه! خپلو ټولو ماشومانو ته مې ویلي چه لاسونه مو د الله له دربار څخه مه کښته کوئ او تل دا وایاست چه طالبه الله دې مینه ډونډه او سپېره کړه. الله مو کور ته بده ورځ در جوړه کړه. دا مې د زړه درد او څړیکه ده. الله که ستا په دربار کې د مظلوم آه د منلو وي. نو زموږ آه همدا دی، چه طالبه الله دې مېنه سپېره کړه!! الله مو زموږ له کلي... زموږ له سیمې ورک کړه.!!