
پر اشرف غني ځکه بحث نه کوم، ځکه پخوا مې هم ویلي وو، چې ( له دې بهرامه ، ښادي حرامه)، ملګرو به وګنځلم او دا به یې سرباری وو، چې ته نه پوهیږي. ما به له ناچارې ورسره ومنله، هغوي اوس چیغې وهي زه ورپورې خاندم. دا د روانې غمیزې یو اړخ دی، پرون، چې واشنګټن پوسټ خبره وکړه، ټول ورخطا شول ما چې ورته دوه کاله وړاندې ویلي وو، چې دا خوله د اشرف غني په سر ډېره پراخه ده یې نه منله، دلیل یې څرګند دی، ځکه زما سترګې شنې نه دي، دلته خلک دشنو سترګو خبرې پرته له منطقه مني. اوس به راشم دحنیف اتمر او معصوم ستانکزي خبرې ته په اوسني حکومت کې ډیری کسان شته، چې دپښتون له نوم څخه یې خوري، خو دخیر پر ځای یې شر او شرم ور اړولې دی.
دا کېسه به ټولو اوریدلي وي، چې پخوا چیرته کوم ناځوانه یو ښکلی هلک راچپه کړې و اودا معامله یې ورسره کوله، دمعاملې پرمهال دا ناځوانه ګوري، چې دښکلي هلک پر کوناټي تفګنچه ځړیږي، پوښتنه یې ورڅخه کړې ده، چې دا د څه لپاره؟ ښکلي هلک ځواب ورکړی دی، چې دا مې بدې ورځې ته ساتلې ده، ناځوانه ورته وویل: له دې به هم درباندې بده ورځ راځي؟
حنیف اتمر، چې دملي امنیت شورا سلاکار دی نږدې ټولې امنیتي چارې یې په واک کې دي، دفاع وزیر او کورنیو چارو وزیر په ټوله مانا بې صلاحیته دي، کلي او بانډې طالبانو او داعش په سر اخستي دي، ښارونه عصري شوو قومندانانو، دشمالي ټلوالې لنډغرو پر خلکو راتنګ کړي دي ، خو دحنیف اتمر له خولې اه هم نه خیژي،پخوا هم ناامني وه، ګډوډي وه، خو پر ارزښتونو ملنډې نه وهل کیدې اوس دناامنۍ سربېره هر څه دملنډو شوو، دا تېره اونۍ، چې څه ترسره شول په حکومت کې تش په نامه پښتنو هر یو حنیف اتمر ، اکرام خپلواک، اکلیل حکیمي، نصیر دراني،عبدالباري جهاني او نور په سلګونو رسمي او نارسمي سلاکارانو له خولې اه هم نه خوت، نه پوهیږو، چې خبره څه وه؟ دڅوکۍ ویره وه؟ دسر اندېښنه وه ؟ که د بیوسۍ ؟ که یې نه شي کولای نو ودې وايي، چې نوره له موږ پوره نه ده، هغه دې رامخته شي، چې یې کولای شي.
نږدې دوه کاله به ټولو پښتنو ویلی، چې معصوم ستانکزی ستراتیژیک دی، ژور فکر لري، دا او هغه ناشولته او بې منطقه خبرې اوس مالومه شوه، چې دا ښاغلی هم تش انډې دبوسو وخوت ، پرون په سپینه ږیږه او ګوډه پښه د شمال ټلوالې له ټولو لنډغرو څخه مخکې دجنرال عبدالرشید دوستم پر کور ورننوت او ددوی په استازیتوب یې بښنه غوښته، اخر په دې سپینه ږیره نور دڅه شي هیله او ارزو لري، دوی دغیرت او وجدان په نوم څه پيژنې او کنه ؟ زه نه پوهیږم، چې حنیف اتمر او معصوم ستانکزي دا تفګنچې کومې ورځ ته ساتلي دي، له دې خو فکر نه کوم، چې پر دې ملت دې سپکه ورځ راشي، همدا اوس ۹۰٪ امنیت دهمده مبارک تر مشرۍ لاندې دشمال لنډغرو په خدمت کې دی. لومړی راپور امرالله صالح او رحمت الله خان نبیل ته ځي او دا ښاغلی پهلوان زنده خوش است.
دا خو دحنیف اتمر او معصوم ستانکزي کمالات دي، چې پښتون په کلیو او بانډو کې طالب لوڅ کړ او په ښار کې دشمالي ټلوالې لنډغرو، نه یې دوی مخه نیوی شي او نه نورو ته وخت ورکوي، پښتنو که راپورته نه شوې، سبا ته له خیره دافغانستان دنامه خیر غواړې، دجان کیري دنامشروع حکومت له کبله خو مو هویت جنجالي شو، پر ملي اتلانو مو ملنډې ووهل شوې، پښتانه باید دحکومت او د نظام دپايښت لپاره پر بدیل فکر وکړي.
په پای کې له اشرف غني پرته او دحنیف اتمر او معصوم ستانکزي په ګډون په حکومت کې تش په نامه پښتنو ته خبره په دې کیسه رالنډوم.
پنځه دقیقې سترګې دسپي کړئ، ټوله ورځ به ماړه یاست.
هره ورځ هر فشار ته تسلیمیږئ، د ټلوالې او هزارګاه هره نامشروع او مشروع غوښتنه منئ، سل کاله به تاسې یاست او دا څوکۍ ، خوار پښتون دې وهي د چول مزلونه.