
د غلو د حکومت لومړۍ دوره:
د غلو د حکومت باني او بنسټ اېښودونکی حبيب الله کلکاني مشهور د سقاو په زوی ؤ چې، د انګرېزانو په لمسون او کومک سره يې د وخت ډېر مترقي حکومت چې په 1919م کال کې يې د افغانستان استقلال د انګرېزانو څخه واخيست، ولې انګرېزانو د غازي امان الله خان څخه چې ډېر ځوان مترقي پاچا ؤ او د دوی څخه يې د افغانستان خپلواکي تر لاسه کړې وه د غچ اخيستلو او افغانستان سره د دښمنۍ په پاللو سره يې حبيب الله کلکاني مشهور د سقاو په زوی پيدا کړ چې اصلاً يو غل ؤ او د غلو يوه ډله يې د کوهدامن او پنجشېر څخه د ځانه سره لرله انګرېزانو هغه تقويه کړ او يوه ډله درواغجن روحانيون يې چې اصلاً د انګرېزانو لخوا څخه حمايه کېدل ورسره ملګري کړل او د شاه امان الله خان اصلاح غوښتونکي حکومت ته يې پسله نهه (۹) کاله څخه سقوط ورکړ او د اولين ځل لپاره يې په افغانستان کې د غلو حکومت جوړ کړ. خو خوشبختانه چې د غلو حکومت ډېر پايښت ونکړ او وروسته له نهو (۹) مياشتو يې د سپاه سالار غازي محمد نادر خان پواسطه سقوط وکړ او د سقاو د زوی په مرګ سره پای ته ورسېده.
د غلو د حکومت دوهمه دوره:
د غلو د حکومت دوهمه دوره د برهان الدين رباني د قدرت ته رسېدو څخه شروع شوه او پيل يې داسې ؤ چې د ډاکتر نجيب الله د حکومت له سقوط سره په ۱۳۷۱ هـ ش کال چې د مجاهدينو شورا او مشرانو په پيشاور کې د پاکستان د فوځ د استخباراتو (I.S.I) تر مستقيمې رهبرۍ لاندې د يو حکومت طرحه جوړه کړه چې لومړی به حضرت صبغت الله مجددي د دوو مياشتو لپاره په کابل کې حکومت کوي او وروسته به برهان الدين رباني ته د څلورو مياشتو لپاره حکومت پرېږدي، کوم وخت چې د صبغت الله مجددي دوې مياشتې حکومت پوره شو هغه بېچاره بېله کومه جنجاله حکومت و رباني ته پرېښود او د هغه نيټې څخه د غلو حکومت دوهمه دوره شروع شوه. ولې موږ دې حکومتونو ته د غلو د حکومتونو نوم ورکوو؟
حبيب الله کلکاني مشهور د سقاو په زوی خو تاريخ ګواه دی چې يو نالوستی سړی ؤ چې د غازي امان الله خان په حکومت کې عسکري خدمت ته سوق شوی ؤ، خو کوم وخت چې په رخصتۍ کور ته يې يعني کوهدامن ته ځي هلته د يو تعداد غلو سره ملګری کيږي لاره نيسي او شوکه ترسره کوي چې بيا د هغه وخت د حکومت لخواڅخه نيول کيږي او بندي کيږي، خو کلکاني هغه وخت د بند خونې څخه په تېښته بريالی کيږي او په کوهدامن او پنجشېر کې يوه د غلو ډله جوړوي او د انګرېزانو لخوا مرسته ورسره کيږي ترڅو پوري چې قدرت ته يې رسوي.
او د برهان الدين رباني د حکومت سپاه سالار احمدشاه مسعود ؤ چې د نوموړي تاريخ ټوله دنيا ته معلوم دی چې د پنجشېر په دره کې يې د جهاد تر عنوان لاندې د وخت د حکومت پر ضد ډله جوړه کړې وه، ولې څه حکومتي کاروانونه چې د سالنګ د لارې يې کابل ته ارتزاقي مواد او يا د وخت حکومت ته يې مهمات لېږدول هغه به ده د لارې اړول او د پنجشېر په وادي کې به يې لوټول او حتی تر دې پوري چې دې شوکو او غلاوو ته يې د وخت شوروي اشغالګر فوځ سره تړون امضأ کړ او د هغوی څخه به يې خپله ونډه (نقدي پيسې، ارتزاقي موادو او مهمات) تر لاسه کول او بيا به يې کابل ته کاروانونه پرېښودل او يو بل امتياز يې د شوروي د فوځ څخه دا هم ترلاسه کاوه چې هغوی به د پنجشېر پر درې باندې هوايي او زميني حمله نه کوي. خو کوم وخت چې شوروي قواوې د افغانستان څخه وځي او د ډاکتر نجيب الله حکومت سقوط کوي د غلو سپاه سالار کابل ته داخلېږي او اولين کار چې کوي يې په کابل کې د شهزاده سرای چې د افغانستان د عام ولس يو تجارتي مرکز او شخصي شتمنۍ ځای دی لوټ او تالان کړ او پړه يې د وخت پر حکومت باندې واچوله چې د خلکو د سل هاوو مِليونه ډالرو شخصي سرمايه يې لوټ او تالان کړه او د دې غلاوو پر سر يې ډېر ژر د نورو مجاهدينو په خاص ډول د حزب اسلامي سره شخړې شروع کړې او د پنځو کلونو شخړو او جګړو په نتيجه کې يې کابل په کنډواله بدل کړ او تر سل زره زيات د کابل بېګناه اوسېدونکي يې شهيدان کړل، نه تنها د خلکو شخصي دارايي ګانې او جائيدادونه يې لوټ کړل، بلکې د خلکو پر عزت او ناموس باندې يې هم ډېر تېری تر سره کړ چې، ښه مثال يې د کابل په مکروريانو کې د يوې پېغلي انجلۍ د پنځم پوړ څخه د خپل عزت او پت د ساتلو پخاطر ځان لاندې اچول وه چې، ځان يې شهيد کړ.
ولې د غلو حکومت دا دوره چې پنځه کاله يې په کابل کې ډيري نارواوې ترسره کړې د طالبانو په لاس يې سقوط وکړ او د کابل څخه يې وشړل، خو دا ځل يې بيا د دوهم ځل لپاره د کابل څخه د وتلو پر مهال شهزاده سرای چور کړ او پړه يې پر طالبانو واچوله. طالبانو د شپږو کلونو سختو جګړو په نتيجه کې دا د غلو ډله دومره وځپله چې په شمال کې يې دوی په يو دوو ولسواليو کې محدود کړي وه او د غلو مشرتابه د تاجکستان په کولاب ولايت کې اوسېدل، ترڅو پوري يې د غلو سپاه سالار احمدشاه مسعود د يو انتحاري حملې په نتيجه کې له منځه يووړ، ولې د هغه سره جوخت د امريکا پر تجارتي مرکز حملې يو ځل بيا چانس د غلو په ګټه شو او په افغانستان کې د طالبانو رژيم ړنګولو ته امريکا بډې راونغاړلې او د غلو ډلې ته يې بلنه ورکړه چې د طالبانو د رژيم په ماتولو کې د امريکايانو سره مرسته وکړي، خو د طالبانو رژيم تر يوې مياشتې مقاومت وروسته سقوط وکړ او پدې وخت کې د غلو سپاه سالار مشهور بدماش فهيم ؤ چې اوس يې خلک مارشال فهيم بولي، کله چې د طالبانو رژيم سقوط کوي امريکايانو د غلو ډلې ته اخطار ورکړ چې کابل ته به نه داخلېږي، دا چې دوی د کابل په اشغال کې مخکې هم ډيري ګټې تر لاسه کړي وې د امريکايانو دا خبره يې بابېزه وګڼله او په خپل سر باندې کابل ته داخل شوه او د دريم ځل لپاره يې د شهزاده سرای لوټ او تالان کړ او دا ځل يې بيا پړه پر طالبانو باندې واچوله. کله چې په کابل کې د بُن د موافقې تر عنوان لاندې موقته اداره د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې رامنځته کيږي په هغه کې کليدي وزارتونه لکه دفاع وزارت او بهرنيو او کورنيو چارو وزارتونه ځان ته اخلي چې دفاع وزير د غلو مشر او بدماش فهيم او خارجه وزارت يې موډل عبدالله عبدالله او داخله وزارت يې ګوډ شيطان يونس قانوني ته ورکول کيږي چې د امريکايانو تر چتر لاندې راغلې د غلو ډله خورا زيات واک په لاس کې اخلي او حامد کرزی چې څه باندې لس کاله حکومت کوي د مولي او سمبول په ډول د دولت د مشر په صفت پاتې کيږي او کوم وخت چې کرزی لومړي انتخابات ګټي او خپله کابينه اعلانوي په ډېر ژړغونې اواز سره وايي چې د کابينې په جوړېدو کې زما هيڅ اختيار نشته او کليدي وزارتونه په زور زما څخه غوښتل کيږي. دا ځلې غلو پر هيڅ شي باندې صرفه ونکړه، د شېرپور د ځمکو د غصب څخه نيولې د دولتي بوديجې او خارجې کومکونو د لوټ او تالان په نتيجه کې دا ډله خورا ځواکمنه شوه او حتی تر دې پوري چې د افغانستان تاج او تخت يې خپل پدري حق وباله، خو دا ځلې د جهاد د مقدسي کليمې څخه په استفاده او کوم وخت چې آخري انتخابات تر سره شول د غلو ددې ډلې بې شرمي او بې حيايي د افغانستان ټولو خلکو د سر په سترګو وليدل چې په وچه بې شرمۍ او امريکايانو په مرسته يې اجرائيوي رياست غير قانوني پوست چې په اساسي قانون کې هيڅ ځای نلري په رامنځته کېدو سره يو دوه سری او دوه مخی دولت د ملي وحدت د حکومت تر عنوان لاندې د يو غير قانوني تړون په ترڅ کې رامنځته کړ او پنځوس فيصده واک يې خپل ميراث او د پلار حق وباله چې په ټولو دولتي پوستونو کې بايد د نوموړي ډلې غير مستحق او غير مسلکي کسان ځای پر ځای کړل شي، ولې دې ډلې په هغه پنځوس سلنه واک باندې هم بسنه نه کول، ځکه يې خپل د ډلې يو مقتدر غړی (احمد ضيأ مسعود) د اشرف غني په ډله کې ور داخل کړ چې هغه هم يو پنځه فيصده واک خو حتماً غواړي. پدې اساس د ټول افغانستان واک او اختيار بايد د يوې ولسوالۍ د غلو سره وي چې، دا به عادلانه نه وي. او دا د غلو ډله اوس پدې باندې هم بسنه نه کوي، غواړي زموږ تاريخي افتخارات هم په خپل نامه کړي، د افغانستان د خپلواکۍ ورځ چې ۲۸ د اسد ده نه مني او نه يې تجليلوي او دوی د افتخاره ډکو ورځو په مراسمو کې ګډون نه کوي او د هغه په خلاف د غلو د مشر او باني هډوکي پسله ۸۸ کلونو د خاورو څخه راباسي او په شانداره مراسمو سره يې د کابل په يو ډېر مهم او تاريخي ځای کې خاورو ته سپاري او غواړي مزار ورباندې جوړ کړي.
افغانستان ډېر زيات شهيدان او قهرمانان لري او ډيري حماسې او کارنامې يې پرې ايښې دي، ولې د غلو دا ډله غواړي چې د افغانستان د ټولو شهيدانو کارنامې او حماسې يوازې او يوازې د غلو په سپاه سالار احمدشاه مسعود پوري وتړي او يا يې د رباني په نوم کړي، مشهور بدماش ته خو يې د مارشال لقب ورکړ او شهيدانو د اونۍ تر نوملړ لاندې يوه اونۍ نه د بل شهيد نوم اخيستل کيږي او نه هم د بل شهيد عکس پورته کيږي، يوازې او يوازې د احمدشاه مسعود، رباني او يا د غلو ډلې کوم بل څوک چې وي د هغوی نوم اخيستل کيږي او عکسونه يې په موټرونو، ديوالونو او رسمي ځايونو کې ځوړندوي.
د خپل سترګو ليدلې يوه کيسه د پورته مطالبو د ښه اثبات لپاره داسې کوم:
کوم وخت چې زه په کابل کې د خپلو دوستانو د يو شخصي ساختماني شرکت په دفتر کې د دې شاهد وم چې د سړک جوړولو د يوې پروژې ترلاسه کول د مارشال فهيم په مرسته نوموړي شرکت د هغه د ونډې چې دوه لکه (۲۰۰۰۰۰) امريکايي ډالر کېدل د فهيم سړي ته ورحساب کړل او ورته ويې ويل چې ته يوازې راغلی يې او دوه لکه ډالر زياتي پيسې دي کېدای سي زه خپل ورور ددې پيسو د خوندي رسولو پخاطر درسره ولېږم، ولې د فهيم نماينده په پنجشېرۍ لهجه ورته وويل چې (دزد از دزد نمی ترسه) د ده د دې خبرې څخه ما داسې اټکل وکړ چې، د کابل د ښار ټولي غلاوې او ډاکې د پنجشېر غله او دا ډله ترسره کوي.
والسلام