
د کشمير او سوريې د ټپيانو او شهيدانو عکسونه به پورته کړى او دعاگانې به ورته غواړې.
مسلمانه!
لومړی په خپل غم وژاړه، ستا په کلي کور کې د مسلمان گاونډي هېواد له لاسه شام او کشمير جوړ دى ته د کشمير غم پريږده د نيابتي او دگاونډي هېواد د گټو د جنگ قرباني دى خپل ورور مه ګرځوه.
پرون دې ويل چې ملي اردو اوملي پوليس ځکه وژنو چې مونږ امريکايانو ته نه ورپريږدي.نن امريکايان په خپلو بارکونو کې خوندي دي او ته جهاد په افغانانو کوي.
خپله ملي اردو او ملي پوليس مه کمزوري کوه، د اسلامي نړۍ د ډيرو هېوادونو د پوځ سره بهرنيان مرستې کوي حتی سعودي عربستان او اسلام اباد سره په ملينونو ډالرو مرستې کيږي. د هغوي معاشات او اکمالات کوي،د پښتنو د وژنو د عملياتو لپاره د امريکې مرستې اخلي. کلونه وشول چې په شمالي وزيرستان، مومندو ايجنسۍ، باجوړ ايجنسي، خېبر ايجنسي، او باړه کې عمليات روان دي. دعملياتو له امله يوازې پښتانه وژل کيږي.
چيرته مو د يوه عملياتو خبر د پنجاب، مانسرې په کليو او ښاريو واوريد، نه!
د حصارک ولسوالۍ ته مو اشر جوړ کړ خو د جلال اباد هوايې ميدان ته در نه په امن دى چې په کې بهرنيان ميشت دي،
په همدې شمېر اشر دې کله هم په بهرنيانو بريد ونه کړه. ستا موخه او هدف د افغانستان بې ثباتي او دملي ځواکونو کمزورتيا ده هغه هم ستا د بادار اسلام اباد لپاره او پر نغوته.