ملته!  ويښ شه که نه ورکیږې!

 
د افغانستان د پارلمان غړي منصور حفیظ د یوه غله د بیا تدفین په اړه علني وویلې: به زور ګرفتیم دست تان خلاص!
یاره جناب لالیه حق اخیستل کیږي دا يواځې په خبرو نه کیږي تدبیر او عمل پکار دی.
افغان ضد افغانستان ضد او د ملي عناصرو ضد حلقې او كار په داخل او بهر كې حتې د بهرنیو استخباراتو په تیر ایستلو دقيق او حسابي كار روان دې.
مثال راوړم دغه متعصب او افغان دشمنه، افغانستان دشمنه، پشتون دشمنه عناصردقیق او حسابي په هغو مطالبو تمركز كوي او سپکوي او بې عزته کوي چې د دې ملت عزت او افتخار دی. د افغانستان امنيتي او سياسي نمايندگیو او مراکزو کې ناست افغان دشمنه عناصر دقیق، حسابی او منظم افغان دشمنه كار كوي. زما او ستا او د ملي خلكو خبرې، بیانۍ، لیکنې او نشرات په ‌‌‌‌‌‌ډېر فني او مسلکي ‌‌‌‌‌‌ډول د ارتباطه قطع کوي او یواځې هماغه برخه چۍ د بهرنیو قدرتو په خيال او باب برابرې نه وي ایدتوي او برابروي او افغانستان كې موثرو استخباراتو ته تسليموي. ټول شواهد او علایم مستندوي او ددوی د مجلل دفافترو او مصارف نه ثابته ده چې ددوې سره ايراني او پاکستاني مالي او استخبارات امكانات شته او کار كار كري. هو دوی دلته بهر كې د ایران او پاکستان د پیسو په زور مجلل دفاتر لري او مصارف كوي او محافل نيسي. دده حالت په نتيجه كې دوی مدني ټولنې هم تر تاثیر لاندې لري. زه كه دمیشت هیواد د پارلمان د وکیل او سیاسي حلقو سره ناسته او ولاړه کوم او ورسره جدي بحث او د وطن د رنځ او غم خبر ورته کوم او هغه بل ورته د ګ‌‌‌‌‌‌ډا او د نس د رقص محفل جوړوي، زه ورته مشكل او د مشكل عامل وايم، زه ورته وايم چې د افغانستان مشكل ستا بې ب عقله مداخله او د افغانستان د وضعې بې خبره او د غلا معامله ده او دوی ورته وایي: ګوز ات بوی خوش داشت.
نو نتیجه دا شوه چې زه افغان وحشي او خطرناک شوم او هغه متمدن، عصري او روشنفكر شو!
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني لندن ته راځي نو ما ورته له سره څوک نږدې نه پریږدي چې مشکل او د حل لار ورته ووایم، اما هغه ته حتی د محل سیستم داسې زمینه برابروي چې مثال يې د جناب رئیس جمھور غني د ستوني نه نيول په لندن كې وه. جنبش روشنایی او داسې نور مصرف او منظم تنظيمي كار او قوي لاس سره كيږي. دشمن د دشمن سره لاس وركړای. د افغان د هویت او شرف دشمنان ( مجيب الرحمن رحيمي د اجرائیه رئیس همه كاره، پدرام، منصور حفیظ، بهزاد او...) د افغانستان پر سیاسي ستیج مسلط او ورځ په ورځ د ‌‌‌‌‌‌ډېرو افغان ضد برنامۍ تطبیق روان دی.
زه ورته وایم یو صرف یو سند راوړه چې زما هغه او دغه ملي شخصیت دې متعصب وي. زه به درته سل سنده راوړم چې پورته یاد خلک متعصب، فاشیست او افغان ضد او وطن ضد او پر وطن مسلط ھم دي. مړ هم زه او پړ هم زه، خو دوی ورته نه غوږ ږذي او نه عدالت مني. يو څو پروني با احساسه بيا يا چوکۍ ساتي او د بیړۍ د ‌‌‌‌‌‌ډوبیدو اواز هم هسې د یاده ووت. هغه نور هوښیار!? بیا وايي شولې ته بخور پردې ته بكو!
يو شمير دوستان له خواخوږي راته تشویش لري او یو شمیر را ته احوال لیږي: به افغانستان نه خواهي امد؟
وايي: اگر ادامه دادي در موردت برنامه های جدی خواهيم داشت،
كمپیوتر ته ويروس او تخنيكي مشكل د هرې ورځې خبر ده. دا حال تنها زما نه دی او يقين لرم چې دا مشکل د ‌‌‌‌‌‌ډېرو دی. خو یا ورته تصادفي ښکاري او غیر جدي او یا تر فشار لاندې غلی کیږي. نه داسې نه شي كيدای.
مشکل ستر او د افغان وژنې او جنیوساید او د افغانستان د شمال په بعضو سیمو کې قومي پاک کاري پروسه د افغانستان تجزیه او تاکتیکي فدرالي سیستم د هغو افغان ضد او افغانستان ضد برنامو جدي سلسله ده چې باید جدي نيول پکار دي.
افغانه، باتور ملته، پښتونه! وېښ شه که نه ورکیږې!