
تاريخ له چا سره د مور او ميرې سلوک نه کوي چې څوک سکه او څوک ناسکه وګڼي، بلکې تاريخ هغه هنداره ده چې بې پرې سترګو ته هر څوک په خپله رښتینې بڼه څرګندېږي.
همدارنګه تاريخ د سقاو زوی حبيب الله په اړه هم خپل قضاوت کړی دی او په خپلو پاڼو کې یې د هغه د رښتينې څېرې رښتنی انځور کښلی دی... اوس که هر څومره څوک د توکميزو ناندريو پر بنسټ له يوه غله نه اتل جوړوي، راته بې ګټې ځکه برېښي چې بېلارې وګړي تاريخ نه شي بېلارې کولی
مير محمد صديق فرهنګ چې د دغه مهال پېښې خوله په خوله را اخيستي دي داسې کاږي: د 1925 او 1928 کلونو تر منځ د نورو غلو او لاره شکوونکو په څېر حبيب الله د غلاوو له بابته ډېر نامتو شو او د يوه زړور شخص په توګه يې شهرت وموند...))
د ده د لا شهرت لومړی پړاو هغه و چې دی پکتيا ته د نورو احتياطي جلبيانو په څېر واستول شو او د هغه اړو دوړ، په کرارولو کې چې د منګلو د شورش په نوم نامتو دی، برخه واخلي .
د سقاو زوې په دې جګړه کې ښه وځلېد، ان تر دې چې د جګړې پوځي چارواکو ورسره ژمنه وکړه چې ده ته به پوځي رتبه ورکوي، خو سيد مهدي فرخ په دې تړاو کاږلي دي چې هغو په خپلو ژمنو وفا ونه کړه نو ځکه حبيب الله بېرته غلاوو ته مخه کړه. نوموړي پر غلاوو او جګړه ييزو فعاليتونو سربېره د عبدالحي پنجشېري په ملتيا فرغانې، بخاره او کولاب ته هم سفر وکړ، ده هلته د جمال پاشا، انور پاشا، فيض الله، او ابراهيم بېک ځواکونه وليدل چې د ده جګړه ييز مهارت يې لا پياوړی کړ.
د حبيب الله له دغه مهارت او زړورتيا نه د دربار او سلطنت غلو هم ګټه واخيسته چې پاچا امان الله پرې وګواښي، تاريخپوه مير غلام محمد غبار، د ميرغلام حسن هزاره له خولې ليکلي دي چې: ((دا علي احمد خان وو چې حبيب الله او سيد حسين يې د راتلونکو عملياتو لپاره هغه وخت هڅولي وو چې دی کوهدامن ته د تحقيق لپاره تللی و.))
يوازې علي احمد خا ن نه و چې له ده يې استفاده کوله، بلکې محمد ولي خان هم حبيب الله د خپلو شخصي ګټو لپاره استعمالاوه .
د دوی تر منځ اړيکه هغه مهال ټينګه شوه چې حبيب اله د محمد ولي خان په باغ او ځمکه کې کار کاوه، دا هغه ځمکه وه چې پاچا امان الله د محمد حسين خان مستوفي (د استاد خليلي پلار) له اعدام وروسته د ده د ډپلوماتيکو خدمتونو له امله ورکړې وه.
استاد خليلي د دې خبرې پخلی کړی او د خپلو څرګندونو پر بنسټ یې ډاګيزه کړې ده چې حبيب الله او پلار يې دوه درې کاله د دوی په باغونو کې کار کاوه.
وروسته چې د دغو باغونو څښتن محمدولي خان شو نو د سقاو زوی ترې څو وارې وغوښتل چې پاچا امان الله ته د ده سپارښتنه وکړي؛ د دې خبرې معنا دا وه چې د دغه لوټمار او لاره وهونکې کيسې تر پاچا هم رسېدلې وې چې له محمد ولي خان نه يې هيله درلوده چې د ده د بښنې په تړاو له امان الله سره وغږېږي، ولې دا چې محمد ولي خان د کومو لاملونو له مخې دغه کار ونه کړ د پوښتنې وړ دی؟ ښايي د دې خبرې يو لامل دا وي چې د پاچا پر وړاندې د ده د جرمونو کچه دومره لوړه وه چې دغه محافظه کار چارواکي د دې جرئت نه درلود چې د بښنې هيله ترې وشي او يا ښايي ده ځان ته په يوه بڼه نه يوه بڼه کار کاوه، لکه چې ښکاره شوه وروسته به محمد ولي خان په قلعه مراد بېګ کې په پټه له هغه سره ليدل.
((فکر هر کس به قدر همت اوست)) خو د حبيب الله د کړو وړو په تړاو دا يوه خبره څرګنده ده چې دی څو وارې دغلا په تور زنداني شوی و، ان تر دې چې له زندانه هم وتښتېد…د غلاوو پرله پسې پېښو یې نه يوازې ولس ګواښه، بلکې حکومت يې هم وننګاوه، د بېلګې په توګه کله چې د خزانې لېږد له کابل نه مزار ته په لاره د حبيب الله د داړې تر بريد لاندې راغله، انېښنې نورې هم ډېرې شوې، سره له دې چې دی يو څرګند غل و، بيا هم يو شمېر کيڼ اړخي او ښي اړخي بنسټپال ((اخوانيان او کمونستان)) د ده د کړو وړو ستاينه کوي.
ښه مې په ياد دي چې زما يو کتاب (شمله) د ليکوالو اتحادیې د پرېکړې له مخې پام کې و چاپ شي، خو د غلام دستګير پنجشېري په امر ځنډېدلی و، زه په همدې موخه د ښاغلي پنجشېري دفتر ته ولاړم چې لاسليک ترې واخلم، د ده په دفتر کې له ده سره استاد پوهاند الهام، اسدالله حبيب، غلام سخي غيرت او نايبي ناست ول، خبره د سقاو زوی حبيب الله پر سر وه، پنجشېري ده ته د ((بچه خلق)) کليمه څو وارې وکاروله او دی يې په افغانستان کې د سلطنتي کورنۍ د چپه کولو اتل وګاڼه… که څه هم پنجشېري له دې مخکې د نورمحمد تره کي د واک او ځواک پر مهال له نوموړي اجازه ترلاسه کړې وه چې مجيد کلکاني يې د پوهنې په وزارت کې پر دنده وګوماره.
ببرک کارمل هم څو وارې د افغانستان په معاصر تاريخ کې د طبقاتي مبارزې په لړ کې حبيب الله کلکانيی د دهقاني غورځنګ يو لاروی ګاڼه او له ده سره جوخت يې محمد عثمان پروانی هم ستايه، په ښي اړخو بنسټپالو کې اسلامي جمعیت، اسلامي ګوند، اتحاد اسلامي او نورو تنظيمونو يو شمېر غړو په سر کې احمدشاه مسعود، يونس قانوني، سياف، عبدالله، صالح، محمدي او په لسګونو نورو په ځانګړي ډول توکمپالو، کلکاني يو رښتينی مسلمان ګاڼه او ګڼي یې. د ده پاڅون يې د کفر پر وړاندې رښتينی بال، د دې خبرو وروستی ثبوت د ملا صبور هغه څرګندونې وې چې نږدې يو کال د مخه يې وويل :
امان اله کافر بود، اولين حکمران بې دين بود …
د جميعت اصلاح دغه مشر، ګوډ ملا، دڅښتن تعالی ولي ګڼي …
امان الله خان کيڼ اړخو په دوستۍ او ښي اړخو په دښمنۍ کې د شوروي دوست ګاڼه ولې تاريخي حقيقت دا دی چې همدا امان الله وو چې د شوروي پر وړاندې د منځنۍ اسيا د ازادۍ په خاطر انور پاشا، جمال پاشا، ابراهيم بېګ او نور ملي ازادي بښونکي وسله وال کړل او د بخارا امير سيدعالم ته يې د محمد حسين خان مستوفي په يوه باغ کې ځای ورکړ، هغه وخت چې شوروي چارواکو له پاچا سره منلې وه چې پنجدې به بېرته افغانستان ته سپاري، کله چې له خپلې ژمنې پر شا شول، د امان الله کرکه نوره هم زياته شوه، پر دې سربېره پاچا انګرېزانو پر وړاندې هم په افغانستان کې د هند د نيمې وچې د خپلواکۍ په تړاو د انتقالي حکومت د پياوړتيا لپاره مټې را ونغاړلې.
دا چې اوس د سقاو زوی کلکانی د دين خادم، چې يو نالوستی و او په پاچا امان الله د کفر تور لګول کېږي، د ډېرې خواشنۍ خبره ده؛ دا ځکه چې د امان الله خان دښمني له حبيب الله سره شخصي نه وه بلکې د هغه ناوړه کړه وړه وو چې د پاچا کرکه يې د ده پر وړاندې زياته کړې وه. يوه ورځ کلکانی په پټه دلکشا ماڼۍ ته څېرمه له محمد ولي خان سره په پټه وليدل او هغه په زغرده ورته وويل: ستا د ګناهونو بښل زما په وس نه دي، د دغه واک يوازې يوازې له پاچا سره دی او بس، کله چې دی نهيلی شو، د غلاوو له يوه بل ملګري سره چې سيد حسين نومېده پېښور ته ولاړل.
د افغانستان حکومت د غلو او لاره وهونکو د څارنې په موخه يو ليکلړ په کابل کې د برېتانيا سفارت ته وسپاره چې له هېواد نه تښتېدلي غله چې د ډيورنډ له کرښې پورې غاړې استوګن دي، ونيسي، په دغه نوملړ کې د سر نوم د حبيب الله کلکاني و، استيوارت په دې تړاو داسې ليکلي دي: د پېښور پوليسو محمد عثمان او اعظم په نوم دوه تنه غله ونيول، سيد حسين وتښتېد، حبيب الله او ورور يې چې د پېښور مالګې منډه کې یې کار کاوه، ونه نيول شول .
پدې اړه فرخ مهدي انګېري: کله چې کلنل لارنس شينوارو ته ځي، همدارنګه د سقاو زوی هم خپل رول د شينوارو په اړو دوړ کې ښيي، کله چې حبيب الله کلکانی واک ته ورسېد داسې څه يې وکړل چې تاريخ پرې شرمېږي؛ ملا فيض محمد کاتب په خپل نامتو اثر تذکره انقلاب کې د سترګو ليدلی حال داسې بيان کړی چې نچوړ يې داسې دی: حبيب الله، سيد حسين، سپه سالار پردل خان او حميدالله ګڼ شمېر کابليان ووژل، کورونه يې ورته لوټ او چور کړل، بې ناموسي يې واړوله غله او نالوستي يې پر دندو وګومارل، د بيت المال شته او خزانې یې لوټ کړې، نجونې يې بې پته بې عزته کړې، سرداران او چارواکي به يې د شپې له کوره ايستل، د ډېرو کورونه يې ظبط کړل، نجونو ان زهر وخوړل، ځان وژنه يې وکړه، د سردار نصرالله خان، امين الله خان او محمدعلي خان له مېرمنو او لوڼو نه يې ناوړه غوښتنې وکړې، ان تر دې چې د سردارمحمدعلي خان لور هم زهر وخوړل. د سقاو ملګرو نه هېرېدونکي او نه بښونکي کارونه کړي دي چې لوستونکي د ډېرو معلوماتو لپاره کولی شي د تذکره انقلاب په 69,71,83,118,144,157,161,165,169, مخونو کې ډېر څه ولولي.
اوس نو هغه بنسټپال او په ټوله کې سقاويان چې غواړي د خپلو غلو درناوی پر ځای کړي په اصل کې غواړي په دې پلمه خپلو شومو غوښتنو او توکمپالنو ته نوی رنګ ورکړي، په توکميزو ناندريو روږدي غله او مفسدين غواړي اوس خپل کړه وړه له تاريخه پټ کړي، په داسې حال کې چې په هېواد کې جګړه روانه ده او هره ورځ په لسګونو افغانان مري، دوی يو ځل بيا په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د سنبلې په يوولسمه د تېر په څېر ګډوډي رامنځته کړه، هغه په دې هيله چې غل، اتل کړي، ولې د شرم خبره خو دا ده چې سقاويان خپل مړي د شهرا را په کوڅو کې ګرځوي او جنرال دوستم يې نه پرېږدي چې د شهرا را په تاريخي غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه