ماشومان او تلویزیون

 
ځینې کورنۍ هڅه کوي چې خپل ماشومان د تلویزیون له نندارې منع کړي، دوی فکر کوي چې د تلویزیون ننداره ماشومانو ته زیان رسوي، خو داسې هم نه ده څنګه چې موږ فکر کوو. که ځینې ټکي په پام کې ونیسو تلویزیون لکه ښوونځي او ښوونکی د ماشومانو لپاره ګټور دی. د بېلګې په توګه:
ـ زه به رخصتیو یا اوزګار وخت کې تل تلویزیون ګورم او مینه ورسره لرم، هغه خپرونې چې پوهېږم ماشومانو ته ګټه رسولی شي وخت او زمان یې په نښه کوم او تل یې له خپلو کوچنیانو سره یوځای ګورم.
زما دا چاره  بې ګټې نه ده، که موږه د کوچنیانو لپاره غوره تلویزیوني خپرونې انتخاب کړو نو د هغوی د وړتیاوو او مالوماتو په پیاوړتیا کې ورسره مرسته کولای شي. دا تلویزیون دی چې ټوله نړۍ تاسو مخې ته ږدي.
ځینې کوچنیان د تلویزیون په نندارې روږدي شوي وي، کورنۍ باید هڅه وکړي چې دغه عادت له منځه یوسی. ځکه چې تلویزیون په ډېرې اسانۍ د ماشومانو ذهني فعالیت ترې اخلي. دا په دې مانا نه ده چې موږه د ماشومانو په خونه کې دوی ته ځانګړی تلویزیون کېدو. د کوچنیانو ارواپوهان وایی، تلویزیون د ماشومانو په خونه کې مه ږدئ ځکه چې هغوی به ډیر ژر د هر ډول خپرونو ننداره پیل کړي او روږدی به شي.
زه تل هڅه کوم چې له کوچنیانو سره یو ځای د تلویزیوني خپرونو ننداره وکړم. موږ دوه درې ډلې یو، د بېلګې په توګه :
زه او یو زوی مې د ریال مادرید او کریستیانو رونالدو مینوال یو، دوه زامن مې د بارسلونا او مسي مینوال دي. دوی تل هڅه کوي چې د هسپانیا، چې همدا ټیومونه یې جوړ کړي، یا هم د رونالدو اصلي هېواد پرتګال، د مسي اصلي هيواد ارجنټاین، یا هم د دوی د ژوند لیک، بریو، لاسته راوړنو په هکله مالومات تر لاسه کړي. دوی اوس مهال د فوتبال په هکله کافي مالومات لري او تل هڅه کوي چې د خپلو ټیمونو او بولغاړو په هکله نوي او تازه معالومات لاسته راوړي.
د ماشومانو متخصص ډاکټره فیروزه ساجدي وایی : ماشومانو لوبو ته اړتیا لري، هغوی هېڅ کله له لوبونه د تلویزیون نندارې ته مه اړ باشئ، پرېږدئ چې لوبې وکړئ.
تلویزیون هېڅ کله د ماشومانو د لوبو ځای نه شي نیولی.
بله تر ټولو مهم خبره داده چې دوی به سپورټ، بری، ناکمي، شخصیت جوړونې په هکله احساس پیدا کوي او د دغو څېزنو په درنښت پوهېږي.
اوس نو زما بچي له سپورټ سره دومره بلد شوي چې غواړي په ښو او رسمي کلپونو کې سپورټ وکړي، څو هم ښه روغتیا ولري او هم د شهرت خاوندان شي. هغوی له ټولو بوختیاوو سره سره سپورټ  ته وخت ځانګړی کړی دی.
کوچنیانو له کارتونی فلمونو سره ډیره مینه لري خو زه  تل هڅه کوم چې خپل وخت د ښو او غوره کارتوني فلم په لیدو تیر کړي. موږ فکر کوو چې هر کارتوني فلم به پر ماشومانو ښه اغېزه ولري او ښوونیز به وي، خو داسې نه ده ځينې کارتوني فلمونه بې ګټې وي.
زه تل خپلو کوچنیانو ته د نړۍ غوره کارتوني فلمونه معرفي کوم او په هکله یې ورته پوره معالومات ورکوم، د لګښت او ګټې په کله ورته معالومات ورکوم او پر لاملونو کې خبرې کوو.
دوی دا هم پیدا کړې چې ( د یخ زمانې) کارتوني فلم نژدې یو میلیارد ډالره خرڅ شوی فلم دی. هغوی راسره په دې بحث پیل کړ چې ولې دا کارتوني فلم نړۍ کې ډير خرڅ شوی دی، څه ښه والی لري او...
د لوبو لکه کرکټ یا فوتبال  پر مهال کوچنیان هم خوا ته کېنوم او په شریک لوبه څارو، هغوی ته اجازه روکوم چې خپل احساسات څنګه یې چې زړه غواړي  ښکاره یې کړي که هغه د خندا، چیغو یا له ځای نه پورته، چکچکې وهلو له لارې وي. دغه چیغې، خوشالي، خفګان او احساساتي کېدل دا هرڅه باید تجربه کړي. خوښي یا خفګان باید زنداني نه شي.
که څه هم چې افغان ماشومان هغه فلمونه خوښۍ چې جنګ او جګړې پکې وي خو دا ډول فلمونه پر کوچنیانو بده اغېزه کوي، هغوی جګړه زده کوي، تاوتریخوال زده کوي او بیا یی له خپلو همزولو یا هم خوېندو ورونو سره هغه څه کوي چې فلمونو کې یې لیدلي وي یا هم د دا ډول فلمونو په کتلو سره ماشومان د جګړې، تاوریخوالي پر وړاندې عادي کېږي. دوی دا ډول صحنې په سم ډول نه شي درک کولی.
نو د خپلو کوچنیانو لپاره د تلویزیون د نندارې لپاره مهال ویش جوړ کړئ، هغوی سره مرسته وکړئ چې ښې خپرونې وګوري، تاسو یې هم ملګرتیا وکړئ، معالومات ورکړئ، ځینو خپرونو سره یې باید اشنا کړئ څو هغوی پوی شي چې ټولې تلویزیون خپرونې د کتلو وړ نه دي.
 
په درنښت
آرش ننکیال
09,07,2016