پوهه وې کاروان وې سمندر د وخت رخســــــار باندې
عـقـل لـــه جــوهـر وې د يـارانـو په هـر ښـار بـاندې
نــور وې ته د پوهې، ځـلـنـد لـمر بـه ځـلـيـدې راته
درد لـره درمـان وې د ذهـنـونـو په هـر چـار باندې
ژوند دې د مظلوم اولـس په غم کـې سرګـردانه ؤ
زړونو له ټـکـور وې وچــو شـونـډو تـه هـر وار باندې
سـوچ دې معتبر ؤ د قـلــم د سـاه پـه غيـږه کــې
ژونـد د انـقـلاب وې د ګـريوان په هـر يو تار باندې
ژوند لره پـيغـام وې هـم رڼـا د ړندو سترګــــــو وې
ميــنه مـحــبـت وې ، وې مـين په هـر يـو يار باندې
زړه د تـاريخ پـاڼـه يې پـوهـانـد رســول اميـنـه تل
وايي نسيم ستوری، يې ژوندی په هر يو لار باندې
وروستي