
لیکونکی : نورالحق ن. څلی
اشغالګر تل اوږد مهاله اشغال ته اړتیا نه لري، ځکه چې په ګرانه بیه تمامېږي. اشغال په دې مانا هم نه دی چې هرو مرو دې پر هر څه باندې بشپړ کنترول ولري، بلکې پر هغو څيزونو باندې د بشپړ کنترول لرلو په مانا ده چې مهم دي. اشغالګر یواځې د لاندې شوي اولس غاړه ایښودنې ته اړتیا لري. شونې ده چې اشغالګر دغه کار د لاندې شوي اولس په اړه د کره مالوماتو د لرلو، ښې محاسبې او ښه سنجول شوي سیاست پر مټ تر سره کړي.
په دې تړاو تر ټولو ښه بېلګه د برتانیې له خوا د هند د نیمې وچې لاندې کول دي. برتانیې نه یواځې د هند ټولې شتمنۍ لوټ کړې، د هند اقتصاد یې د خپلو اړتیاوو او نړیوال تپاک سره سم له سره سمبال کړ، بلکې آن د هند آرام طبعیته خلک یې په داسې جنګیالیو بدل کړل چې په خپله خوښه د انګلیس ټولواک لپاره وجنګېږي او مړه شي.
هغه کسان چې هندوستاني مشران بلل کېدل، ډېری یې په خپله خوښه د خپل انګلیسي بادار چوپړ ته تیار وو، او ځينې هغه مشران چې د اشغال ضد وو، هغه یا له منځه یوړل شول او یا خنثی شول.
له ویلو پرته روښانه ده چې برتانویانو د هند دوو شیانو ته ډېره لېوالتیا لرله : لمړی د هند شتمنیو ته، دوهم – د خپلو جګړو لپاره د هند ځواکمن پوځ ته.
انګلیسانو د دې لپاره چې د هند پورته یادې دوې مهمې سرچینې تر خپل کنترول لاندې راولي نو « د بېل یې کړه او اېل یې کړه » مشهور سیاست یې خپل کړ. دغه انګلیسي سیاست د هندوستان اولسونه په خپلو کې سره په جنګ واچول. پایله دا شوه چې د هندوستانیانو د همغږه غبرګون ښوولو مخه ډب شي. هغه کره مالومات چې انګلیسانو د ځایی خلکو په اړه لرل نو محاسبه یې کولی شوای چې د کوم راجا، نواب یا ټاکور ملاتړ وکړي او د کوم یوه غوږونه ورتاو کړي. په دې توګه هندوستاني مشران په خپل منځي تربګنیو او جګړو کې شکېل او ستومانه وساتل شول. سیمه ییز مشران تل د خپل پایښت لپاره د انګلیسانو ترحم او لاس نیوي ته اړ وو. په بله وینا دغو مشرانو د خپل مرییتوب دوام په خپله خوندي کاوه.
د وخت په تېرېدو سره د ځایی اوسېدونکو له منځه یوه نوې طبقه راوټوکېدله. د دغې طبقې مهمه ځانګړتیا دا وه چې یو مخ انګلیس پلوه وه. دغه کسان کابو ټول د هغو هندوستانیانو دویم نسل و چې پلرونو یې د انګلیسانو په چوپړ کې آزمویل شوي وو. په ټولنه کې د دغې طبقې اړوند کسانو ته « غنم رنګه صاحبان » ( انګلیسي – براون صاحبز ) ویل کېدل. د دغې طبقې په راټوکېدو سره انګلیسانو په حقیقت کې داسې ژمن او د ډاډ وړ مرسته کوونکي پیدا کړل چې بې پوښتنې د هرې بولۍ اجرا کولو ته تیار وو.
دغه غوره شوي د انګلیس په سیستم روزل شوي وو، ژبه، فکر، تخیل، خوراک، عادتونه، د ژوند کولو بڼه، هر څه د انګلیس په دود وو. دغې طبقې ته ډېر ښه مادي او ټولنیز امتیازات ورکول کېدل. د غنم رنګه صاحبانو یواځې د ښځو کالي او ګاڼې د انګلیس له فرهنګ سره برابرې نه وې نور هر څه د انګلیسانو له فرهنګ سره برابر وو. آن ماشومانو یې ځانګړي ښوونځي درلودل.
انګلیسانو د غنم رنګه صاحبانو په مرسته څو پېړۍ پر هند باندې واکمني وکړه. د غنم رنګه صاحبانو رول ته باید له یوه بل اړخه هم وکتل شي او هغه دا چې، په برتانوي هند کې د هغو انګلیسانو شمېر چې د استعماري چارواکو په توګه یې دندې سر ته رسولې، له لس زرو ډېر نه وو، خو دغو لس زرو د هغې زمانې، ۳۰۰ ملیونه نفوس لرونکي هند باندې خپل راج چلاوه. د یادې طبقې اړوندانو د هندي ټولنې په بېلا بېلو ډګرونو کې لاتر همدا اوسه خپل نفوذ ساتلی دی.
د اشغالګرو بله ځواکمنه وسله مطبوعات دي. رسنۍ باید د اشغالګرو د برلاسۍ او سپېڅلتیا په اړه خیالي کیسې، افسانې او نویوالی جوړ کړي، تر څو نوي باورونه رامنځ ته شي. دا خبره باید دومر ډېره تبلیغ شي چې ته وا اشغال د یوې سپېڅلې موخې یا د خدای لپاره تر شوي دی، نو ځکه اشغال باید د خدایي نعمت په توګه وګڼل شي.
که چېرې لږ ځير شو نو وینو چې نن ورځ په افغانستان هم د « غنم رنګه صاحبانو » یو قشر رامنځ ته شوی او واکمن دی. که څه هم دغه قشر کټ مټ هماغه رول او دندې سر ته رسوي، لکه کومې چې هندوستاني غنم رنګه صاحبانو د خپل بادار انګلیس لپاره سر ته رسولې، خو یو څه توپېر لري. توپېر یې دا دی چې هندوستاني والا وو د استعمار پر دوام باور درلود، ځکه چې له یوې خوا هندوستانیان تر ډېره سر کشه خلک نه وو او له بلې خوا د وسله وال مقاومت څرک نه لګېده. نو ځکه، سره له دې چې هر څه ته یې د انګلیس په سترګو کتل او سل په سلو کې خپل بادار ته ژمن وو خو بیا هم په دې پوهېدل چې دوی د همدغه اولس سره نه شلېدونکی اړیکې لري. د دې برسیره، هغوی یواځې انګلیسي شبکو ګمارلي او روزلي وو. زمونږ د وطن د غنم رنګه صاحبانو قشر بیا له درې داسې بېلا بېلو ډلو نه جوړ شوی دی چې د مخه په ظاهره یو بل سره یې دښمنۍ کولې خو اوس یوې مرجعې په دنده ګمارلي دي. د دغه قشر یوه ډله تش په نوم تکنوکراتان، بله ډله پروني تش په نوم چپیان او بله ډله تش په نوم جهادي تنظیمونه جوړوي.
د افغانستان تکنوکراتانو ته پرته له دې چې د اشغال مامورین وویل شي، بل څه ویلی نشو. په دې وروستیو شپاړسو کلونو کې هر وزیر ۱۵۰۰ سلاکاران لرل. آیا دغه سلاکاران ټول تکنوکراتان نه وو ؟ آیا دوی پرته له چور او فساد څخه بله کومه لاسته راوړنه لري ؟ پرته له ښاغلي رمضان بشردوست څخه چې د انجیوګانو پر ضد ودرېده، اعتراض یې وکړ او خپله استعفا یې وړاندې کړه، آیا کوم بل چا هم دغسې ګام اوچت کړی دی ؟ ځواب حتمأ نه دی، ځکه چې بل چا داسې زړورتیا نه لرله.
پخواني تش په نوم چپیان چې د سرو لښکرو پر شوبلو باندې سپاره هېواد ته راغلل او د پردي عسکر د برچې په زور د واک ګدۍ ته رسېدل، په حقیقت کې یو څو شلې هغه کسان وو چې د وخت شوروي اتحاد د څارګرې ادارې اجنتان وو. دوی هیڅ ایدیالوژۍ او ملي ارزښتونو ته ژمن نه وو. کله چې یې ماموریت پای ته ورسېده، ورسپارل شوی ځای یې د خپل بادار په دستور خپل هم مسلکې ډلې ته وسپاره. په بله وینا د کمونیست سر د جهادي تنظیمو له ګریوانه راووت.
جهادي تنظیمونه د افغاني ټولنې د « غنم رنګه صاحبانو » قشر اساسي ځواک جوړوي. که د زړه خبره وکړم دا د تنظیمونو له نومونو سره د « جهادي » مختاړی راته بې ځایه او د جهاد کلیمې ته سپکاوی ښکاري. واقعیت خو دا دی چې جهاد اولس وکړ، تنظیمونه خو هسې د پردیو اجیران وو او د هغو ارزښتونو په پلورلو اخته وو چې یواځې د همدوی په شان لوېدلي کسان یې جرئت کولی شي.
مونږ په دې پوهېږو چې دا پنځلس جهادي تنظیمونه پردو د خپلو ګټو د ساتلو او د افغانستان د ړنګولو لپاره راجوړ، سمبال او چاغ کړل. هغه جګړې او کړنې چې دغو تنظیمونو کړي دي، له بده مرغه ډېری یې د اسلام مبین دین له احکامو سره په ټکر کې دي.
سیدنا حضرت ابوبکر صدیق ( رض ) مسلمانانو ته د جګړې په وخت کې د لسو موضوعاتو په تړاو په څرګندو ټکو داسې لارښوونې کړې دي : « ښځې، ماشومان، زاړه یا کمزوري کسان مه وژنئ ؛ میوه لرونکې ونې مه پرې کوئ ؛ هیڅ ښار مه ړنګوئ او هغو کسانو ته لاس مه وروړئ چې له ځان سره وسلې نه لري، هغه څوک چې تسلیم شي او یا پناه وغواړي هغه مه وژنئ، ټول هغه کسان چې تاسو ته تسلیم شي باید تاسې یې خوندي توب ډاډ من کړئ ».
د جهادي تنظیمونو غړي دا څلوېښت کاله د مسلمانانو په وژنو، د اسلامي ارزشتونو په بدنامولو، د ښارونو، لارو، پلونو، ښوونځیو او روغتونونو او... په ړنګولو باندې اخته دي. آیا په نړۍ کې به داسې جاسوسۍ شبکه پيدا شي چې له دغو پنځلسو تنظیمونو څخه یې کومه غوښتنه کړې وې او دغو جهادي تنظیمونو منفي ځواب ور کړی وي ؟ ناشونې ده. دغه تنظیمونه د « بلکواتر » امنیتي کمپنۍ په شان دي، هر څوک چې پیسې ورکړي دوی یې چوپړ ته تل تیار دي. د جهادي تنظیمونو ځینې غټ سرونه د کمونیزم له ګریوانه راووتل. په زړه پورې بل واقعیت دا دی چې د پنځلسو جهادي مشرانو له ډلې نه ارواښاد مولوي خالص یواځينی څوک و چې د امریکایي اشغال غاړې ته یې ګلان ور وا نه چول، نور د جهادي تنظیمونو ټولو مشرانو او کشرانو د « سامري خوسکي » ته سجده وکړه.
د یادونې وړ ده چې له بده مرغه دا د ټولو جهادي تنظیمونو یوه ځانګړتیا ده چې تل د نورو په لاس د خپل اولس د ځپلو لپاره په یوې وسیلې بدلېږي. القاعده او داعش خو زمونږ د جهادي تنظیمونو شاګردان دي، راځئ چې د « البدر »، « الشمس » او « رضاکارانو » له ډلو څخه یادونه وکړو چې د راولپېڼډۍ د اووه ګونو تنظیمونو استادان، روزونکي او پالونکي دي. جهادي تنظیمونو د همغو په کودي کې ډوډۍ خوړلې ده.
پورته یادې ډلې د ۱۹۷۰ – یم کال په پای کې د پاکستان د څارګرې ادارې آی اس آی په نوښت، د جماعت اسلامي، نظامې اسلامي او مسلم لیګ ګوندونو په همکارۍ، په ختیځ پاکستان کې د بنګالیانو د ځپلو لپاره جوړې شوې. د البدر ډلې غړي یو مخ د جماعت اسلامي کسان وو. د الشمس ډلې غړی تر ډېره د نظامې اسلامي ګوند کسان وو خو د جماعت اسلامي او مسلم لیګ د ګوندونو کسان هم په کې وو. د رضاکارانو ډله یوه ارجله ډله وه او د ټولو ګوندونو کسان په کې تنظیم شوي وو.
دغو ډلو د پاکستاني پوځ سره په ګډه، د ۱۹۷۱ – یم کال د مارچ د میاشتې له ۲۵ – مې نېټه نه د همدغه کال د دسمبر د میاشتې تر شپاړسمې نېټې پورې درې ملیونه بنګالیان ووژل، ۳۰ ملیونه یې له خپلو ځایونو نه بې ځایه کړل او پر ۵۰۰ زرو ښخو باندې یې جنسي تېری وکړ. د بنګالیانو یواځينۍ ګناه دا وه چې نه یې غوښتل د پنجابیانو لاس لاندې ژوند وکړي. د پاکستان له خوا د بنګله دیش جنوساید په نړۍ کې د شلمې پېړۍ د پنځو نسل وژنو په کتار کې ځای لري.
د بنګله دیش په نسل وژنه کې څوک په نښه کېدل ؟
د پوهنتون استادان، محصلین، داکتران، علمي کدرونه، سیاسي او ټولنیز مشران، ښوونکي، د ښوونځیو وتلي شاګردان او دیني عالمان.
د بنګالیانو د شتمنیو چور، د کورنۍ د غړو ترمخه پر ښځو او جنکیو باندې جنسي تېری کول، کورونو ته اور اچول عادي کارونه وو.
په هر حال، لکه چې وینو د افغانستان جهادي تنظیمونو د خپلو استادانو ځینې نسخې په بشپړه توګه عملي کړې دي، ځینې یې یو څه، خو یو شمېر یې لا پاتې دي. که چېرې روان اشغال یو څو کاله نور دوام وکړي نو ډېر نور څه به هم ووینو.
دا هم باید ومنو چې د افغانستان دا پنځلس جهادي تنظیمونه، سره له دې په خپلو کې سره جوړ نه وو، آن په خپلو کې یې یو د بل ډېر کسان سره ووژل، خو په یو کار کې بې جوړې دي، او هغه دا چې خپل ستر لارښود، د سقاو زوی ته ډېر درناوی لري.
د جهادي تنظیمونو په دغه کار کې یو بل راز هم نغښتی دی او هغه دا چې هغوی پوهېږي چې د افغانستان خلک وطن پلورنې، له دشمن سره مرسته کولو یا پردو ته جاسوسي کولو ته ملي خیانت وایي او کرکه ور څخه لري، خو که همدغه کار ته یو څه اسلامي جامې ور واغوندل شي نو هرو مرو یو څو ناپوهان پیدا کېږي چې باور ورباندې وکړي. د سقاو زوی خپل ځان خادم دین رسول الله وباله، جهادي تنظیمونه ځانونه مجاهد بولي. د تومنې له پلو هیڅ توپېر نه لري.
دغه فکتورونه چې پورته مو ور څخه یادونې وکړې + ( جمع ) دا چې په تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان غنم رنګه صاحبان په دوامداره توګه د ډېرو بهرنیو جاسوسي شبکو له خوا روزل شوي، لاس په لاس شوي، پلورل شوي او اخیستل شوي دي نو له دوی څخه ډېر ماهر معامله ګر جوړ شوي دي. دا چې دوی هیڅ ډول ملي ارزښتونو ته ژمن نه دي، هغې پوښتنې ته ښه ځواب دی چې : دا زمونږ غنم رنګه صاحبان ولې خطرناکه دي ؟
پای