
په تیرو کلونو کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د تعلیمي او تربیتي رادیو تلویزیون جوړ او په نشراتو یې پیل وکړ او تر پرونه پورې يې د زده کوونکو لپاره ډيرې موثرې او په زړه پورې برنامې لرلې، چې کورنیو او زده کوونکو ډیر څه ترې زده کولای شول. هرڅه یې په خورا شور او زوږ سره روان وو، چې په تیرو څو کلونو کې یې مشر او ارشد مشاور د بدخشان یو ورور و هیڅ ډول خبره چا ونه کړله چې دا دلته څه کوي یا او هیڅ کومه سیاسي برنامه یې نشر نه کړله هرڅه یې ډیر ښه په مخ روان وو؛ خبرونه به یې هم ډیر موثر او ګټوروو، خو پدې ورستیو کې چې کله د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شو، هرڅه تغيیر وخوړلو، د پوهنې وزارت د تعلیمي او تربیتي تلويزيون مشر بدنامه او له دفتر څخه وشړل شو، یو کس چې په هیڅ وخت کې یې رسمي دنده نه لیدلې او نه هم پدې برخه کې کومه تجربه لري د بیګانه په نامه راوستل شو او د پوهنې وزارت د تعلیمي او تربیتي تلويزيون د سرپرست مشر په توګه معرفي شولو.
بیګانه هم خپل بیګانه توب وښوودلو او د معاش هیڅ کوم مدرک یې ورته پیدا نکړلای شولو نو یې اجرایه ریاست ته پیشنهاد او ورته یې د امتیازي معاش هیله وکړه او د اجرایه ریاست نه یې منظوري راغله، خبره به څه لویوو؛ پدې اخیرو کې چې کله د اتل او بوتل د ورځې نمانځل شول نود پوهنې وزارت تعلیمي او تربیتي تلويزيون هم خپل چینل بدل او د داسې برنامو په نشرولو یې پیل وکړو چې هیڅ تمه نه ترې لرل کیدله لکه د قهرمان فلسفه، د هغه یادونه، د هغه بیانیې به یې نشرولې چې په تعلیمي او تربیتي تلویزیون کې داسې شیان خپرول به په ټولنه، ماشومانو او لویانو ډیره بده اغیزه وکړي او ټول کوچونیان به ددې تلویزیون نه زړه توري شي.
د روښانه، اباد سرلوړي افغانستان په هیله