د انتخاباتې  نظام د اصلاح لپاره د ملی وحدت د حکومت وروستۍ طرحه

 
لیکنه :الف ر
په دې نژدې ورځو کې د ملی  وحدت  حکومت له خوا د ټاکنیز نظام د اصلاح  لپاره یوه طرحه  چې په ۱۶ فصلونو او ۱۰۹ مادو کی تدوین او په دا وروستیوکی له کابینی تآیید شوه، ویل کېږی چې د جمهور رُیس د يو ځانګړي فرمان سره به  توشیح  شي .
دا طرحه  چې د ټاکنو د دندو او صلاحیتونو د  تنظیم او د ټاکنو د د دواړو قوانینو یو ګډ ترکیب دی د راتلونکو ټاکنو د ښه تنظیم او اداری لپاره به اصلی  وثیقه  وی ، له دې طرحی سره به د ملی وحدت  حکومت د جوړیدا د مهمو شرطونو یو بل شرط هم پوره شي.
 همدا راز دا طرحه د ملی وحدت د حکومت له لوري د رڼو او عادلانه  ټاکنو د تر سره کولو لپاره د مدني ټولنو د موسسو او نورو  دخیلو خواوو د غوښتنو په ځواب کی  له یوه پلوه او د بین المللی ټولنې د غوښتنوپه ځواب کی له بله پلوه زیاد ارزښت لري.
کوم شی چې دی طرحه کی تر ټولو ډیر ارزښت لری هغه  د را تلونکو  ټاکنو تر سره کول د تک عضوي یا  یوغړیزه حوزو(Vacancy(Single Member په اساس دی.
دا د ټاکنیزو سیستمونو د یوې مهمې کورنۍ (اکثریتی تعددی)  سیتمونو نه یوسیستم دی چی د نسبی یا ساده اکثریت سیستم په نامه هم یادیدلای شی.
د ټاکنو دا شکل چی د نړۍ په ډیرو هیوادونو  کی په تیره بیا زموږ په ګاونډ هندوستان او پاکستان کی هم مروج دی د رڼو ، عادلانه او ازادو ټاکنو د ښه تنظیم او مدیریت لپاره  ډیر اغیزمن دی.
په نړۍ کی د ټاکنو مروج ډولونه تر سلو اوړي چی ټول یی د ټاکنیزو سیستمونو په اساس ټاکل کیږی ،خو ډیر مروج او عام  سیستمونه  یی لس یا دولس دی ، چې د تک عضوی  سیستم  همدغو لس دولس سیستمونو کی یودی.
 د انتخاباتی سیستمونو د اوصافو او پرنسیپونو له مخې ښه او مناسب سیستم هغه دی چی  په  ټولنه  کی د  تطبیق  وړ، او د  ټولنی د  حاکم  سیاسی ، ټولنیز او اقتصادی وضعیت سره  سمی وخوری، او ګټی او اسانتیاوی یی تر تاوانونو او ستونزو ډیری وی. په  ټاکنو کی د ټولو  د خیلو خواوو او په  ځانګړی  ډول د مستقلو او یا حزبی کاندیدانواورآیی  ورکوونکو ته اسانه او د پوهاوی او منلو وړ وی.
د انتخاباتو په دی شکل کی له هری حوزی نه یو کاندید مقننه قوی ته بریالی کیږی. دلته د انتخاباتی سیستمونو یو ډیراسانه او ساده  شکل دFPTP))                              First Past the post ( څوک چی  لست  کی اول  راځی) یا  (هر هغه چا چی ډیرې رآیی وړي وي(  په نامه سیستم  کارول کیږی. او دا هغه سیستم دی چی د جمهوری ریاست په ټاکنو کی هم ورڅخه  درې ځله کار اخیستل شوی. خو فرق یی دا دی چی دلته د ساده یا نسبی اکثریت فورمول دی،  نه د جمهوری ریاست لپاره د ټاکنو په څیرد مطلق اکثریت یا (۱+۵۰) فورمول.
دی ټاکنو کی هم اصل حوزه ولایت دی خو تفا وت یی دا دې چې د ولایت ونډه        ( البته د نارینهوو برخه سیټونه) په پارلمان یا ولایتی شورا کی په وړو حوزو داسی تقسیمیږی چی یو، دوه، دری او کیدی شی څلور اداری  واحدونه  (ولسوالۍ/ ناحیی) د  نفوسو اورآیی ورکوونکو د شمیر په  اساس مساوی سره  بیلی شی ،او د یوی تک عضوی ( وړی ) حوزی په شکل په کی ټاکنی و شی.
د ښځینه سیټونو لپاره  به بیا هم د څو عضوی حوزی په شکل د تیر په څیر د ولایت  په کچه ټاکنی کیږی. دا ځکه چی د اساسی قانون د حکم له مخی د ښځو لپاره ولایت حوزه ده او ښځی له نارینه وو سره په  ټاکنو کی د سیالۍ برابر شرایط نه لری، د لته به له مثبت  تبعیض نه کار اخیستل کیږی یعنی ښځینه  سیټونه  لدی امر ( ویشلو) نه مستثنی دی.
 کیدی شی ښځوته دا چانس هم ورکول شی چی په تک عضوی یا څو عضوی دواړو حوزو کی ځانونه کاندید کړی شی .
په تک عضوی حوزو کی د  ټاکنو کول  زموږ په هیوادکی نویتجربهده خو که د رآیی ورکوونکو د لست په جوړیدو او د ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو په ترسره  کیدو تاکید وشی نو بیا دا چاره  ډیره  اسانه او ساده  ده. تر هر څه  زیات  مشکل کار یی د رآیی ورکوونکو د لست  ترتیب او د ولسوالیو د بریدونو ویش د ی.
د انتخاباتي حوزود بریدونو ویش (Boundary Delimitation  (  د نړئ  زیاتره هیوادونو کی د ټاکنو د کمیسیون ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت او محلی ارګانونو ته ورته ادارو له غاړی دی. او بی  لدی د ولسوالیو شورا ګانو ټاکنی هم ناشونې دی.
که د انتخاباتی نظام اصلاح  لپاره د رآیی ورکوونکو لست جوړیدل  او د ولسوالیو شورا ګانو ټاکنی شرط  وی، نو د تک عضوي حوزو د جوړیدو کار وګڼۍ چی په خپله و شو، او په سلو کی اتیا د حوزو جوړیدو کار شوی  وبوله. نو دا ویره چی ګویا د تک عضوی حوزو وېش د تخنیکیاوتطبیقی پلوه ستونزمن دی هم بی ځایه ده.
مخکې مو وویل چی د کوم انتخاباتی سیستم  ګټې تر تاوانو زیاتې وی او ټولنه کی د تطبیق وړ وې غوره سیستم دی، د دی  ډول  سیستم  ګټی  دا دی:

  • انتخاباتی حوزه کوچنئ ده  د ټاکنو اداره او مدیریت یی اسانه دی.
  • د کاندیدانو لپاره د کمپاین ساحه وړه ده د کاندید مالی مصارف کمیږی.
  • په وړه حوزه کی د کاندیدانو، ناظرانو او رآیی ورکوونکو ترمنځ د پیژند ګلوۍ اسانتیاوی زیاتیږی. د تشنج او خشونت مخه اسا نه  نیول کیږی.
  • وړه حوزه کی کاندیدان کم وی د رآیی پاڼې حجم هم کمیږی.
  • کوچنئ رآیی  پاڼه کی د خوښی وړ کاندید  پیژندنه  اسانه او ژر کیږی ، رآیی  ورکوونکی په کم وخت کی خپل د پام وړ کاندید پیدا کولی شی.
  • د وړی او کوچنئ رآیی پاڼې د چاپ او انتقال مصارف کم وی.
  • وړه رآیی پاڼه کی د رآیی ورکوونکو د غلطئ کچه کمیږی او د تقلب او شکایاتو  مخنیوی کیدای شی.
  • د وکیل او مؤکل ډیر سره نژدی کیږی اونژدی رابطه په یو بل د اعتماد سبب کیږی.
  • نمایندګی ښه تامینیږی او بریالی نماینده ګان سخت کوښښ کوی چی په صداقت کار وکړی تر څو د نورو دورو لپاره هم چانس ولری.
  • د ټاکنو پایلی ژر تر لاسه کیږی او په مراکزو کی د زیات انتظار او معطل کیدوله امله د لاس وهنو مخه نیول کیږی.
  • د رآیی ورکوونکو، ناظرانو او کاندیدانو ترمنځ د ښه  پیژند ګلوۍ  له کبله  د تکراری رآیی ورکولو مخه نیول کیږی. چی د ټاکنو له مشروعیت سره ډیره مرسته کوی.
  • د اشتباهاتو او شکایاتو له امله کیدای شی رآیی  بیا بیا وشمیرل شی،او که پراخه او مشهود تقلبات او تخلفات شوی وو نو د دوهم ځل ټاکنو امکان هم شته دی.
  • که ټاکنی د نا مناسبه امنیتی وضعیت او یا ناوړه طبعی پیښو له امله په ټاکلی نیټه ونه شی ، کیدی شی په یو بل مناسب وخت کی بیا ټاکنی وشی.
  • که انتخاباتی حساس مواد د دښمن د حملو، اورلګیدنی ، سیلابونو او یا نورو حوادثو له امله له مینځه ولاړ شی نو د بیا تهیه او اماده کولو کار یی اسا نه کیدی شی.
  • د کاندیدانو تر مینځ د سیالۍ له امله د حوزی اړونده مناطق د عمرانی، اقتصادی او اجتماعی پلوه پرمختګ کولی شی.
  • قومی ،ژبنی او سیاسی لږه کی چی  په  لویه  حوزه  یعنی ولایت  کی د سیالئ  وس  نلری وړو حوزو کی لږ تر لږه  د یوی چوکئ  ترلاسه کولو چانس لرلای شی.
مخکی مو وویل چی ټول انتخاباتی سیستمونه د ګټو ترڅنګ ځینی تاوانونه هم لری مثلا:
  • دریمه لیکه ګوندونه او یا کاندیدان د سیالۍ له توانه لویږی اودا سیستم زیاتره د دوو مخکښو کاندیدانو او یا ګوندونو د تبارز سبب کیږی.
  • د کرښو یا مرزونو رسمول کیدی شی وخت واخلی، خو د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له امله دا چاره  حتمی ده  نو تر ډیره  بریده  دا  ستونزه  هم  حل  ده.
  • د کرښو او مرزونو، او رآیی ورکوونکو د شمیر په ویش کی د بی عدالتیو ویره موجوده وی.
  • د ښځو لپاره د چوکیو ګټلو چانس کمیږی، خو له نیکه مرغه زموږ په هیواد کی دا ستونزه اساسی قانون حل کړی ده او د ښخوسیټونه وار له مخه محفوظ دی هغه داسی چې د ښځو لپاره حوزه ټول ولایت دی نه ولسوالي یا تک عضوي  وړه حوزه .
  •                          دا سیستم هغو ګوندونو ته اهمیت لری چی د پراختیا په حال کی وی او لا هم سیاست پکی د کورنیو او قومی اړیکو په شاوخوا څرخیږی ، او په سترو سیاسی ګوندونو پوری تړلی نه وی .