
مسلکي او تخنیکي زده کړې هغه زده کړې دي، چې نېغ په نېغه د کاروبار له نړۍ سره تړاو لري. پوهان وايي که ښونه او روزنه پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا، د ژوند ښه کېدل، او کاري فرصتونه را منځ ته کوي. نو تخنیکي زده کړې یې اساسي کلۍ کڼل کېږي.
د نړۍ کوم هېواد ژر او چټک پرمختګ کړی هغومره پکې تخنکي او مسلکي زده کړو اساسي رول لوبولی دی. د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې سنګاپور، مالیزیا او سهیلي کوریا ډېر چټک پرمختګ وکړ. هلته تخنیکي زده کړې هم ډېرې باکیفیته او پیاوړې دي. دغه هېوادونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت ته په کتو سره دې ډول زده کړو ته ډېره پاملرنه کوي.
افغانستان تر اوسه په هره برخه کې لا ډېر څه نه دي کړي او د کار مارکیټ پکې غښتلی نه دی. نو تخنیکی او مسلکي زده کړو ته ډېره جدي اړتیا لري. همدا اوس د افغانستان په مارکېټ کې تخنیکي او مسلکي کارګر د ګوتو په شمېر دي او ټول پیچیده تخنيکي کارونه بهرنیان سر ته رسوي، چې له یوې خوا لوړ معاش اخلي او له بلې خوا یې د افغان کارګر ځای نیولی او یوه افغانه کورنۍ له ښه ژوند څخه محرومه شوې ده.
په افغانستان کې ځینې سترې پروژې لکه د ټاپی پروژه، د کاسا زر پروژه، د پټلۍ جوړولو پروژې، د ترکمنستان د ګازو، (TAPI) او د برېښنا د بندونو د لسګونو پروژو خبره کېږي په دې ټولو پروژو کې لسګونه زره ماهرو کارګرو ته اړتیا ده. ددوی لپاره باید د افغانستان حکومت افغانانو ته داسې روزنه ورکړي، چې په دغو پروژو کې د کار کولو جوګه شي.
که په ریښتیا هم د افغانستان حکومت په سم ډول د تخنیکی او مسلکي زده کړو پراختیا ته پاملرنه وکړي خورا ډېرې ګټې به ترلاسه کړي د بېلګې په توګه: الف) په خپلو سترو پروژو کې ارزانه کارګر په لاس ورشي، ب) په هېواد کې به د بېکارۍ کچه را ټیټه کړي او د خپلو هېوادوالو لپاره به کاري فرصتونه رامنځ ته شي، ج) د خپلو خلکو په ژوند او دسترخوان کې به مثبت بدلون راولي، د) په بهرنیو کارګرو به اتکا له منځه لاړه شي.
اوس مهال په افغانستان کې دری ډوله تخنیکي او مسلکي زده کړې خلکو ته عرضه کېږي: رسمې تخنیکي زده کړې د پوهنې وزارت یې د خپلو کابو ۲۹۰ لیسو او انستیتیونو له لارې وړاندې کوي، نیمه رسمي زده کړې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې د خپلو کابو ۴۵ روزنیزو مرکزونو له لارې د لنډ مهاله کورسونو له لارې وړاندې کوي او غیر رسمي زده کړې هغه دي چې زموږ ځوانان یې د کار په ځای کې زده کوي لکه څوک له ترکاڼ سره کار کوي، څوک له مستري سره کار کوي، څوک له خیاط سره کار کوي.... خو ددې دری واړو ترمنځ همغږي نشته او ډېرې ستونزې لري.
په ټوله نړۍ کې د تخنیکي زده کړو ارزښت خورا ډېر دی او ټول هېوادونه دې برخې ته ډېره پاملرنه کوي، په نړیواله، سیمه ییزه او د هېواد په ملي کچه پروګرامونه جوړېږی، دوامدارې څېړنې ترسره کېږي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ستونزې په ګوته او د حل لپاره یې ګامونه پورته کړل شي. اوس مهال نه یوازې زموږ په هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې تخنیکي او مسلکي زده کړې له یو لړ ستونزو سره مخ دي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مسؤولین او حکومتونه باید هغو ته جدي پاملرنه وکړي، یو لړ ستونزو ته په لاندې ډول اشاره کوو:
- تحقیق او نوښت:د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې څېړنې او تحقیقات نه ترسره کېږي ترڅو معلومه کړه چې په دې برخه کې کوم نوښتونه باید را منځ ته شي، اړتیاوې او د هغو حلونه څه دي. دوامدارې څېړنې باید ترسره شي ترڅو ددې سکتور د پیاوړتیا لپاره لازم پروګرامونه جوړ شي.
- د تخنیکي او مسلکي زده کړو ته په ټیټ نظر کتل: هېڅوک تخنيکي او مسلکي زده کړو ته ارزښت نه ورکوي، هغه خلک چې د کانکور له لارې تخنیکي مراکزو ته معرفي کېږي ۷۰٪ زده کوونکي یې بېرته پرېږدي. ځکه خو لازمه ده چې ددې ډول زده کړو په اړه کمپاین وشي، ارزښت یې خلکو ته روښانه شي او هم له فارغینو سره مرسته وشي چې په بازار کې ځان ته کار پیدا کړي.
- د تخنیکي او مسلکي زده کړو په سکتور کې د پانګونې ډېروالی: تخنیکي زده کړې د عمومي زده کړو په پرتله ډېر لګښت ته ضرورت لري. له بازار سره ډېر تړاو لري او هم ژر ژر تغیرات پکې راځي نو لازمه ده چې د بازار له اړتیاوو سره سم په تخنیکي زده کړو پانګونه وشي.
- د حکومتي او خصوصي سکتور ترمنځ مشارکت: د تخنیکي زده کړو لپاره ډېره مهمه ده چې له خصوصي سکتور سره ډېر تفاهم وجود ولري، د هرې کارخانې او تولیدي مرکز له اړتیا سره شاګردان وروزل شي فی الحال په بازار کې اړتیا یو څېز ته ده ملګر تخنیکي مراکز په بله برخه او یا بل ډول زده کوونکو ته روزنه ورکوي.