د کابل د شهرارا غونډۍ په اړه یو ستر تاریخي حقیقت:

د شهرارا په غونډۍ هغه څوک ښخ شو چا چې په همدې غونډۍ هم یو ښوونځی وران کړی.
 
شهرا را د بابر د مهال د هغه باغ نوم دی چی د بابر د لور په نوم جوړ سویدی. همداډول د هغې په نوم جوړه سوې ودانی ، چی د همدې باغ پرڅنګ ده ، د میرمن« شهرارا» په نوم جوړه سوې وه . د اعلیحضرت عبدالرحمن خان له لوری باغ بیا ورغول سو(۱۳۱۷هجری چی د لمریز ۱۲۷۸کال او د ۱۸۹۹میلادی کال سره سمون خوری) ودانی له سره ترمیم او په ښکلی ډیراین جوړه سوه ، د اعلیحضرحبیب الله خان (د غازي امان الله خان پلار) د واکمنی پر مهال د مهمو کورنیو او بهرنیو میلمونو دمیلمستون په توګه کارول کیده . خو د هغه ارښت له مخی چی د موقعیت او ښکلا له اړخه یی درلود د لومړی ځل لپاره د حبیبی ښونځی ادارې ته وسپارل سوه او اعلیحضرت امان الله خان د همدې ښونځی ته په رسمی توګه د دې تاریخی ودانی د سپارلو پر مهال( ۱۲۹۹هجری شمسی کال) یو ډبرلیک ولیکی او په هغه ډبر لیک کی یی د دې تاریخی ودانی یادونه هم کړیده. له بده مرغه د حبیب الله کلکانی (بجیه سقاو) د اړودوړ دورې ( ۱۳۰۷لمریز کال ) پر مهال د زدکړو او ترقی دښمنانو حبیبې لیسې ته ځانګړې کړې ودانی د جګړې په لمبو وسوځول .
له بده مرغه دادی اوس ( ۱۱/سنبله/۱۳۹۵لمریز کال ) د هماغه اړودوړ پلویان د همدې تاریخی تپې اود افغانستان د یوه نامتو فرهنګی میراث پر حریم د برید نیت لري. دا کړنه په کلکه غندو اوپر مسولو چارواکو ږغ کوو چي د هیواد فرهنګی میراثونو ته د هرډول خطر مخه ونیسي.