د ادارې او مدیریت اړونده څو اساسي تعرفونه!!!

 
۱:ـ مدیر څوک دی؟
مدیر په لغت کي اداره کوونکي ته وايي او په اصطلاح کي مدیر هغه چا ته ویل کیږي چي د خپل ګروپ د د کړنو مسولیت په غاړه ولري.
۲:ـ د مدیر اساسي وظایف کوم دي؟
د مدیر اساسي وظایف پنځه دي. پلان جوړونه، تنظیم، ګمارنه(استخدام)، رهبري او کنترول.
۳:ـ د مدیریت سطحي کومي دي؟
مدیریت درې سطحي لري. د لوړي سطحي مدیران، د منځنۍ سطحي مدیران، د ټيټي سطحي مدیران.
۴:ـ سیستم څه ته وايي؟
د څو برخو د مجموعې څخه عبارت دی، چي د یو مشخص هدف  د لاسته راوړلو لپاره د ځانګړو اصولو او قواعدو پر اساس په کډه سره فعالیتونه ترسره کوي.
۵:ـ اداره څه وايي؟
اداره د ټولنیز نظام د خاصو لارو د طرحو څخه عبارت ده چي په هغه کي یو شمیر خلک د یو ټاکلي هدف د لاس ته راوړلو لپاره یو ځای کار کوي.
۶:ـ ستراتیژی څه ته وايې؟
ستراتیژی له یو بشپړه پوره واحدي برنامې څخه عبارت ده چي په هغه کي اداره خپل هدف ته د رسیدو لاري ټاکي.
۷:ـ پلان څه ته وايي؟
پلان یوه فرانسوۍ کلیمه ده چي په لغت کي اټکل او تغیر ته ویل کیږي په اصطلاح کي هغه ذهني طرح یا تګلاره ده چي د یو کار او فعالیت د سرته رسولو لپاره په کار اچول کیږي.
۸:ـ د ادارې مهم عناصر کوم دي؟
اهداف، منابع، اغیزمنتوب، ګټور توب او ګډ اړخونه.
۹:ـ د یو ادارې سرچینې کومي دي؟
درې دی. مالي سرچینې، فزیکي سرچینې، بشري سرچينې.
۱۰:ـ طرزالعمل څه ته وايي؟
هغه لاره ده چي د هغه پر بنست د یوې ادارې چاري سرته رسیږي.
۱۱:ـ مکتوب څه ته وايي؟
یو لیکلي رسمي سند دی چي خپل متن د مطلب لنډیز او اختیتامیه ولري او په رسمي ډول له یوی ادارې څخه بلی ادارې ته لیږل کیږي.
۱۲:ـ د کړنو لایحه څه ته وايي؟
هغه تحریری سند دی چي په یوه اداره کي د یو بست د موجودیت دلایل تشریح کوی.
۱۳:ـ فرمان څه ته وایي؟
فرمان د رئیس جمهور هغه هدایت دی چي د مهمو موضوعاتو په اړه د جمهور رئیس لخوا صادیریږي د فرمان په نامه یادیږی لکه د قوانینو توشیح د یو شمیر اشخاصو ټاکنه او داسي نور...
۱۴:ـ حکم څه ته وایي؟
د رئیس جمهور هغه هدایت دی چي د قوانینو او مقرارتو د عملی کولو لپاره صادریږي.
۱۵:ـ قانون څه ته وايي؟
هغه مصوبه ده چي د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا تصویب او د رئيس جمهور له خوا توشیح شوې وي.