په موږ خپل عملونه واکمن دي

  په نړۍ کې له شویو سروې ګانو په ډاګه کیږي، چې افغان وګړي او ولس د نړۍ تر ټولو خفه پرګنه ده. افغانان له هره اړخه کړېدلې او دغه لړۍ لا روانه ده. نړیوال سروې ګران ملامت نه دي، زه هم په دې برخه  او پایله کې ورسره یوه خوله یم؛ ځکه د هر افغان په کور کې له ولسمشر را نیولې بیا د هغه بېوزله بزګر تر کوره، چې د یوې مړۍ حلالې روزۍ ګټولو پسې ټکنده غرمې بېګا کوي، که غواړي یا یې نه غواړي، خوښ وي یا خوشاله، غم، درد، کړاو او خفګان یې په برخه دی او باید د هغه له پاره چمتو اوسي.
خو په یوه خبره مې سر نه خلاصیږي، موږ ځورول کیږو که ځوریږو؟ زموږ په دې ځور او ربړ کې د چا لاس دی او د څه له پاره؟ یا دا چې موږ خپله نه غواړو خوشاله ژوند ولرو. هره خوا نارې سورې دي، اورونه بل دي او د افغان جونګړه په کې لولپه ده. شتمن او په نس ماړه خلک یاغي شوي او له ډېره کبره آسمان ګزوي؛ مګر هغوی چې له لوږې یې په نس ډبرې تړلې دي، یا د لوږې او بېوزلۍ ګوزارونو په ملا وهلی او یا یې خلک لېونی بولي. دلته منځ کې پاتې کس( نه شتمن نه بېوزله) هم پایمال دی، نه د بډای او شتمن په دېره کې ځای لري او نه هم د غریب په جونګړه کې. وزیر مو د وزارت له ګیلم پښې ایستلې، ډاکټر مو سوداګري کوي، مشران او مخور مې د هلکانو پېښې کوي، ملایانو او روحانیونو د قرآن په توریو او دین تجارت پیل کړی، نه خیرات ګر خپل ځای پېژني نه هم سوالګر، ولس او رعیت هم د بې عدالتیو ننداره کوي او له ځینو غلو، مفسدینو، درغلګرو او د انسان د وینو له سوداګرو سره یې لاس یو کړی دی.
بله خوا د کابینې له وزیرانو هم ملت تر پوزې راغلی، ځینې ځان مسؤل نه ګڼي او ځینې بېچاره ګان په کار نه پوهیږي؛ یو شمېر یې زور واکو معرفي کړي ځکه نو هېڅ ډول اصول او قانون نه پېژني، خو هغوی چې په کار پوهیږي او ملي ګټو ته ژمن دي، زور نه لري او څوکو یې خبره نه اوري، بلکې د خبرو کولو وخت نه ورکول کیږي. ځینې وزیران په لوی لاس فساد کوي او ځینې یې د فساد د مخنیوي په بهانه ټول وزارت له خپله ټیمه قربانوي. په داسې حال کې سړی حیران شي چې دا خلک د فساد مخه نیسي که فساد ته لاره جوړوي؟ نور مو له وزیرانو هم د ملي او ستراتیژیکو پلانونو د جوړولو او پلې کولو تمه پرې شوه:
جلان وایي
چې خدای مو هم سوالونه نه قبلوي / آخر د چا در کې ګرېوان څيري کړو
دې پښتانه محیط ظالم محیط/ ووایه بل څيرې که ځان څیرې کړو
د دولتي مامورینو لویه برخه( له جګ پوړي ماموره تر صفا کاره) پورې اداري فساد غنیمت ګڼي، د وخت ضایع کول هنر او کار ځنډول، د مراجعنیو ځورول او اخلاقي فساد تفریح بولي( ځینې یې بیا وايي، چې نه والله، زه په زړه کې پاک یم هسې په خوله سپیتوب کوم). تاسو باور وکړی، چې که د دولت هر مامور له میاشتني معاش سربېره څه خواري ماري ونه کړي، هغه میاشت ځان ورته ښه نه ښکاري. مامورین دولتي سرچینې که هغه پیسې دي، وخت دی یا د کار نه ترسره کول او یا هم د خلکو ځورول روا بولي او بېلابېلې شرعي لارې ورته جوړوي.
په دې ملک کې ډاکټران هم یوازې د درمل پلورلو ټېکه داران دي، د ناروغ حالت یې هېڅ یاد هم نه وي. په شخصي کتنځایونو کې ډېر ناست ډاکټران د داسې درملو سپارښتنه کوي، چې د همدې جناب له درملتون پرته بل ځای نه موندل کیږي او ځینې یې داسې نسخې لیکلي، چې ته به وايي ملنډې وهي، خاص کوډونه لري او یوازې ځانګړی کس پرې پوهیږي. ناروغ به تلف کیږي خو چې واسطه ونه لرې یا رشوت ورنه کړې، والله که د څوک چیغه واوري او په دې ویده حکومت داسې څوک هم نه شته، چې پرې وژاړې او پوښتنه د وکړي.
د ولس مخور او سپین ږیري د ځوانانو پېښې کوي، ځوانان د هلکانو او هلکان هم تر پخوا ډېر سپین سترګي دي او فکر کوم( خدای مه کړه) په سمه لاره نه دي روان. له پخوا زمانو څخه سم پیتاوې روایتونه دي، چې سپینږیري یې د کارنده تجربو خاوندان یاد کړي او په ډیرو ځایونو کې خو یې د خپلو تجربو په کار اچولو سره سمې ناممکنه ستونزې حل او فصل کړې دي. خو په اوس زمانه کې د افغانستان ستونزو ته د سپینږیرو هم تر وسه تیره شوه یاخو یې موږ(ځوانان) احترام نه کوو یا خو نور نو د دوی منترونه له کاره لویدلي.
ملاصاحبانو ته چې دا ملت خاصه او کلکه عقیده لري د قرآن عظیم الشان آیتونه په پیسو ورباندې پلوري او دا مظلوم ملت بیا هم باور پرې کوي او له ملا صیب نه تعویز اخلي. ځینې ملاصاحبان! خو لا ځان د خدای تعالی شریک (العیاذ باالله) معرفې کوي او تعویز په ضمانت کوي او وایي: ((دا کار به داسې کیږي!)). یوه بله ډله بیا وایې چې د دې ډول تعویز اجازه یوازې موږ ته شوې اوبس، دا ځکه چې موږ خو آغاصاحب خیل یو او خبر نه دې، چې قران عظیم الشان د ټولو انسانانو له پاره رانازل شوی او چې ځمکې ته را نازل شو نو په ځان د تطبیق او زده کړې له پاره هېڅ ډول اجازې ته اړتیا نه شته.
خیرات خواره مو هم د خیرات اندازه خپله ټاکي او چې دې د خیرات ورکول په وس نه وي پوره، نو بیا یې بدو او کنځلو ته ټینګ شی. مطلب داوو چې اوس په دې وطن کې نر او ښځې، زاړه واړه، سپینږیري او ځوانان، ناتوان او مست خلک، بېوزله او شتمن؛ ګریوان شلیدلي، ببر سرونه، خیرن کالي پر سرکونو ولاړ وي او خیرات غواړي، له سړي لاره ورکه کړي چې اوس مستحق څوک دی. ځینې خو لا له خیرات سره سمه بدماشي کوي، سم په خپل زړه خیرات غواړي خو په ریښتیا هم چې د ځینو ګریوان د نیولو دی. هیڅوک مو هم په خپله برخه قناعت نه کوي هر یو مو له خپل حق ډیر او له وخته مخکې خپلې برخې ته سپینې سترګې نیولې وي.
دا ټولې ناخولې زه په دې کې بولم چې موږ تر اوسه هم په ځان هغه حدیث نه دی منلی چې فرمایلي یې دي (عمالکم أعمالکم، کما تکونون، یولی علیکم) یانې په تاسو به مو خپل عملونه حاکم وې او چې څرنګه تاسو اعمال ترسره کوی په همغه ډول به حاکمان در باندې واکم او مسلط وي. په بله مانا (چې څه کرې هغه به ریبې). جمهور رییس مو چې هر څه کوي او هرڅه راباندې عملې کوي د ګیلې کولو هیڅ حق نه لرو ځکه چې موږ خپله کرلی (انتخاب) کړي دي او باید چې کړه وړه یې په سترګو ومنو. که یو څوک یا کنځل او یا هم بد رد ورته وایې، نو اشتباه ده ځکه چې نوموړی د افغانستان اکثرو خلکو ټاکلی او اوس یې باید فیصلې په ورین تندې ومني او که یې منو نو خود به په نړی کې لومړی خپه مخلوق وو. د ټولو وزارتونو وزیران همدې جناب ریس صاحب جمهور راته ټاکلي، که میچن راباندې چپه تاوه وي او که راسته د ګیلې کولو حق نه لرو ، کړه وړه یې باید راته د منلو وي او امر یې په غبرګو لیمو پر ځای کړو ځکه چې مشر یې موږ ټاکلی او دوی هم زموږ مشر زموږ په نماینده ګۍ ټاکلي دي. ډاکترانو ته، خیرات خوروته، مامورینو ته همدغه دولت قانون ټاکلی که یې نه پلی کوي داهم زموږ ګناه ده ځکه چې موږ ولې داسې څوک انتخابول چې د قانون د تطبیق وس یې نه درلود.
رحمن بابا وایې:  
شګوفته کړه لکه لمر تندی هرچاته
چې په تلو د سیاپوشان تمام جهان شي
 
مننه