
برچي کې به د مزاري سرکښانو په ململي دستمالونو لنډ، خو له وېښتو پاک سټونه پیچلي ول، برګې ځونډيداره خولۍ به یې پر سر وې، باڼه یې د څو ورځني ګردونو په خړ رنګ لکه د ژرنده ګړي هغه خړ پړ پوښل شوي ول. د اکثریت مزاري پلوو په لاسونو کې به د ایراني سپکو او غټو وسلو ماشې په واک کې وې، کسبي هزاراګانو به د خپل زور او وزن په اندازه، بیل، کولنګ، د آسپونو قمچینې او ان د جوالیتوب او پنډيتوب چنکګونه په اوږو ګرځول.
دوستمیان چې د خپلو لنګوټیو په اوږدو سرو شملو به یې خرېیلي مخونه پټول، ببرو وروځو او د تندي ګونځو به یې د ظلم او جبر انتها څرګندوله، د ګېلم جم په شعار به یې سرونه ورکول، د وخت له حکمران سره د هغه پرېکړې چې (سر یې ستا او مال یې زموږ) په پلي کولو د کورنۍ جګړې بل اړخ نیولی و، بخملینې او رنګه جامې یې د ورځو او شپو د چور او تالان له بوختیا سره په ټول کال کې یو ځل نه وینځل کېدې. د ترکیي ځواک په درلودلو سره به یې د کابل ابادې سیمې د آسانو تر کږو اوسپنیزو نالونو لاندې کولې.
مسعود د رباني په ملاتړ د نیمګوشه پکولونو ستاینه کوله، جالي او پلنګي، کمر چنګي واسکټونه یې ډېر خوښول، د پلنګي او یا خړو پتلونونو له پاسه به یې اوږدې افغاني جامې اغوستې، عینې لکه دا د اوس زمانې ځینې لنډغر. سرویز سپین او تور بوټان به یې تر نریو پنډیو لاندې داسې برېښېدل، لکه چې د چرګ پښو پورې چې د وړو پنډ یا د ګچ ټوټه نښتې وي. له دوی سره هم ممکن د پاکستان او ایران تر بې پایه مرستو ور هاخوا برطانیې خپل شیطاني مسلک ور زده کړی وي. تر دوی لسګونه کلونه پخوا، کلکاني ملامت نه و. د دوی په خټه کې نېږدې داسې او هغسې د خرابۍ او جب ډکونې اصل موجود و.
روسیه لا اوس هم د خپل سرسخت دښمن ملا ور تړي. هغو د پلور او پېرد کسان ډېر ښه پېژندل او ان د هغوی په لوبولو کې یې کمساری هنر او پر ضدپال خاصیت درلود. سیاف دیني عالم، پروفیسور او استاد ګڼل کېده. تر اوږدې ږیرې لاندې یې د اسلام پالو ډلکیو زیاته برخه منسجمه شوه، دوی د یوه لارښود په بڼه د پرېښود او برښود کانې ترسره کړې، خو هغوی خوارکیان چې په لمنو به یې د یو او دوو بخیو پر ځای څو کتاره بخۍ کولې د قاسمي غاړو په چارخول باندې یې تورې اوږدې څڼې او پر شونډو یې ببر برېتان پرېښودل، دا ورته د نرتوب اصل برېښېده، روسي کلاشینکوفونه، مکروب تومانچې او تر راکېټونو غټې وسلې، خو که عدالت وشي، هسې هم د سیاف کېږي. له روسیې څخه سیاف ته را روانې مرستې لا ځنډنۍ دي، خو ټکنۍ شوې نه دي.
حکمتیار خو تر پرونه په شمشتو کمپ کې غوړې پراټې خوړلې، د پاکستان د هر ډول ملاتړ مشرفیات یې په خپل حضورباشۍ کې درلودل. د ځینو کټ مټ ژباړونکو په خبره (د څلورو ژرندو) له ولسوالۍ څخه یې د کابل ویشتنې ډېر ښه مهارت درلود، د عبدالرب رسول سیاف، د برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود، عبدالرشید دوستم او عبدالعلي مزاري په شتون کې یې بیا هم د هغوی له لوبې او مشترکیاتو خوند اخیست.
لنډه دا چې کابل د همدوی کسانو له اخ وډبه ګرېوان وڅيره، دوی یې هم لمنې پر سر ور واړولې. د پردیو په لمسون همدې څو تنو د ړندو درنو او سپکو وسلو د فیرونو نه جبراېدونکې سیالۍ تر سره کړه. دوی خو ځینې په جهاد او مقاومت کې داخل جهادي رهبران، خو ځینې د لوبې لپاره د پردیو په لاس جوړ شوي، جهادي قوماندانان ول. له نیکه مرغه څو تنه یې خدا ج خپل د حساب او کتاب منزلت ته وغوښتل، که خدای کول، ډېر ژر به یې حساب او کتاب پیل شي، پاتې نور یې دلته د اجرونو او ثوابونو د خوټېدو او د ولسونو د پربرخه کېدو لپاره پرېښودل، خو خدای خبر چې کوم یو به ژر ځان ته وغواړي. هواللـه عالم
د بشریت په رازېږېدو او بیا د افغانستان تر پیدا کېدو، خو د تاریخ پاڼې داسې مشران نه دي را پېژندلي، د ادیانو پر سر نمرودیانو، فرعونیانو، شدادیانو، قارونیانو او دوی ته ورته نورو جنګونه، وژنې او ژوبلونې ښودل شوي دي، خو په یوه ملت کې د یوه دین پیروانو دا ډول کړنې چا نه دي ښودلي او حتی انساني هر ډول محکمه یې له محاکمه کېدو څخه عاجزه ده.
بحث په دې راڅرخوم چې له حکمتیاره وړاندې د دغو ټولو ډلو ګوندي او حزبي جریانات، څه د حکومت په لمن او څه تر حکومته بهر، خو په خپل ټاټوبي کې موجودیت لري، نو که دا ډلې ملایکې دي او اصلي مجاهدین دي، بیا خو تر حکمتیاره پاک او سپین مجاهد شخصیت بل نشته او که دوی د جهاد د سپېڅلې کلمې کاروونکي او له بده مرغه هڅې امتیاز خوړونکي دي، حکمتیار هم د ورته کړنو تر سره کېدونکی دی او د دوی ترمنځ کوم خاص توپیر وجود نه لري، باید دلته و اوسي.
دا چې له ذکر شوو ګوندونو، یو هم د پردیپالنې او لمسون نه پاک نه دی، له ټولو یو ډول تمه کېدای شي، که ښه وي ښه او که بده وي بده.
دا دی سر له اوسه یو پر بل د نه منلو عدالت رامخ ته کوي، یو بل ته حریمي او حریفي شفریات خوشې کوي، بهرنیان وایي: باک نه کوي، دا حزبي سګونډنه ده. که وي، نو زنده باد.