پښتانه د انزوا په درشل کې

 
د نړۍ او په تېره بیا په افغانستان کې له پښتنو پرته نور ټول مېشت قومونه، خپل تللي مړي له خاورو بېرته کاږي او بېرته یې په ښایسته مراسمو خاورو ته سپاري؛ خو پښتنو خپل ځانونه او مړي دومره بې ارزښته کړي دي، چې حتی په خپلو سیمو کې د هغو کسانو جنازه هم نه کوي چې له خپلې خاورې په دفاع کې شهید کېږي.
هغوی چې په رښتیا سره خپلې خاورې او ولس ته خدمت کړی دی، په هغه باندې د انګلیس د بچي، کافر، ګوډاګي او دې ته ورته نورې ټاپې لګوي، ځکه چا چې خپل مشران ونه ستایل او هغوی ته یې سپکاوی وکړ، نو هغه به هرو مرو د انزوا خواته ځي.
د نورو ژبو خلک او په تېره بیا حکومتي چارواکي یې، خپل رښتني او خاین مشران، د خپلې راتلونکې د پایښت لپاره ستايي او دغې چارې په حکومت کې بشپړ واک ته هم رسولي دي.
په هرځای او هره ناسته کې به مې د نورو ژبو له خلکو څخه د پښتنو د مېړانې کیسې اورېدلي.
هغوی بله تل دا ویل چې په افغانستان کې څوه پړاوه جهاد همدې ټبر ګټلی دی او هر یرغلګر ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی؛ خو دایې هم ورسره ډېرول، چې مشرانو یې په ولس زړه سوځاوه او رغنیزو چارو ته یې هم لارې آوارولې.
پښتنو او ددې قام مشرانو خو د پخوانیو واکمنیو پر مهال داسې نه کول او د هېواد په هرې ملي مسئلې کې به یو وو؛ خو ګورم چې دا هرڅه له منځه تللي دي او هغوی یواځې د جېب ډکولو په هڅه دي.
که څه هم په بُن کنفرانس کې ټولو ګډونوالو دا پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې باید پښتون کس ولسمشر شي او دا کار هم وشو.
د افغانستان اکثریت قام یانې پښتون دې پرېکړې ته خورا خوښ وو او دایې هیله وه چې ټاکلی شوی ولسمشر هغه که منځمهاله وو او وروسته بیا غوره شو، هغه به په هره برخه کې له هرڅه پاتې پښتنو ته د زده کړو زمینه برابروي؛ خو دا هر څه بل ډول شول.
په هېواد کې له منځمهاله ولسمشرۍ پړاوه وروسته، طالبانو یوځل بیا په افغانستان کې سر راښکاره کړ او د هېواد په ډېریو پښتون مېشتو سیمو کې یې، کله ناکله، په امنیتي ځواکونو غلچکي بریدونه کول؛ خو ددې بریدونو لمن اوس مهال تر ولسوالیو او حتی تر ولایتونو رسېدلې ده.
پښتون قام ته خو یو ستر ګوزار داشو چې طالبانو یې سیمو کې په اصطلاح د جهاد په نوم، په ځامنو، لوڼو او ورونو یې ښوونځيو ته په تلو بندیز ولګاوه، ځکه هلته جګړه وه او د همدې جګړې له کبله څوک ښوونځیو ته نشوای تللی.
د کرزي د لومړي حکومت د چارو له پیل سره، د بهرنیو بنسټونو مشرانو د پښتنو سیمو ته کاري سفرونه کول او غوښتل یې چې په دې سیمو کې بېلا بېلې پرمختیايي پروژې پیل کړي؛ خو بیا هم طالبانو ددې کسانو پر وړاندې خنډ جوړاوه او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
طالبانو چې کله ولسوالۍ، سیمې او حتی ولایتونه ونیول، نو سمدلاسه یې د خپلو واکمنیو لاندې سیمو کې، له خپلې خوا د هر قوم او هر کور په سر دوه یادرې قوماندانان ودرول، چې ژوندۍ بېلګه یې، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ ده، چې دې کار هم پښتانه له زده کړو شاته پاتې او د سلو کلونو لپاره یې شاته ور وغورځول.
دوی دومره نا اهله او تیاره فکر وو او دي، چې د خپلې راتلونکې په اړه دا فکر هم نکوي، چې زه ولې د خپل حکومت پر وړاندې ودرېږم او ولې ورسره جګړه وکړم.
په پښتون مېشتو سیمو کې اوس ښوونځي تړلي دي، په سیمو کې يې روغتیايي مرکزونه شته خو څوک ورته لاسرسی نلري، ځکه دا هر څه پرې بند شوي او ورته ویل شوي چې دا د کفارو په پیسو جوړ شوي او ترې ګټنه، کُفر دی.
په حکومت کې سترو پښتنو چارواکو او مشرانو د خپلو څوکیو د ساتلو لپاره، له خپل پښتون ولس سره څوارلس کاله  کېږي چې د مور او میرې چلند کوي.
دوی چې خپله هم واک ته ورسېږي نو سمدلاسه خپله مورنۍ ژبه هېره کړي او په خپلو ادارو کې په پښتو ویلو شرمېږي او دا کار ورته ننګ ښکاري.
مشران مو سره سل پرچې شوي دي.
منم چې د ګوند جوړول د هرچا مسلم او مدني حق دی؛ خو دوی د همدو کارونو د لارې، سل ګوندونه جوړ کړي او په سیاسي ډګر کې یو بل ته لاس په ماشه ناست دي.
دا کار ددې لامل شوی، چې پښتانه د ځان لپاره یو غوره مشر ونلري او د خپلو ستونزو د آوارۍ لپاره پرې راټول شي.